د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د اوبو نړیواله ورځ؛ یوازې '۴۲ سلنه' افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري


ارشیف، کابل کې د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره د اوبو د یوه نل غاړې ته راټول شوي هلکان
ارشیف، کابل کې د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره د اوبو د یوه نل غاړې ته راټول شوي هلکان

نن د مارچ ٢٢مه د اوبو نړیواله ورځ ده، دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کېږي چې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) د موندنو پر بنسټ دغلته یوازې ۴۲ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه ادارو او افغان حکومت له هڅو سره سره لاهم لویه برخه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او د څښاک له غیر صحي اوبو ګټه اخلي.

د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې د موندنو له مخې چې د ٢٠٢٠ میلادي کال په جون کې خپره شوه، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې یوازې ۲۷ سلنه وګړي پاکو اوبو ته لاسرسی لري او ۷۳ سلنه وګړي اړ دي چې له ناپاکو اوبو د څښاک او پخلي لپاره کار واخلي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په ډېرو برخو په ځانګړي ډول په کلیو کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه‌لاسرسي او ساري ناروغیو له پراختیا سره د ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه شوې ده.

د کابل په یوه روغتون کې ناروغ ماشوم او مور
د کابل په یوه روغتون کې ناروغ ماشوم او مور

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري وايي: "زموږ ډېری هېوادوال لاهم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري چې دا د ساري ناروغیو د خپرېدو لامل شوی، ځکه چې په کليو کې اوس هم زموږ ډېری هېوادوال د ویالو اوبه کاروي چې دا د ناروغیو لامل کېږي."

د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې د موندنو له مخې دغلته په کلني ډول له پنځه کلنۍ ښکته عمر لرونکي ۸۵ زره ماشومان د نس‌ناستي له ناروغۍ مري.

افغانستان د اوبو نړیواله ورځ سږ کال "اوبو ته ارزښت ورکړئ" په نوم نمانځي.

د اوبو د تنظیم د ادارې تخنیکي مرستیال احمد ویس بصیري د څښاک د پاکو اوبو کمښت ستونزه مني، خو وايي چې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو په برابرولو کې د خصوصي سکټور هڅو د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي زیاتېدو هیلې راټوکولې دي.

ښاغلی بصیري زیاتوي: "که څه هم د افغانستان د اوبو د مدیریت په وړاندې لویې ننګونې موجودې دي، خو موږ کار کوو څو دا ننګونې په فرصتونو واړوو. زموږ هدف دا دی څو له کمو امکاناتو لږ تر لږه په لویو عام‌المنفعه پروژو کار واخلو او پانګونې وکړو."

یو شمېر افغان کارګران د کابل په غونډیو کې د اوبو د ذخیره کولو لپاره د څاګانو د ایستلو پر مهال
یو شمېر افغان کارګران د کابل په غونډیو کې د اوبو د ذخیره کولو لپاره د څاګانو د ایستلو پر مهال

له دې ټولو سره، هغه څه چې د څښاک پاکو اوبو ته د نه‌لاسرسي له امله اندېښنې راپورته کړي د ۱۳۹۹ کال وچکالۍ وې چې دا مهال مرستندویه مؤسسو او دولت هڅې پیل کړي څو د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي کچه لوړه کړي.

XS
SM
MD
LG