د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۲۴

افغانستان

جاپان ښونځیو کې د پاکو اوبو د برابرولو له پروژې سره مرسته کوي

جاپان د افغانستان په ښونځیو کې د پاکو اوبو د برابرولو له پروژې سره څلور میلیونه ډالره مرسته کوي.

د دغو مرستو تړون نن د پنجشنبې(د لړم ۲۲مه) کابل کې د جاپان سفارت د شارژدافیر او یونېسف د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

په ډېرو ښونځیو کې د پاکو اوبو او پاک چاپیریال نشتوالی د افغانستان یوه بنسټیزه ستونزه ده.

د شمېرو له مخې په درېیو کې یو ښونځي پاکې اوبه نه لري او په درېیو کې دوه ښونځي د لاس مینځلو اسانتیاوې نه لري.

ښونځیو کې د پاکو اوبو پروژه د پوهنې او کلیو پراختیا وزارتونو له خوا پلې کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان لپاره د ایران استازي یوځل بیا د اوبو د حقابې مسئله مطرح کړه

ارشیف: د هلمند سیند یوه څنډه
ارشیف: د هلمند سیند یوه څنډه

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي هیله ښکاره کړې چې تر تلې میاشتې به د هلمند د سیند اوبه ایران ته داخلې شي.

قُمي دا خبره نن د ایران ایسنا اژانس ته وکړه او زیاته یې کړه چې هېواد یې د خپلو اوبو د برخې مسئله جدي تعقیبوي.

قُمي وایي چې د اوبو په تړاو د ایران د انرژي وزارت خبرو د طالبانو له چارواکو سره هغه نتیجه ورنه کړه چې دوی یې تمه لرله.

ده په دې برخه کې نور جزییات ورنه کړل.

طالبان وایي چې د ایران د اوبو د حق په تړاو د ۱۳۵۱هجري شمسي کال تړون ته ژمن دي، خو د پرله‌پسې وچکالیو له امله د هلمند په سیند کې اوبه کمې شوې دي.

ټېسټ سیالي؛ افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۵ منډې وکړې

په افغان توپ وهونکو کې ابراهیم ځدراڼ تر نورو مخکښ و او په ۵۳ منډو وسوځېد.
په افغان توپ وهونکو کې ابراهیم ځدراڼ تر نورو مخکښ و او په ۵۳ منډو وسوځېد.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د پيل شوې یوازینۍ ټېسټ سیالۍ په لومړۍ ورځ د افغان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پای ته ورسېده او په ۱۵۵ منډو یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

یاده سیالي چې نن سهار د کابل په وخت ۱۰:۳۰ نیمې بجې پیل شوې، پچه یې افغانستان ګټلې او توپ اچونه یې انتخاب کړې وه.

په افغان توپ وهونکو کې ابراهیم ځدراڼ تر نورو مخکښ و او په ۵۳ منډو وسوځېد.

دغه راز کریم جنت په ۴۱ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

په لومړۍ پاڼۍ کې ناصرجمال او رحمت شاه په صفر وسوځېدل.

لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۰ او نورعلي ځدراڼ ۷ منډې وکړې.

رحمن االله ګربز چې په لومړي ځل په ټېسټ سیالیو کې ولوبېد، په ۵ منډو یې وېکټ له لاسه ورکړه.

د ایرلینډ په توپ اچونکو مارک اډیر ۵، کمپر او ګرېګ یانګ دوه ـ دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

لا هم د نن ورځې تر ۳۰ زیات اورونه پاتې چې ایرلینډ به پکې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پيل کړي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نن د سېلونو د بهیدو خبرداری ورکړل شوی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت په کابل، کونړ، هلمند، پنجشېر، غزني، پکتیکا، پکتیا او فراه ولایتونو کې د سیندونو د اوبو د کچې د لوړیدو او د سېلونو د بهیدو خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې د روانې اوونۍ د ورښتونو له امله په بامیان، غور او غزني کې یوشمیر لارې وتړل شوې.

د کابل-کندهار لویه لار هم پرون بنده وه چې بیا وروسته پرانیستل شوه.

په سالنګونو کې له یکشنبې راهیسې لار تړلې وه او نن سهار د طالبانو د فواید عامې وزارت د دې لارې د بیا پرانیستو خبر ورکړ، خو ویې ویل چې لاهم په سالنګونو کې واوره اوري چې د دې لارې د بیا بندیدو خطر شته.

د هوا پېژندنې د نړیوالو ادارو له اټکل سره سم به نن د افغانستان په پنځه ویشت ولایتونو کې واورې او بارانونه وي.

سالنګ لویه لاره بیرته خلاصه شوه

له ارشیفه د سالنګ یو تصویر
له ارشیفه د سالنګ یو تصویر

د سالنګ لویه لاره له دوه ورځني ځنډ وروسته نن سهار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.

ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي، د ټولګټو چارو وزارت له قوله د دې لارې د خلاصېدو خبر ورکړی.

د سالنګ لویه لاره د یکشنبې په ورځ د درنو واورو له ورېدو او سختو توپانونو وروسته د موټرو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس ویلي دي چې د سالنګونو په ځینو برخو کې لاهم څه ناڅه واورې ورېږي او دا خطر شته چې دا لاره یوځل بیا په موقتي ډول بنده شي.

بلېنکن: په اقتصادي وده کې د ښځو نه ګډون افغانستان ته د کال یو میلیارد ډالر تاوان اړوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې په کال کې تر یو میلیارد ډالرو پورې ځکه له لاسه ورکوي چې ښځې په اقتصادي وده کې له ونډې اخیستو بې برخې دي.

انتوني بلېنکین د افغان ښځو د اقتصادي استقامت د ایتلاف په غونډه کې چې پرون په واشنګټن ډي سي کې جوړه شوې وه، پر دې اندېښنه وښوده چې طالبانو د افغانستان نیمايي ټولنه له کار او زده کړو محرومه کړې ده او ویې ویل چې په کال کې یو میلیارد ډالر په اقتصادي وده کې د افغان مېرمنو له ونډې ترلاسه کېدای شي؛ خو د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونه له کبله افغانستان ترې بې برخې دی.

د افغان ښځو د اقتصادي استقامت ایتلاف په ۲۰۲۲ کال کې د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې ریناامیري په نوښت جوړ شو.

مېرمن امیري پرونۍ غونډې ته پردې خبرې خپګان وښود چې له ۸۹۸ ورځو راهیسې له شپږم د پورته ټولګیو زد کوونکې نجونې له تعلیمه بې برخې دي او د افغان مېرمنو پرمخ د کار او بهر ته د وتلو دروازې بندې شوې دي.

طالبان پر افغان نجونو او ښځو د لګېدلو محدودیتونو په خاطر له نړیوالو انتقادونو سره مخ دي او یو دلیل چې تر اوسه د طالبانو حکومت نړیوالو په رسمیت نه دی پېژندلی هم همدا دی.

د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د سویلي کوریا د ۴ میلیونه ډالره مرستې هرکلی وکړ

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان د فعالیتونو یوه څنډه - ارشیف
په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان د فعالیتونو یوه څنډه - ارشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)له افغانستان سره د سویلي کوریا د څلورو میلیونو ډالرو مرستې هرکلی کړی دی.

د ډبیلو اف پي د اسیا پاسفیک څانګې د سه شنبې په ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا پیسې به د افغانستان په هغو سیمو کې د قحطۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي چې د خوړو له سخت بحران سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرستو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې او دا مهال له ۲۳ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

د موسمي ستونزو له امله په ځینو ولایتونو کې د پولیو واکسین ځنډول شوی

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د افغانستان په څو ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون ځنډول شوی.

له پولیو څخه د پاک افغانستان پروګرام د سه شنبې په ورځ (فبروري ۲۷) په ایکس ټولنیزه شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، که څه هم د افغانستان په ډیرو سیمو کې د پولیو واکسیناسیون روان دی، خو د واورو، باران او سړې هوا له امله په کاپیسا، پروان، رزګان، زابل، هلمند، کندهار، غزني، خوست، هرات او فراه ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ځنډول شوی دی.

دې پروګرام د افغانستان له خلکو غوښتي چې خپل ټول نوزیږي او ناروغ ماشومان هم واکسین کړي.

که څه هم د نړۍ په نورو هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغي له منځه تللې، خو پاکستان او افغانستان یواځیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د دغې ناروغۍ پېښې پکې لیدل کېږي.

ایران: ۱۱۳۶ تنه افغانان د حبس د پاتې مودې د تېرولو لپاره افغانستان ته لېږل شوي

ارشیف: د ایران د یوه زندان څنډه
ارشیف: د ایران د یوه زندان څنډه

ایراني چارواکي وايي، له زرو زیات افغان بندیان په تېر یوه کال کې د ایران له محبسونو څخه افغانستان ته سپارل شوي دي.

ایسنا خبري آژانس د ایران د عدلیې وزارت د محکومانو د لېږد د څانګې په حواله خبر ورکوي چې ایران ته د طالبانو د حکومت د څارنوالۍ د پلاوي له سفر وروسته په تېره یوه کال کې د ایران له زندانونو څخه ۱۱۳۶ تنه افغانان د حبس د پاتې مودې د تېرولو لپاره افغانستان ته لېږل شوي دي.

د ایسنا د خبر له مخې د ایران د عدلیې وزارت یوه چارواکي عسکر جلالیان په تهران کې د افغان سفارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي چې د دواړو هېوادو ترمنځ د محکومانو د انتقال، د مجرمانو د سپارلو او د مدني او جنایي چارو په قضايي برخه کې د همکارۍ موافقه لاسلیک شوې.

د خبر له مخې له ۱۳۹۲ کال راهیسې ۳۰۱۵ تنه افغان بندیان په ګډ سرحد کې افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.

نژدې یوه میاشت مخکې د طالبانو د حکومت کابینې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې له نورو هېوادونو سره خبرې وکړي او له زندانونو د افغان بندیانو دخلاصون لارې چارې ولټوي.

د افغانستان په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو زیاتیدو او سېلابونو اټکل شوی

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د هواپېژندنې ادارو له سبا چارشنبې نیولې د جمعې تر ورځې د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل کړی.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت پر ایکس پاڼه په یوه بیان کې خبرداری ورکړی چې په ځینو سیمو کې د نسبتا تېزو بارانونو او واورو د ورېدو له کبله ښايي سېلابونه راووځي.

د بیان له مخې، د ورښتونو او سېلابونو اټکل تر ډېره د فراه، هلمند، ارغنداب، خاشرود، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان، غوربند، پنجشیر، لغمان او کونړ سیندونو په اوږدو کې کېږي.

نوموړي وزارت د دې سیمو له خلکو غوښتي چې د سېلابونو پرمهال د سیندونو له غاړو لیرې شي او د کوزنیو سیمو خلکو ته هم پر وخت خبرداری ورکړي.

ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو کوم مهالوېش نه دی اعلان شوی

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ودانۍ
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ودانۍ

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره تراوسه کوم مهالوېش نه دی اعلان شوی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر ماښام د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه او د دې شورا دوره یي مشرې د ګیانا استازې کارولین ردودریګوز له غونډې مخکې وویل د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د غونډې په اجنډا کې شامله ده.

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجاریک بېګا ناوخته خبریالانو ته وویل چې د ځانګړي استازي د ټاکلو مسئله په جدي ډول تعقیبېږي او کار پرې روان دی.

داسې ښکاري چې ملګرو ملتونو د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه تراوسه څوک نه دي نومولي، خو دوجاریک وویل چې کله کوم څوک غوره شو نو اعلان به شي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یوناما په شتون کې د دې سازمان د بل ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه شته.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG