د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د افغانستان کرنې وزیر د کرنې په وده کې د ښځو ونډه مهمه وبلل


افغان چارواکي وايي، د کرنې په پراختیا کې ښځو ته ونډه ورکول کولې شي چې د دوی اقتصادي ستونزې اوارې او په هېواد کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

یاد چارواکي د هېواد په روانو حالاتو کې د کرنې پراختیا، د اقتصادي ودې او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره تر ټولو غوره او لنډه لاره ګڼي او وايي چې په دې برخه کې افغان مېرمنې عمده رول لوبولی شي.

په دې مناسبت د شنبې په ورځ په کابل کې د کرنې او مالدارۍ د وزارت لخوا، "په کرنه کې د ښځو د پیاوړتیا لومړی ملي کنفرانس"جوړ شو چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د کرنې ښځینه مسؤلینو پکې برخه اخیستې او درې ورځې به دوام وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وویل، سره له دې چې نا امني او د ټولنې او کورنیو ځینې دودونه په لېرې پرتو سیمو کې، د کرنې د ښځینه فعالینو مخه نیسي خو بیا هم هڅې روانې دي چې دوی ته په ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې، د کرنې د پراختیا په مقصد، اسانیتاوې برابرې شي.

ضمیر: موږ په دې برخه کې بېلابېل پروګرامونه پلې کړي.
ضمیر: موږ په دې برخه کې بېلابېل پروګرامونه پلې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په تېرو دوو کلونو کې د مختلفو پروګرامونو په عملي کولو سره لکه د کورنیو باغچو، د سړځایونو، د مرغدارۍ او وزو د فارمونو، د میو د پروسس د ځایونو او کوپراتیفونو په جوړولو سره له ښځو سره مرستې کړي، سره له دې چې د دوی د فعالیتونو پر وړاندې ستونزې شته خو د کرنې وزارت د دوی پر ملاتړ ټینګار کوي."

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې ۷۰ سلنه ښځې په لسګونو زرو، وړو او منځنیو کرنیزو پروژو کې بوختې دي چې له محصولاتو یې ګټه اخیستل کېږي.

په جوړې شوي ناسته کې د جمهور رئیس مېرمن رولا غني وویل، افغان مېرمنو ثابته کړې ده چې د کرنیزو فعالیتونو وړتیا لري.

دې تاکید وکړ چې له ښځو سره دې مرستې وشي.

رولا غني: افغان مېرمنې د کرنیزو فعالیتونو وړتیا لري.
رولا غني: افغان مېرمنې د کرنیزو فعالیتونو وړتیا لري.

نوموړې زیاته کړه:

"دا چې تاسې د خلکو دسترخوان ته یوه مړۍ ډوډۍ چمتو کوئ، دا پخپله په کورنۍ او ټولنه کې ستاسې د نقش ښکارندويي کوي، نارینه چې ستاسې نقش ته قایل شي، تاوتریخوالی کمېږي، د بزګرو ښځو د ظرفیتونو لوړولو ته باید ځانګړې توجه وشي."

له ولایتونو څخه راغلیو د کرنې ځینو ښځینه مسؤلینو وویل، که دولت له دوی سره، د مجهزو وسایلو د ورکړې او بازار موندنې په برخه کې مرستې وکړې، د دوی فعالیتونه به لا زیات او اغېزمن شي.

د کاپیسا ولایت د کرنیزو چارو یوې مسؤلې سهیلا کوهستاني ازادي راډیو ته خپله ستونزه داسې بیان کړي:

"د بزګرو ښځو عمده ستونزه د بازار، نشتوالی دی، د دې له امله د ډېرو ښځو پروسس شوي محصولات له دوی سره پاتې کېږي، همدارنګه که دوی ته ماشینونه ورکړل شي، ښځې له کار سره ډېرې علاقمندي شي."

د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې له پخوا راهیسې ګڼو ښځو په کرنیزو چارو کې له نارینه سره اوږه پر اوږه کارکړی دی.

په غونډه کې د کرنې له وزارته وغوښتل شول چې داسې طرحې دې جوړې کړي چې ښځې پکې د ځمکو خاوندانې شي څو خپل کرنیز فعالیتونه په استقلالیت سره تر سره کړي.

د کرنې وزارت ژمنه وکړه چې بزګرو ښځو ته په راتلونکو پلانونو کې ګڼې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG