د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

ملي ارمان: د کابل ککړه هوا ناورین زېږونکې ده


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د کابل ښار د ککړې هوا په اړه تبصرې کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپانې د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلي، د کابل ککړه هوا ناورین زېږونکې ده او خطر یې د انتحاري حملو نه کم نه دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، ښايي د کابل ښار د هغه اوسېدونکو شمېر چې د تنفسي ناروغیو او او د ککړې هوا له وجې د زړه د درېدلو له امله مړه شوي د انتحاري حملو د قربانیانتو په پرتله په مراتبو زیات وي.

په سرمقاله کې راغلي، خو له دې ناورین سره سره حکومت په دې برخه کې چندان پاملرنه نه ده کړې او یوازې په عوام غولونکو شعارونو یې بسنه کړې چې د خلکو سترګو ته خاورې شېندل دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا چې حکومت دې برخې ته جدي پام نه کوي یوه وجه یې دا ده ده چې د لوړ پوړو چارواکو کورنۍ له هېواده بهر او ماشومان یې له ګواښونکې ککړې هوا خوندي دي.

په سرمقاله کې راغلي، هغه بنسټونه چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې کار کوي فلج دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، په کابل کې هوا خورا ککړه شوې او خځلې او کثافات هم ډېر شوي چې دا د خلکو ژوند ګواښي.

په مطلب کې راغلي، حکومت باید په دې برخه کې ګټورې پالیسۍ جوړې او جدي اقدام وکړي او خلک هم تر خپله وسه پورې په دې برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.

په مطلب کې راغلي ګن لاملونه دي چې یو بل سره تړلي د کابل او د هېواد د یو شمېر نورو ښارونو هوا یې ککړه کړې ده.

د مطلب لیکونکي لیکلي، اوس چې ژمی دی خلک باید د سونګ د توکو د سوځولو په برخه کې ډېر پام وکړي، هغه مواد چې کم دود کوي هغه استعمال او د ډېر دود لرونکو موادو له سوځولو ډډه وکړي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې، دغه موضوع د ولسي جرګې د چاپېریال ساتنې د کمېسیون په حواله راخیستې چې ویلي، په کابل کې د چاپېریال ککړتیا تر پخوا ډېره مرګونې ده.

په مطلب کې راغلي، دغه کمېسیون خبرداری ورکړی چې، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د دغه وضعیت د کنټرول لپاره هېڅ ډول ژمنه او پروګرام نه لري.

په مطلب کې د یاد کمېسیون د یو غړی عبیدالله رامین په حواله راغلي چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د هوا د ککړتیا موضوع د اندېښنې وړ ده او د خلکو ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG