د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

یو شمېر سناتوران: کابل ښار کې ککړې هوا له انتحاري حملو ډېر خلک وژلي


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په کابل ښار کې د ککړې هوا له امله د خلکو مړینه په انتحاري حملو کې د وژل شویو کسانو تر شمېرو پورته ګڼي او په دې برخه کې اړوند مسؤلین په کم‌کارۍ او بې‌پامۍ تورنوي.

سناتورانو د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۵» په عمومي غونډه کې دا ټینګار وکړ، که د چاپېریال ساتنې ادارې مسؤلین دې مسئلې ته جدي پام ونه‌کړي د انساني ناورین د احتمالي رامنځته کېدو په صورت کې به ځواب ویونکي وي.

د دغو سناتورانو له ډلې مولوي غلام محي‌الدین منصف د چاپېریال ساتنې ادارې له چارواکو وغوښتل چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په هدف لازم پروګرامونه پلي کړي.

دی وايي:

"د کابل هوا ډېره ککړه شوې او د چاپېریال ساتنې له ادارې زموږ غوښتنه دا ده چې خلکو ته اګاهي ورکړي، اعلاميې خپرې کړي چې خلک د سکرو او لرګیو په سوځولو کې له احتیاطه کار واخلي. که‌یې مخه ونه‌نیول شي، خلک به لا د ډېرو تنفسي ناروغیو سره مخ شي."

د مشرانو جرګې د غړو په خبره د خښتو په بټيو، حمامونو او په یو شمېر کورونو کې د ډېرو دود لرونکو موادو سوځول او په کابل ښار کې د نفوسو ډېروالی د کابل ښار د هوا د ککړتیا مهم لاملونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، د کابل ښار د ککړې هوا د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې له دې امله به په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر زیات شي.

په دې وروستیو کې د ټولنیزو شبکو په ځانګړي ډول د فېس‌بوک یو شمېر کاروونکو هم په دې اړه لیکلي او د کابل ښار د ککړې هوا تصویرونه‌یې خپاره کړي دي.

یو شمېر کابل ښاریان هم له دې امله انتقاد لري او ازادي راډیو سره په خبرو کې یې له اړوندو ارګانونو په دې اړه د جدي اقداماتو غوښتونه وکړه.

دوی وايي:

"زما نوم ضمیر دی، کابل ښار کې هوا ډېره خرابه ده، ډېری کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي. هیله مو دا ده چې د دغې ککړې هوا د مخنیوي لپاره اړین ګامونه واخیستل شي."

"زما نوم عمر دی، کابل ښار کې ژوند ډېر ستونزمن شوی، هوا ورځ تر بلې خرابېږي. حکومت هم ورته کومه پاملرنه نه‎لري او همدا خلک دي چې د دغې ککړې هوا بیه پرې کوي."

د کابل ښار ککړې هوا په اړه د ولسي جرګې اعتراض
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي یو شمېر حکومتي ادارې او ارګانونه په نه‌همکارۍ تورنوي وايي، د هوا د ککړتیا په راکمولو کې په خپله خلک ډېر رول لري.

د دغې ادارې د پالېسۍ مرستیال عبدالولي مدقق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، دوی د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره ځيني پروګرامونه په پام کې لري.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د پالېسۍ مرستیال عبدالولي مدقق
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د پالېسۍ مرستیال عبدالولي مدقق

دی وايي:

"یو شمېر مشخص پروګرامونه جوړ شوي او موږ له اړوندو ادارو سره شریک کړي، خو زموږ غوښتنه له دولتي ادارو دا ده چې د ککړې هوا ستونزې ته جدي پام وکړي او کوم پروګرامونه‌یې چې په پام کې نیولي، هغه د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې شامل کړي، څو تر یوې اندازې د هوا له ککړتیا نه مخنیوی شوی وي."

که څه هم اړوند دولتي ارګانونه او چارواکي ظاهراً دا وايي چې په دې برخه کې یې خپل مسؤلیت ادا کړی، خو د یو شمېر سناتورانو په باور، که دې مسئلې ته جدي پام ونه‎شي، په کابل کې به د هوا ککړتیا په یوې نه‌هوارېدونکې ستونزې بدله شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG