د ولسي جرګې یو شمېر غړیو په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا او په دې برخه کې د اړونده مسؤلینو د نه پاملرنې په تړاو اعتراض وکړ.
د دوی په وینا هر کال په افغانستان کې درې زره کسان د ککړې هوا له امله مړه کېږي.
دغه اعتراض کوونکو د شنبې په ورځ ټینګار وکړ که چېرې د چاپېریال ساتنې ادارې مسؤلین دې مسئلې ته جدي پام ونه کړي نو د انساني ناورین د احتمالي رامنځ ته کېدو په صورت کې به دوی ځواب ویونکي وي.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازي په کابل ښار کي د ګکړې هوا له امله د خلکو مړینه د انتحاری حملو د تلفاتو نه کم نه ګڼي او د ککړې هوا د مخنیوي په برخه کې اړونده مسؤلین په کم کاري او فساد تورنوي.
دوی چې د ملي شورا له ودانۍ نه بهر د اعتراض په ډول درېدلي و ویل یې، د زړو موترو واردول،د ډېر دود لرونکو موادو سوځول او د بې کیفیته تېلو واردول هغه څه دي چې د کابل ښار هوا یې ککړه کړې ده.
د دغو استازو له ډلې فوزيه کوفي په دې برخه کې د چاپېریال ساتنې، د نورم او سټنډرډ پر ادارې، کابل ښاروالۍ او د سوداګرۍ پر وزارت نیوکه کوي او وايي چې په دې برخه کې سیاسي تعهد وجود نه لري.
نوموړې زیاته کړه:
"که تاسې یې مقایسه کړئ، د هغو کسانو ارقام چې د هوا د ککړتیا له امله مري، د انتحاري حملو د قربانیانو سره په یوه سطحه کې دي او له هغې څخه هم خطر ناک دی په داسې حال کې چې موږ کولی شو دا کنټرول کړو، نو بناً موږ دوه ځله د اړوند ادارو مسؤلین عمومي جلسو ته را وغوښتل چې بدبختانه هر یو یې له مسؤلیت څخه تېښته کوي او مسؤلیت د یو بل په غاړه اچوي، موږ به په دې برخه کې په کمېسیون کې د اړونده ادارو سره خبرې ولرو."
د خښتو په بټيو، حمامونو او په یو شمېر کورونو کې د ډېرو دود لرونکو موادو سوځول او په کابل ښار کې د نفوس ډېرېدل د ولسي جرګې د غړیو په خبره هغه څه دې چې په دې وروستیو کې یې د دې ښار هوا خرابه کړې ده.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو په ځانګړي ډول په فسبوک کې هم د کابل ښار د ککړې هوا په اړه مطالب خپرېږي.
له دې وړاندې ویل شوي و چې کابل به د ککړي هوا او د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا له امله له جدي ګواښ سره مخامخ شي.
د ولسي جرګې د یو شمېر غړیو په خبره د څو کلونو په تېرېدو حکومت لا نه دي توانېدلي چې د لرګیو او د ډبرو سکرو بدیل کابل ښاریانو ته پیدا کړي.
له بلې خوا د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمې د شنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي ناسته کې وویل د کابل ښار هوا د اندېښني وړ ده او حکومت باید دې برخه ته جدې پاملرنه وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دې وړاندې د کابل د ککړې هوا د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې له دې سره به په روغتونو کې د ناروغانو شمېر زیات شي.
په عین حال کې د چاپېریال ساتنې ادارې مسلکي مرستیال غلام محمد ملکیار ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم له دې ادارې سره د نورو حکومتي ارګانونو کم کاري تائیدوي، خو وايي، د هوا د ککړتیا په را کمولو کې د خلکو رول د پام وړ دی.
نوموړي زیاته کړه:
"له ۴۶ زرو څخه زیات جنراتورونه په کابل کې فعالیت کوي، دود کوونکي نقلیه وسایط، د ډبرو له سکرو او د یو شمېر نورو موادو کارول هغه عوامل دي چې هېڅ اداره یې نشي کنټرولولی، د هوا د ککړتیا د مخنیوي عالي کمېسیون په دې برخه کې خپل پروګرامونه لري،خو د عامې روغتیا وزارت باید د چاپېریال ستاتنې ارزونې ولري او موږ ته باید ووايي چې ایا وضعیت په داسې حال کې دی چې باید اضطراري حالت اعلان شي او یا هم ښار قرنطین شي که نه."
په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازی خبرداری ورکوي که په دې برخه کې حکومت په ځانکړي ډول د چاپېریال ساتني د ملي ادارې اړوند مسؤلین جدې پاملرنه ونه کړي نو کابل ښار به له ډېرو جدې ستونزو سره مخ شي.
خو د چاپېریال ساتني د ملي اداري مسؤلین وايي په لنډ وخت کې د دې ستونزې حل نا ممکنه دی.
ابراهیم صافی