د کابل ښار د یو شمېر اوسېدونکو او افغان کارپوهانو په وینا، د کانالېزاسیون نشتوالی، په خپل سر د ژورو څاه ګانو کېندنه او پهدې برخه کې د مدیریت نشتوالی، د نفوسو زیاتوالی او یو شمېر نور هغه موارد دي چې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبهیې ککړې کړې دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي هم د ځمکې لاندې د اوبو له ککړتیا څخه اندېښمن دي او شکایت کوي چې دغو اوبو ورته بېلابېلې روغتیایي ستونزې پیدا کړې دي.
دوی وايي، د ښار په ځينو برخو کې ان د اوبو خوند او رنګ هم بدل شوی.
د کابل ښار دوو اوسېدونکو پهدې اړه وویل:
"زما نوم حمید دی، کابل ښار دا مهال له اوسېدو وتلی، د ځمکې لاندې اوبهیې ککړې دي، دغو ککړو اوبو موږ ته بېلابېلې روغتیایي ستونزې پیدا کړې دي."
"زما نوم زهره ده، د کابل ښار د اوبو ککړتیا ټولو ته څرګند مثال دی، ان د اوبو خوند او رنګ هم بدل شوی، زموږ غوښتنه له اړوندو ادارو دا ده چې باید جدي تدابیر ونیسي."
دوي وايي، که په کابل ښار کې د ځمکې لاندې د اوبو د ککړتیا مخه ونهنيول شي د نورو ستونزو تر څنګ به د اوبو ککړتیا په لویه ستونزه بدله شي.
بلخوا یو شمېر متخصص ډاکتران وايي، د ځمکې لاندې د اوبو ککړتیا د معدې، ګُردو او اسهالاتو په ګډون بېلابېلې ناروغۍ پیدا کړې دي.
د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر فیض محمد میثاق وویل:
"د غیر صحي اوبو د څښاک له امله بېلابېلې ناروغۍ لکه اسهالات، زړه بدوالی، ملاریا، محرقې او د معدې مکروب په ګډون ډېر ناروغان موږ ته راځي، د دې ټولو لامل غیر صحي اوبه دي."
ډاکتر میثاق وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډېری خلک د سیندونو، چینو او څاه ګانو له اوبو څخه د څښاک لپاره کار اخلي چې په وینا یې اکثرهیې صحي نهدي او د ناروغیو د راپیدا کېدو لامل ګرځي.
سره لهدې چې حکومتي چارواکي دا نهوايي چې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبه څومره برخه ککړه شوې ده، خو تر دې وړاندې په کابل کې د یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق په حواله ویل شوي چې د کابل د ځمکې لاندې ۶۰ سلنه اوبه ککړې دي.
د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کانالېزاسیون شرکت رئيس حميدالله يلاني وايي، دا مهال د کابل ښار په شهرنو، شهر کهنه، صنعتي پارکونو او خواجه بغرا سیمو کې د اوبو ککړتیا ډېره ده.
دی وايي:
"پهدې وروستیو کې د اوبو د ککړتیا په اړه ډېرې څرګندونې کېږي، زه د یوه مسؤل په توګه دا نهردوم چې اوبه ککړې نهدي، یقیناً دا ستونزه شته او موږ هم اندېښمن یو، موږ هڅې پیل کړي، څو د اوبو د ککړتیا مخنیوی وشي د اوبو او انرژۍ وزارت هم باید پهدې برخه کې مرسته وکړي."
نوموړي وویل، د ځمکې لاندې د اوبو د ککړتیا د مخنيوي لپاره دغه ریاست پلان لري چې په روان لمریز کال کې د کابل ښار خواجه بغرا ساحه کې د اوبو لومړنۍ تصفیه خونه جوړه کړي او په وینا یې چې په نږدې راتلونکي کې به څلور نورې تصفیه خونې د ښار په بېلابېلو برخو کې جوړې شي.
د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کانالېزاسيون شرکت وايي، دا مهال د افغانستان ۲۰ ولایتونه د اوبو رسونې خدماتو لاندې دي.
له بلېخوا د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو له ککړتیا اندېښنه ښیي او وايي، حکومت په تېرو کلونو کې نهدی توانېدلی چې کابل ښاریانو ته صحي اوبه برابرې کړي.
د دغې جرګې یوې غړې ارین یون وویل:
"کابل یو وړوکی ښار دی او کابل ښار د یو میلیون وګړو د اوسېدو ظرفیت لري، حال دا چې تاسې وینئ اوسمهال شپږ میلیونه کسان دغلته ژوند کوي، نفوس پهکې زیات دی، نو طبعاً د اوبو ککړتیا هم ډېره شوې ده، خو دا د حکومت دنده ده چې د اوبو د کنټرول لپاره اړین ګامونه واخلي."
په همدې حال کې په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره هم مني چې د کابل ښار په ځینو برخو کې د ځمکې لاندې اوبه غیر صحي دي او د کارونې وړ نهدي.
خو د دې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق وویل، د ځمکې لاندې د اوبو د ککړتیا د مخنیوي لپاره اړین پروګرامونه تر لاس لاندې نیول شوي دي.
دی وايي:
"د چاپېریال ساتنې اداره د اوبو کیفیت ته لومړیتوب ورکړی، موږ توانېدلي یو چې پهدې برخه کې یوه نوې مقرره رامنځته کړو او دا یوازې د اوبو د کیفیت ساتنې لپاره جوړه شوې ده، همدارنګه اړوندو دولتي ادارو سره موږ کار کړی څو دغه مقرره عملي شي."
کابل ښار نهیوازې دا چې اوسمهال تر ټاکل شوې کچې د ډېرو وګړو کوربه دی، بلکې د یو شمېر شرکتونو او وګړو لهخوا د کیمیاوي موادو، پلاستیکونو او کثافاتو اچول دغه ښار کې د ککړتیا لوی لاملونه دي.
خو د دې ټولو سره سره د چارو یو شمېر پوهان وايي، سره له دې چې افغانستان د اوبو پاکې او صحي زېرمې لري، خو په وینا يې چې له دغو اوبو د ناسمې ګټې اخیستنې په خاطر کابل ښاریان د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
د دغو کارپوهانو له ډلې صدیق قیام وايي، حکومت باید د ژورو څاه ګانو، د کانالېزاسیون او تصفیه خونو په جوړولو سره په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو له ککړتیا مخنیوی وکړي.
دوی همدارنګه خبرداری ورکوي، که په کابل ښار کې د اوبو دغه ستونزه همداسې پاتې شي، دغه ښار به تر راتلونکو کلونو د بدو چاپېریالي اغېزو شاهد وي.
راپور: ناجیه ساپۍ