د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

کابل ښاریان د برښنا له ناانډوله وېش نه شکایت کوي


کابل ښار یوه څنډه د شپې پرمهال
کابل ښار یوه څنډه د شپې پرمهال

د ژمي په راتګ سره کابل ښاریان په دغه ښار کې د برښنا له ناانډوله وېش نه شکایت کوي.

دوی وايي، د کابل ښار یو شمېر سیمې ان په ۲۴ ساعتونو ۱۰ ساعته برښنا لري.

د کابل ښار د رحمان مېنې اوسېدونکی نور محمد وايي: "هر ورځ موږ لس ساعته برښنا نه لرو او په عادلانه ډول نه وېشل کېږي. ځینې وخت وي ځینې وخت نه وي. موږ په خپل وخت د برښنا بل هم ورکوو، خو سمه برښنا نه لرو، خو بیا یو شمېر سیمې دي چې هېڅ یې برښنا نه پرې کېږي."

د دې ښار دخیرخانې مېنې اوسېدونکی روح الله بیا وايي، په کور کې د برښنا ستونزې د حل لپاره غواړي سولر وپېري.

نوموړي وویل: "اوسمهال داسې ګډوډي رامنځته شوې چې کله ټوله ورځ برښنا نه وي یا په وقفه یې ډول ځی او راځي. ډېری وخت د شپې لخوا هم برښنا نه وي. زه خپله اوس دې ته اړ شوی یم چې د بېټرۍ او سولر له لارې د خپل د کور د برښنا ستونزه حل کړم ځکه، چې په ژمي کې له سختو ستونزو سره مخامخ یوو."

خو دا ستونزه نوې نه ده له دې وړاندې هم د کابل ښار اوسېدونکو د برښنا د برابر وېش په اړه اندېښنې مطرح کړې وې.

کابل کې د برښنا مزي
کابل کې د برښنا مزي

خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت بیا د کابل ښاریانو دغه شکایتونو ته په ځواب کې وايي، چې د کابل ښار ټولو برخو ته برښنا يو شان وېشل کېږي.

د دې ریاست ویاند حکمت الله میوندي د یکشنبې په ورځ ازادي راډ‌یو ته وویل، په کابل کې د برښنا د وېش او پرچاوۍ موضوع تر ډېره حل شوې.

میوندي وویل: "کوم شکایتونه چې تاسو ته راغلي دي زموږ د معلوماتو پر بنسټ، موږ سیار ټیمونه لرو چې په سيمو ګرځي. تر اوسه موږ له داسې یوې موضوع سره نه یو مخ شوي، له ټولو دوستانو او پېرېدونکو نه مو دا هیله ده چې د معلوماتو په شریکولو کې دقت وکړي."

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت د معلوماتو له مخې اوسمهال دغه شرکت د کابل ښار اویا فیصده برښنا تامینوي.

د دې شرکت د مسوولانو په وینا، په کابل کې د یو منظم مهالوېش له مخې، برښنا په لومړي پړاو صنعت کارانو او تجارانو ته، په دویم پړاو کې دولتي دفاترو او روغتونونو ته او په درېیم پړاو کې استوګنیزو ځایونو ته په نظر کې نیول شوې.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمي په راتګ سره کابل ښاریان د برښنا د پرچاوۍ او دغه شان ناانډوله وېش له امله يې شکایتونه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG