د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

فیروز: د ۲۰۳۰ کال تر پایه به افغانستان کې د تبرکلوز ناورغي ختمه شي


د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وایي چې تر ۲۰۳۰ کاله به په افغانستان کې د تبرکلوز یا نري رنځ ناورغي ختمه شي.

دغه څرګندونې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د دوشنبې په ورځ د جاپان سره د ۸،۶ میلیونو ډالرو مرستو د تړون د لاسلیکولو پرمهال وکړې.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل چې دغه مرسته شوې پیسې به د تبرکلوز په کنټرول او د یادې ناروغۍ د ناروغانو په درملنه مصرف شي.

نوموړي زیاته کړه:

"له همدې مرستې سره موږ کولاې شو چې د هغو ۶۰ زرو کسانو درمنله وکړو چې په تبرکلوز اخته دي او په ضمن کې به د هغو ۱۲ څخه تر ۱۵ زره کسان هم وژغورل شي چې د همدې ناروغۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخ دي."

د ښاغلي فیروز په خبره هر کال د دغې ناورغۍ له کبله ۱۵۰۰۰ کسان مرګ ته غاړه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د دغو مرستو ډېره برخه به د تبرکلوز د ناروغانو پر درملنه مصرف شي.

په ورته وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان استازي چې په دغه ناسته کې، یې ګډون کړی و وویل چې دوی به په افغانستان کې د تبرکلوز د له منځه وړلو په برخه کې، د جاپان له خلکو او دولت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ویل کېږي چې دغه مرسته شوي پیسې د هغو مرستو په دوام دي کوم چې جاپان په ۲۰۰۴ کال کې، د د تبرکلوزد کنټرول له منځه وړولو په برخه کې له افغانستان سره کړي دي.

د تبرکلوز د کنټرول د ملي پروګرام د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې د توبرکلوز یا نري رنځ د ناروغانو د درملنې لپاره، ۱۹۷۳ مرکزونه موجود دي چې درمنله په کې په وړیا ډول تر سره کېږي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د چاپان سفیر هم هیله څرګنده کړه چې په دغه مرسته شویو پیسو به په تبرکلوز د اخته کسانو کچه ټیټه شي.

په افغانستان کې، د جاپان سفیر سوجي سوزاکا وویل:

"نن جاپان په افغانستان کې، د تبرکلوز په وړاندي ګډه مبارزه کوي، د ویاړ ځای دی چې د روغتیا وزارت، جایکا او د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته وکړای شو چې د تبرکلوز ناروغۍ په وړاندي دغه نوې پروژه په افغانستان کې پیل کړو، په دغه پروژه کې به د تبرکلوز پر وړاندي د پرمختللوو او نويوو چاپاني درملو څخه کار واخیستل شي."

نری رنځ یا تبرکلوز یوه ساري ناورغي ده، ډاکټران وایي هر هغه څوک چې ټوخې یې تر دوو اونیو ډېر شي باید روغتیایي مرکزته مراجعه وکړي.

متخصص ډاکټران وايي چې دغه ناروغي له ککړې هوا او دود څخه پیدا کېږي چې پر سږو مستقم اغېز کوي او په هغه هېوادونو کې چې چاپېریال یې ککړ وي دا ډول ناروغان پکې ډېر موندل کېږي چې افغانستان هم یو له دغو هېوادونو څخه دی.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG