د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

رحیمزی: ۴کلونو کې به افغانستان د وريژو پروسس له پلوه په ځان بسیا شي


په ننګرهار کې د سیمع ابراهیم په نوم د وریژو پروسیس فابریکې د ختیځ زون بزګرانو سره تړون لاسلیک کړ چې یاده فابریکه به بزګرانو ته د وريژو اصلاح شوي تخمونه ویشي او په مقابل کې به بزګران خپل حاصلات د پروسس لپاره دې فابریکې ته وروړي.

د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزی وايي، د دې تړون په عملي کېدو سره به د وريژو تولید نور هم زیات شي.

دی وايي، په راتلوونکو څلورو کلونو کې به هېواد د وريژو د تولید له پلوه په ځان بسیا شي:

"دغه کمپنۍ چې جوړه شوې د دې لپاره به ګټه دا وي چې دوی ته به خام مواد پيدا شي چې پروسس يې کړي او بزګرانو ته به دا ګټه وي چې د هغو حاصلاتو ته به د پروسس اسانتیا پيدا شي دې سره به د وريژو ضایعات کم شي او په راتلوونکو څلورو کلونو کې به هېواد د وريژو د تولید له پلوه په ځان بسیا شي."

د یادې فابریکې مسؤل غلام نبي وايي، د دې تړون له لاسلیکه يې موخه دا ده چې په هېواد کې د وريژو تولید زیات او کیفیت يې ښه شي:

"زموږ فابریکې د ختیځ زون دهقانانو سره تړون لاسلیک کړ چې دهقانانو ته به د اصلاح شویو تخمونو اسانتیا پيدا کوو او هغوی به حاصلات راوړي چې دې سره به ښه کیفیت وريژې تولید کړو."

په ورته وخت کې د ختیځې سیمې بزګران وايي، دا سیمه د وريژو کرکيلې ته مناسبه ده خو د دوی پر وړاندې لویه ستونزه د پروسس فابریکو نشتون وو.

دوی وايي، اوس د یادې فابریکې د دې تړون له مخې تیار دي چې په خپلو کروندو کې وريژې وکري چې له یوې خوا به د وريژو برخه کې هېوادنۍ تولید زیات شي او بل خوا به د بزګرانو اقتصادي ستونزې هم ورسره آوارې شي:

"زما نوم مسافر دی د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اوسيدونکی یم موږ اوس اصلاح شوي تخمونه نه لرو که دوی تخمونه راکړي موږ تیار یو چې په خپلو ځمکو وريژې وکرو او ښه کیفیت تولید به وکړو.

-مانوم رحمان الله دی زموږ حاصلات اوس ښه شوي دي که اصلاح شوي تخمونه راکړل شي دا حاصلات به نور هم ښه شي."

د زراعت د برخې پوهان وايي، که افغان حکومت پانګوالو ته زمینه سازي وکړي او د دې فابريکې په څېر په نورو برخو کې هم پانګونه وشي نو له دې سره به هېوادني حاصلات لوړ شي او دارنګه په کروندو کې به د نشه يي توکو د کرکیلې مخه هم ورسره ونیول شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG