د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

ضمیر: ۱۳۹۶ کال کې به د اوبو لګولو د ۲۵۰ شبکو کار پیل کړو


د بزګر ورځې د لمانځلو سره سم د کابل ښار په بادام باغ کې د بزګر دوه ورځنۍ دودیزه مېله هم پیل شوه.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په تېر لمریز کال کې یې، له پلان شویو ۱۵۰ پروژو څخه ۱۰۷ بشپړې شوي او پاتې هم بشپړېدو ته نېږدې دي.

دا خبره د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د بزګر د ورځې د لمانځلو په غونډه کې وکړه.

اسدالله ضمیر.
اسدالله ضمیر.

ښاغلي ضمیر ۹۵ لمریز کال د کرنې په برخه کې له لاسته راوړنو ډک وباله او د ۹۶ لمریز کال د پراختیايي پروژو په هکله‌یې وویل:

"موږ به د ۲۹۵ شبکو د ډیزان او سروې چارې چې د سلما بند تر پوښښ لاندې دي، پیل کړو، همدارنګه په نظر کې لرو چې د اوبو لګولو د ۲۵۰ شبکو کار هم پیل کړو، همدارنګه غواړو د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو د پیاوړتیا لپاره، د ۳۳۰۰ متره مکعبو اوبو د چک ډم جوړول زموږ په پلانونو کې شامل وي."

د کرنې وزیر وویل د پلان شویو پروژو له بشپړېدو سره به، ۴۴۰۰۰ هکتاره ځمکې ته اوبه ورسېږي.

د کرنې وزارت د تېر کال د فعالیتونو په راپور کې راغلي چې په دغو پروژو کې شااوخوا یو لک کسانو ته د کار زمینې برابرې شوې دي.

په راپور کې دا هم راغلي چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د کورنیو باغچو له جوړېدو سره، په لسګونه زره ښځې هم په کارونو بوختې شوې دي.

په جوړې ناسته کې ځینو بزګرو د دوی د محصولاتو د زیاتېدو، او ساتل کېدو لپاره، حکومت ته یو لړ وړاندیزونه هم وکړل.

د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ یوه بزګر مصطفی اوریاخېل وویل:

"موږ سړځایونو ته ډېر ضرورت لرو او غواړو يې، بل دا چې رموږ سره بادنجان نور هېوادونه ارزانه اخلي او یوه کېلویي په نورو هېوادونو، په دوه او درې سوه خرڅوي، بله دا چې موږ ته دې هوايي ترانسپورټ جوړ شي چې محصولات مو بهر ته ورسېږي او په ښه بیه خرڅ شي."

د کرنې وزارت وویل په تېر لمریز کال کې د هېواد کرنیز محصولات د تېرو کلونو په نسبت زیات شوي او د نویو پلانونو له پلي کېدو سره به، نور هم زیات شي.

په غونډه کې د دفاع وزارت د تأمیناتو ریاست مرستیال جنرال غلام سخي وویل، سږ کال به د دغه وزارت اعاشوي مواد تر ډېره ځایه له کورنیو محصولاتو څخه پوره شي:

"زموږ د ۲۰۹ قول اردو ټولې وریجې د کندز او بغلان وریجې دي، زموږ عسکر په کندز، مزار، بغلان او بدخشان کې کورنۍ وریجې خوري، ډاډ درکوم چې په راتلونکي کال کې به په ټول ملي اردو کې ۶۰ فیصده وریجه کورنۍ وي."

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان ۸۰ فیصده خلک په کرنه بوخت دي.

بزګران وايي، افغانستان د کرنیزو فعالتیونو لپاره په لکونو هکتاره ځمکه لري، خو د اوبو نشتوالی سبب شوی چې اکثره‌یې شاړې پاتې شي.

دوی له دولت هیله وکړه چې د اوبو رسولو د سیستمونو جوړولو ته ژر تر ژره اقدام وکړي.

افغان چارواکي وايي، د هېواد د کرنې د سکټور پراختیا او معیاري کول، د حکومت په مهمو پلانونو کې شامل دي ځکه چې کرنه د دوی په خبره د افغانستان د اقتصاد د ملا تېر جوړوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG