د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

اسدالله ضمیر: د کورني اقتصاد او کرنې پیاوړتیا لپاره نوې برنامې لرو


د افغانستان د کرنې او مالداری وزیر اسدالله ضمیر وايي چې په نوي لمریز کال کې په خوست کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د پیدا کولو په خاطر د چرګانو د ساتلو او وړو باغچو د جوړولو برنامې لري.

نوموړی چې خوست کې د میلمه کوټ د تاریخي باغ د څلور دیوالی د جوړولو، د بڼ د رغول شوې ودانۍ او همدارنګه د کرنې او مالداری برخو کې د ګڼو نورو بشپړو شوېو پروژو د پرانیستې لپاره خوست ته راغلی، نن پنجشنبه يې ازادي راډیو ته وویل چې نوي کال کې بزګرانو لپاره د باغدارۍ د نویو طریقو د دولو پلان هم لري.

اسدالله ضمیر زیاتوي:

"سږکال به زموږ توجه خویندو لوري ته هم وي چې پنځه سوه قطعې کورني چرګان به دوی ته وېشو، پنځه سوه کورنیو ته به باغچې جوړوو، همداشان نورو باغچو ته توجه کوو، د ریاست د مختلفو تعمیرونو بیارغونه هم په پام کې لرو."

د افغانستان د کرنې وزیر زیاتوي غواړي د هغو کرنیزو پروژو د کارونو له څرنګوالي کتنه وکړي چې تېرکال يې کارونه پیل شوي او تر اوسه يې چارې بشپړې نه‎دي:

"تېرکال مو ژمنه کړې وه چې د میلمه کوټ احاطه او ودانۍ به له سره رغوو، یو د هغې افتتاح وه، په عین وخت کې مو د ۱۳۹۶ یم لمریز کال پلانونه مو هم د خلکو سره شریکولو چې په هغه کې به خلکو ته د باغداری نوې طریقې خلکو ته ښیو، د مالدارۍ برخه کې یو نیم کار چې پاتې وو هغه به بشپړوو. "

د خوست د کرنې او مالداری رئيس سمیع الله نصرت په خپلو خبرو کې د کرنې وزیر ته وړاندیز وکړ چې د میلمه کوټ بڼ په هغه سیمه کې چې نیالګي او ونې يې پخوا وهل شوي اوځای يې تش پاتې شوی، د کرنیز پیداوار لپاره په کې د زراعتي تحقیقاتو مرکز جوړ شي.

بل لوري ته خوست والي حکم خان حبیبي وايي چې د کورني اقتصاد او کرنې د پیاوړتیا برخه کې د اسدالله ضمیر د ژمنو پلي کېدنه به په‎دې ولایت کې یو شمېر خوستیو ته کاري زمینې برابرې کړي.

حکم خان حبیبي وايي:

"خوست د ښه اقلیم او اب و هوا د درلودلو له امله د کرنې د پیاوړتیا د پاره ځانګړي او ښه شرایط لري، امیدواره یو چې د دغو برنامو او پروژو په تطبیق سره به ښه نووښت رامنځته شي، ولې د جناب وزیر صیب څخه مو هیله دا ده چې دا پروګرامونه بسنه نه‎کوي، په‎دې برخه کې دې لا زیاته توجه وکړي."

خوست والي په یاد ولایت کې کرنیزو فرصتونو ته په کتو د کرنې وزیر ته وړاندیز وکړ چې د بندونو او سربندونو رغولو او جوړولو ته خپله توجه ډېره کړي.

دده په وینا که څه هم تېرکال د اوبو دوه بندونه جوړ شول چې زرګونو جریبه ځمکه ورڅخه خړوبیږي او په نوي کال کې هم د ورته بندونو او سربندونو د جوړولو پلان شته، خو د خوست کرنیز مساعد اقلیم په پرتله دا هر څه کم دی او باید پدې برخه کې ډېر کار وشي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG