د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د څښاک ککړو اوبو کابل مېشتو کډوالو ته د پوستکي ناروغي پېداکړې


د کابل ښار قمبر څلور لارې ته څېرمه یو له هغو مېرمنو ده چې د پوستکي په ناروغۍ اخته شوې ده.
د کابل ښار قمبر څلور لارې ته څېرمه یو له هغو مېرمنو ده چې د پوستکي په ناروغۍ اخته شوې ده.

د څښاک پاکو اوبو ته نه لاس رسی او له ککړو اوبه ګټنه د دې لامل شوې چې، د کابل ښار څنډو کې تر خیمو لاندې ګڼ اوسېدونکي په ډول ډول ناروغیو اخته شي.

په سړو او تیارو خیمو کې اوسېدل، د پاکو اوبو او مناسبو خوړو نشتوالی د روغتیا پر وړاندې یو لوی ګواښ ګڼل کېږي.

د کابل ښار څیرمه سیمو کې د جنګونو له امله د جوګیانو په سلګونه بې ځایه شوې کورنۍ، په خیمو کې اوسېږي.

اوس چې هوا سړه شوې، په دغو خیمو کې میشت ډیری ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

سلما یوه ماشومه چې د ببرک چمن ته څېرمه په خیمه کې اوسېږي وايي: "زړه مې خوږیږي، د شپې مې درد ډیرېږي."

د سلما مور وايي، لور يې په نسايي ناروغۍ اخته شوې ده.

هغه زیاتوي: "یوکال کېږي چې په دغې ناروغۍ اخته شوې ده، د ورور میرمن مې په لغمان کې قابله ده، هغې ته مې یوړه ویې ویل، ایشېدلې اوبه ورکوه او ناپاکې اوبې مه کاروئ."

د دې لپاره چې ناروغي یې معلومه شي او درې کلنه لور یې ولې په دغې ناروغۍ اخته شوې، د ازادي راډیو خبریال دغه ناروغه د ښځینه ناروغیو ډاکټرې مرضیې عصمت ته بوتله.

مور یې سلما ډاکتر ته راوستې څو ناروغي یې معلومه شي.
مور یې سلما ډاکتر ته راوستې څو ناروغي یې معلومه شي.

ډاکټره عصمت وايي: "دغه ماشوم څو ستونزې لري، په خواشینۍ چې رحم یې خیره لري، پر پختورګو، مثانې او کلمو یې هم تاثیر کړی دی، دغه ستونزه تر ډېره حده د ناپاکو اوبو له کارولو پیدا کېږي."

د ډاکترانو په خبره د دغو خیمو ځینې اوسیدونکي د ناپاکو اوبو د کارولو له امله، په جلدي یا د پوستکي په ناروغیو هم اخته شوي دي.

ضیاګل چې دکابل ښار د قمبر څلور لارې په سیمه کې په خیمه کې اوسېږي او په څو ناروغیو اخته ده.

د دې په لاسونو سپین داغونه او وړې وړې دانې لیدل کېږي.

ضیاګل د جلدي ناروغۍ د درملنې په موخه د جلدي ناروغیو متخصصې ته راغلې ده.
ضیاګل د جلدي ناروغۍ د درملنې په موخه د جلدي ناروغیو متخصصې ته راغلې ده.

د پوستکي د ناروغیو متخصص ډاکتر غلام جیلاني نقشبند زاده وايي: "د پوستکي ځینو ناروغیو ته فینګسي یا بکتریل وايي چې نورو ته سرایت نه کوي، دغه ناروغي د ناپاکو اوبو له کارونې او خاورو او دوړو نه پیدا کېږي."

۱۶ کلنه شهرام هم د ناپاکو اوبو د کارولو له امله د پوستکي په ناروغۍ اخته شوی دی.

هغه وايي: " ښوونځي ته تللم او درس مې وایه، دغه ناروغي راته ناڅاپه پیدا شوه، ښوونځي ته نور لاړ نه شوم، ډاکترته لاړم، درمل یې راکړل او راته یې وویل، کور او اوبه مو پاکې وساتئ."

یوه بله کورنۍ وايي، پنځه کلنه لور یې د ناپاکو اوبو د کارونې له امله، په څو ناروغیو اخته او بلاخره څه موده مخکې مړه شوه.

د کابل ښار په خیمو کې د اوسېدونکو کورنیو د استازیو د شمېرو له مخې، د دغه ښار په قمبر او ببرک چمن څلور لارو کې تر خیمو لاندې کابو دوه زره کورنۍ اوسېږي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه کورنۍ وايي، اړې دي چې یوه بوشکه اوبه په سلو افغانیو وپېري.

دوی له حکومته غواړي چې پاکې اوبه ورته ورسوي.

XS
SM
MD
LG