د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

په اقتصادي پیاوړتیا کې مېرمنې هم په غیرمستقیم ډول ونډه لري


په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغان میرمنو د ځینو نورو پرمختګونو ترڅنګ د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې هم کار کړی او پرمختګونه یې ترلاسه کړې دي.

په افغانستان کې د سوداګرو ښځو شورا وایي چې دا مهال ښځې د نارینه و ترڅنګ په بېلابېلو سوداګریزو فعالیتونه بوختي دي.

سره له دې چې افغان میرمنې په خپل ټولنیز ژوند کې په بېلابېلو برخو کې د ستونزو او ننګونو سره مخ دي، خو بیا هم دوی توانیدلي چې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان د سوداګرو ښځو شورا وایي چې اوس مهال ښځې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د اقتصاد په پياوړتیا کې تر۵۰ فیصده زیاته ونډه لري.

د دغې شورا غړې هوسۍ انډر وایي چې افغانې میرمنې اوس مهال له مالدراۍ او کرنیزو چارو، غالۍ اوبدلو سوزني غاړو جوړلو څخه نیولې بیا تر لویو ساختماني شرکتونو پورې فعالیت کوي.

مېرمن اندړ وايي:

"په افغانستان کې اتیا فیصده ښځې په غیرمسقیم ډول په اقتصادي فعالیتونو کې بوختي دي ځکه چې د افغانستان د اقتصاد اساس د ښځو په مرسته جوړیږي او بل دا چې ښځې په مستقیم ډول په اقتصادي فعالیتونو کې ونډه لري چې نتیجه یې ګټوره ده."

میرمن انډر وایي چې اوس مهال ۱۴۰۰کوچني سوداګریز بنسټونو چې د ښځو له خوا چلول کیږي د سوداګرۍ او صنایعو خونو سره ثبت دي او تر۳۰۰۰زیاتې ښځې په بېلابېلو برخو کې په دوکاندارۍ بوختي دي.

په تیره یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې د ښځو فعالیتونه د یو شمېر اقتصادي او سکتوري وزارتونو او ادارو له خوا د قدر وړ بلل شوي دي.

په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ یا ایسا اداره وایي چې په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې له ۳۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیات پانګونه د ښځو له خوا شوې ده.

د دغې ادارې مرستیال محمد ابراهیم شمس ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو څو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې له اتو څخه زیات شرکتونه په کابل او له پنځو څخه زیات شرکتونه په ولایتونو کې د ښځو له خوا فعاله شوي دي.

ښاغلي شمس زیاته کړه:

"د ټرانسپورټ، لوژستیک او خدماتي برخو کې ښځو جوازونه اخیستي دي او په لویه کچه ښځینه سوداګرو ته د اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره شوې ده."

ښاغلي شمس وویل چې په دغه موده کې په ایسا اداره کې د ښځو له خوا۲۶۰۰شرکتونه ثبت شوي دي.

په همدې حال کې په هېواد کې د لاسي صنایعو د تولید و چې او تازه میوې په راټولو، صادراتو او وارداتو، د غالیو په اوبدلو کې د ښځو رول اغیزناک او بنسټیز بلل شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې په تېرو څو کلونو کې ښځو په خصوصي سکتورکې فعاله ونډه لرلي او اوس مهال د ۵۰۰څخه د زیاتو کوچنیو او لوېو سوداګریزو شرکتونو کارونه ښځې پرمخ وړي.

دغه وزارت غواړي ښځو ته د سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې او د دوی تولید شوي شیانو ته بازار موندنه وکړي.

د کابل د څلورم مکروریان د ښځو په پارک کې زهرا یو رسټورانټ لري دا په خپل رسټورانټ کې پیرکي، اشک او منتو پخوي او مشتریانې یې چې ټوله ښځینه دي ورڅخه خوشاله دي:

"زه بولاني د پخولو دوکان لرم، منتو،اشک، بولاني خرڅوم لوی رسټورانټ دی، له دې لارې د خپلې کورنۍ سره هم مرسته کوم. څلور اولادونه مې دي زوی مې ډاکټر دی درې لوڼي لرم یوه یې ماموره ده دوی مې تردغه ځایه رارسولي دي."

نګین ښځینه کالې ګڼدي دا وایي چې په خپل دوکان کې د اوبدلو کورس هم لري او زده کوونکي روز:

"ښه دی بد نه دی مشتریان لرم ګزاره مې کیږي شاګردان هم روزم؛ د کورشنیل کورس هم لرم، خویندو سره مو دا مرسته ده چې کالي یې ورته په کمې اوجورې ګنډم."

دغه سوداګرې ښځې د خپلو کارونو او لاس ته راوړنو ترڅنګ په ټولنه کې د دوی په وړاندې له ستونزو او ننګونو هم یادونه وکړه.

بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د فرهنګي او سیمه ییزو دودونو او ناامنیو له امله په ولایتونو کې سوداګرې ښځې ورځ تر بلې مخ په کمېدو دي او د دوی فعالیتونه یا بند شوي او یا هم له خنډ سره مخ شوي دي.

د دغې خونې د بهرنیو اړیکو رییس اذرخش حافظي وایي چې یوازې په مزارشریف،هرات او کابل کې ښځې په سوداګرۍ بوختي دي.

دی وایي چې په ځینو ولایتونو کې د ناامنیو له امله ښځو خپل سوداګریز فعالیتونه بند کړي دي.

بل خوا د ښځو چارو وزارت وایي چې د ښځو اقتصادي ودې لپاره پلانونه په نظر کې لري چې راتلونکی کال به کار ورباندې پیل کړي.

د دغه وزارت د پلان جوړونې رییسه رحیمه ظریفي ازادي راډیو ته وویل چې د کلیوالو ښځو سره د نږدې اړیکو او همکارېو د پیداکولو په هدف د کرنې او مالدارۍ، کلیو او پراختیا وزارتونو سره به یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي.

مېرمن ظریفي زیاته کړه:

"پلي شوي پروګرامونه کافي نه دي، موږ د افغانو ښځو لپاره اوږد مهاله اساسي او زیربنایي پروګرامونو ته اړتیا لرو، ترڅو دوی خپل قانوني او شرعي حقوقونو ته ورسیږي، له نیکه مرغه موږ تر۲۰ فیصده زیاتې ښځې په حکومت کې لرو، شاوخوا ۱۱ فیصده ښځې په رهبرۍ کې ونډه لري او د ښځو لپاره د حرفوي زده کړو په برخه کې یو شمېر پروګرامونه د لاسلیک په حال کې دي چې په راتلونکی کال کې به کار ورباندې وکړو."

په افغاني ټولنه کې د ښځو اقتصادي فعالیتونوته په کتو سره د نظر خاوندان وایي چې کورنۍ اقتصاد د ټولنې د اقتصاد ستنه ده او که یوه ښځه د اقتصاد له اړخه پیاوړې وي، هغه خپل ماشوم د سړک په مخ کار کولو ته نه اړ باسي او نه هم خپله لور په کوچني سن کې واده کولو ته مجبوره کوي.

XS
SM
MD
LG