د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

په افغانستان کې اقتصادي وده د ښځو له مشارکت سره تړلې ده


ایسا یا په افغانستان کې د پانګونې ملاتړه اداره، په هېواد کې اقتصادي وده، په اقتصادي چارو کې د ښځو له مشارکت سره تړلې ګڼي.

د دې ادارې رييس محمد قربان حقجو د چهارشبنې په ورځ په کابل کې، د متشبثو ښځو د فعالیتونو د ستایلو په ناسته کې وویل، ښځې د اقتصادي فعالیتونو وړتیا لري او پکار ده چې ونډه ورکړل شي.

که څه هم په افغانستان کې ښځې په اقتصادي فعالیتونو کې بشپړه ازادي نه لري خو بیا هم په وروستیو کلونو کې توانیدلي چې په ځان باوري او په اقتصادي چارو کې برخه واخلي.

ایسا، یا په افغانستان کې د پانګې اچونې ملاتړه اداره وايي، د افغانستان اقتصاد، د ښځو له برخې اخیستنې پرته، وده نه شي کولای.

دا خبره د دې ادارې ریيس محمد قربان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د متشبثو ښځو د فعالیتونود ستایلو په ناسته کې چې د ښځو د نړېوالې ورځې د نمانځلو په خاطر جوړه شوې وه، وکړه:

"د افغانستان اقتصاد وده نه شي کولای، ترڅو چې د ټولنې نیمايي برخه چې ښځې دي په کې شاملی نه شي. دوی اوس دا وړتیا لري چې په اقتصادي چارو کې فعالیت وکړي، په مارکیټ کې شاملې شي او کار وکړي."

ښاغلي حقجو وویل، اوس مهال د هېواد یو فیصد ښځې په تشبثاتو کې برخه لري چې دا اندازه ډیره لږه ده.

د افغانستان د پانګې اچونې ملاتړه اداره وايي، دم ګړۍ په اقتصادي چاروکې د ښځو پانګه، ۳۵۰ میلیونو ډالروته رسیدلې ده.

په دې ناسته کې د هېواد درویشت متشبثې ښځې وستایل شوې او مدالونه یې ترلاسه کړل.

په ورته وخت کې ځینو متشبثو ښځو شکایت وکړچې له بانکونو څخه د پورونو د اخیستلو پرمهال ورڅخه د تضمین په نامه، د کورونو او ځمکو قبالې غوښتل کیږي چې دغې پروسې له ستونزو سره مخ کړي دي.

سیما طیب او زینب ابراهیمي چې یوه یې د موبل او فرنیچر او بله یې د لاسې صنایعو ټولنه لري وايي چې په ډیرو لږو پیسو او امکاناتو توانیدلي چې دغه ځای ته ورسیږي.دوی له حکومته خپلې غوښتنې داسې مطرح کړې:

"دولت دې فابریکو ته ځای راکړي، د بانک ستونزې دې اوارې کړي څو وتوانیږو پورونه واخلو. همدارنګه غواړو امنیت مو خوندي شي.موږته ویل شوي چې بانکونو ته لاړې شئ او پورونه واخلئ، کله چې ورشو، بانکونه راڅخه د تضمین په نامه د کورونو او ځمکو قبالې غواړي او دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اکثره ښځې په خپل نوم کور او ځمکه نه لري، هیله ده له دې پروسې پرته پورونه راکړل شي."

د افغانستان د پانګې اچونې ملاتړه اداره وایي، د امنیت نشتوالی، د ښځو پر وړاندې ناړه چلند، د مسلکي ظرفیتونو کموالی او مالي امکاناتو ته نه لاس رسی، هغه لاملونه دي چې په اقتصادي چارو کې یې د ښځو مخه نیولې ده.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG