د کابل ښار د کانالیزاسیون او اوبو رسولو ریاست د کابل د ځمکې لاندې اوبه ککړې بولي او په دې اړه اندېښنه څرګنده وي.
کم ورښتونه، له اوبو بې کچې استفاده، په خپل سر د ژورو څاه ګانو کېندنه او په دې برخه کې د مدیریت نه شتون، د نفوسو زیاتوالی او یو شمېر نور هغه موارد دي چې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبه یې ککړې کړې دي.
د کابل ښار د کانالیزاسیون او اوبو رسولو رئیس په دې اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، که چې وضعیت همداسې دوام وکړي، کابل ښاریان به په راتلونکي کې د څښاک له پاکو اوبو بې برخې شي.
د دغه شرکت عمومي رئیس حمیدالله ایلاني د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د وري د میاشتې په ۵ مه» ازادي راډيو ته وویل:
" موږ په کابل ښار کې د اوسني نفوس لپاره په کافي اندازه اوبه نه لرو، د کیفیت له پلوه په کابل ښار کې زیاتې شخصي څاګانې او د اوبو سرچینې چې له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو او یا صعنتي پارکونو ته نېږدې کيندل شوې، ککړتیا په کې لیدل شوې، خو له نیکه مرغه د اوبو رسولو په لویو سرچینو کې داسې څه نه دي لیدل شوي. "
ښاغلی ایلاني زیاتوي، دوی داسې پروګرامونه چمتو کړي چې له مخې به یې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار زیات شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او ډېری کورنۍ اړې دي چې د ځمکې له لاندې اوبو استفاده وکړي.
حتی ځیني کابل ښاریان مجبور دي چې د څښاک لپاره پاکې اوبه په پیسو واخلي.
تېر کال د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي وو چې د کابل ښار په سلو کې ۷۰ فیصده اوبه ککړې او د نه استفادې وړ دي.
نه یوازې دا چې په اوس مهال کې په کابل کې له ټاکلي حده زیات خلک اوسېږي، بلکې یوشمېر شرکتونه د کثافاتو، کیمیاوي موادو او د پلاستیکونو په بې ځایه اچولو سره د کابل د ککړتیا لامل ګرځېدلي دي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت هم د کابل د ځمکې لاندې اوبو په اړه اندېښنه څرګند وي.
د انرژۍ او اوبو د وزیر د دفتر رئیس اصف غفوري ازادي راډیو ته وویل:
"موږ په دې اړه د ځمکې لاندې د اوبو د تغذیې په نوم یوه پروژه چمتو کړې اوبه مصنوعي ریچارج کوي، د ځمکې لاندې اوبه تزریق کوي او دغه شان په کابل کې یوشمېر بندونه هم په پام کې نیول شوي چې د څښاک د پاکو اوبو لپاره به ورنه ګټه واخیستل شي چې یو یې د شاه او عروس او بل هم د شاه او توت بند دی. "
ښاغلی غفوري وايي، د دغو دوو بندونو په جوړېدو سره به د کابل د یو نیم میلیون ښاریانو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه اوبو ته د ځانګړې پاملرنې له امله د مارچ ۲۲ مه د اوبو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي.
د روغتیايي چارو افغان کارپوه محمد کمین حبیبي ازادي راډیو ته وویل، اوبه د ژوند سرچینه ده او که د کابل ښار اوبو ته ځانګړې پاملرنه ونه شي، ممکن د اوبو د ککړتیا له امله بېلا بېلې ناروغۍ رامنځته او د کابل ښاریانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
راپور: رحمت الله افغان