د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د اوبو کمښت او نشتون بحران؛ کابل ښاریان: د اړتیا وړ اوبه په بیه اخلو


 ارشیف: د کابل په کارته سخي کې د اوبو د کمښت ستونزې له امله خلک له لرې ځایه اوبه کورونو ته وړي. Kabul, Feb 16 2020
ارشیف: د کابل په کارته سخي کې د اوبو د کمښت ستونزې له امله خلک له لرې ځایه اوبه کورونو ته وړي. Kabul, Feb 16 2020

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، له یوې خوا سختې ګرمۍ او له بلې خوا د څښاک او د ژوند د نورو اړتیاو لپاره د اوبو نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي، د دې ترڅنګ چې کورونو ته په غځېدلو نلونو کې دوامداره اوبه نه وي، ورسره د څاګانو اوبه هم بې کیفیته شوي او په ځینو سیمو کې وچې شوې دي.

د کابل د احمدشاه بابا مېنې یو اوسېدونکی بسم الله همدرد وايي، دوی د لوښو د مینځلو لپاره د څاه اوبه کاروي او د څښاک لپاره معدني اوبه اخلي چې د هرې ورځې یوه لویه ستونزه یې همدا ده.

همدرد وویل: "موږ د نل اوبه نه لرو او مجبور یو چې د څښاک او پخلي لپاره له تصفیه شویو اوبو کار واخلو. تصفیه شوې اوبه دلته په ټانکرونو کې راځي او موږ مجبور یو چې په هرو ۲ ورځو کې ۵۰ لیتره اوبو واخلو چې پنځوس افغانۍ کېږي. که زموږ خواته د نل اوبه وي، خلک به له ډېرو ستونزو خلاص شي."

خو د کابل د کارته نو اوسېدونکې ملکه وايي، د دوی کور ته په نل کې اوبه کله ناکله راځي.

دا بیا وايي، د برښنا د نشتوالي له امله دوی نه شي کولای دا اوبو هغو ذخیرو ته ولېږدوي چې دوی په بامونو کې جوړې کړې دي.

هغه زیاتوي: "دا چې د نلونو اوبه دوامداره نه دي، موږ په بام کې د اوبو ټانکۍ لرو چې هلته اوبه ذخیره کوو. خو کله چې اوبه وي، برق نه وي او چې برق وي، اوبه نه وي، له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ یوو او مجبورېږو چې له لرې ځایه اوبه راوړو."

ملکه وايي، د نل د اوبو کیفیت هم ښه نه دی او اړ دي، د څښاک لپاره معدني اوبه واخلي.

د کابل د خیرخانې مېنې اوسېدونکې امنې بیا ازادي راډيو ته وویل، د دوی په سیمه کې څاګانې وچې شوې دي او ډېر وخت د اوبو د نشتوالي له امله یې د کور کارونه پاتې وي.

ارشیف: په کابل کې د اوبو کمښت خلک اړ کړي چې له لرې ځایه اوبه راوړي.
ارشیف: په کابل کې د اوبو کمښت خلک اړ کړي چې له لرې ځایه اوبه راوړي.

هغه وايي: "څاګانې وچې دي او په نل کې هم اوبه نه راځي. ډېر وخت ټول کارونه د اوبو په تمه پاتې وي، کله د نل اوبو ته په تمه یو او کله مجبور شو چې له لرې ځایونو کور ته اوبه راوړو."

تازه د طالبانو حکومت د اوبو او برښنا وزارت او د کابل د اوبو رسولو ادارې په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د اوبو او برښنا وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور شنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوی په یوې پروژې کار کوي چې د پنجشېر اوبه کابل ته ولېږدوي او په دې سره په کابل کې د اوبو د کموالي ستونزه حل کړي.

معلومه نه ده، چې کابل ته د پنجشېر د اوبو لېږد به کله پیل شي، خو کابل ښاریان له کلونو راهیسې شکایت کوي چې د څښاک او نورې استفادې له امله کافي او صحي اوبه نه لري.

خو د یادونې ده، چې په کابل کې د اوبو د کمښت یوه ستونزه، چې تل یې په اړه ویل شوي، په بېساري ډول د ژورو څاګانو کېندل او ورنه بې ځایه استفاده ده.

XS
SM
MD
LG