د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

د کورنیو محصولاتو د ودې په هدف د کرنې وزارت نوي پلانونه


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، پلان لري چې په نېږدې راتلونکي کې، د کرنیزو محصلاتو د زیاتوالي په مقصد د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د لبنیاتو، د چرګانو د غوښو، د پنبې د تولید او پروسس په برخه کې لسګونه فارمونه او د سبزیجاتو د ساتنې شاوخوا سل سړځایونه جوړ کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د سې شنبې په ورځ د کرنیزو محصولاتو د پراختیا په هدف، د متشبثینو د پانګو جلبولو ناسته کې په کابل کې وویل چې راتلونکي یاد پلانونه به د "«کارډ-اېف» پروګرام، افغان حکومت او خصوصي سکټور په مرسته پلي کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر

نوموړي زیاته کړه:

"په پام کې ده چې د پنبې د پروسس او تولید لپاره به په هلمند ولایت کې دوه فابریکې، په بلخ کې د تارونو یوه فابریکه، په ټولو زونونو کې د ۳۰۰۰۰ چرګانو په ظرفیت، د چرګانو د غوښې او نسلي کولو ۲۴ فارمونه، په لغمان، لوګر او کونړ ولایتونو کې به د چرګانو د غوښې او نسلي کولو ۲۵ فارمونه او د سبزیجاتو د ساتنې لپاره به په خوست او کابل ولایتونو کې سل سړځایونه جوړ کړو. "

«کارډ-اېف» پروګرام له کابو شپږ کلونو راهیسې د انګلستان او ډنمارک په مالي مرسته پر مخ ځي چې د مسؤلینو په خبره د کرنې په پراختیا کې ښې لاسته راوړنې لري.

ښاغلي ضمیر وویل، د دې پلانونو په پلي کولو سره به خصوصي سکټور ۵۸ سلنه او د «کارډ-اېف» پروګرام ۴۲ فیصده مالي مرسته وکړي.

د «کارډ-اېف» پروګرام مرستیال شکیب احمد سخي‌زاده وویل، دغه پروګرام د انګلستان او کاناډا په مرسته، په افغاننستان کې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د کلیو د پراختیا په مقصد په ۲۰۰۹ میلادي کال کې، په دوو پړاوونو کې پیل شو چې لومړی پړاو يې د پای ته رسېدو په حال کې دی او دوهم به‌یې د ۲۰۱۸ تر پایه سرته ورسېږي.

سخي‌زاده: په لومړي فاز کې شاوخوا ۳۰ میلیونه سټرلېنګ پوڼده مرسته شوې.
سخي‌زاده: په لومړي فاز کې شاوخوا ۳۰ میلیونه سټرلېنګ پوڼده مرسته شوې.

ښاغلي سخي له دې پروګرام سره د بهرنیو مرستندویانو د مرستې او د یاد پروګرام د لاسته راوړنو په اړه وویل:

"په لومړي فاز کې شاوخوا ۳۰ میلیونه سټرلېنګ پوڼده او په دوهم فاز کې مرستندویانو له دې پروګرام سره ۵۶ میلیونه سټرلېنګ پونډه مرسته کړې ده، شاوخوا ۱۳ زرو کسانو ته مو په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینې برابرې کړي او د کلیوالو بزګرو عواید مو ۱۱ میلیونه ډالرو ته لوړ کړي دي."

د کلیو پراختیا وزارت استازي هم په دغه پروګرام کې وویل چې دغه پروګرام په لیرې پرتو سیمو کې د کانالونو، سړکونو او بندونو جوړولو او داسې نورو پروژو سره هم مرستې کړي دي.

په غونډه کې ځینو ناستو متشبثینو ویل، غواړي چې د دې پروګرام له مخې په یو شمېر پروژو کې پانګې واچوي خو په دې شرط چې حکومت ورته د امنیت او د فعالیتونو لپاره، د اسانتیاو د برابرولو ډاډ ورکړي.

افغان چارواکي وايي، د کرنې پراختیا او پانګوالو ته د کاري اسانتیاو برابرول، د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG