د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

کابل ښاریان وايي دې ښار کې به ککړې اوبه نورې ستونزې وزېږوي


کابل ښاریان د ځمکې لاندې اوبو د سطحې له ټیټیدو او ککړتیا څخه شکایت کوي او وایي، که حکومت د دغې ستونزې اوارولو ته تدابیر ونه‌نیسي، د ککړو اوبو د ستونزې ترڅنګ به نورې هم وزېږوي.

ځینو کابل ښاریانو ازادي راډیو ته وویل، د ناولو اوبو لپاره د غیر معیاري ژورو څاګانو کېندل، د دغه ښار په یو شمېر سیمو کې د ځمکې لاندې اوبه ککړې کړې دي.

د کابل دوو ښاریانو ایوب خان ځدران او سهیل ازادي راډیو ته وویل:

"د څښاک پاکې اوبه نه‎لرو، ډېری خلک معدني اوبه کاروي او څوک بې‌وزلې دي، د څا او نل اوبه کاروي. خوند یې ښه نه‌دی او د معدې، پښتورګو او مثانې د ستونزو لامل همدغه ککړې اوبه دي. دا اوس دود شوی چې خلک ژورې څاګانې کېني، دا څاګانې ستونزې پیدا کوي او روغتیا ته زیان رسوي، د دې له امله خلک معدني اوبه څښي."

دوی وايي، د کورنۍ ډېری غړي یې د همدغو اوبو د کارولو له امله د معدې، پښتورګو او نس ناستي په ناروغیو اخته شوي دي.

د افغانستان اکثره خلک د سیندونو، ویالو، چینو او څاګانو اوبه څښي چې ډاډمنې نه‌دي.

په ورته وخت کې ډاکټران وايي چې د ککړو اوبو کارول، روغتیايي ستونزې پېښوي.

د داخله ناروغیو متخصص پرویز اقبال ازادي راډیو ته وویل، ککړې اوبه د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي.

ښاغلی اقبال زیاتوي:

"ککړې اوبه کېدای شي چې د نس‎ناستي، شدید پیچش او د معدې د دردونو لامل شي او که لمبا او اوداسه ته وکارېږي، د پوستکي ناروغي پیدا کوي."

پرویز اقبال وايي، افغانستان کې هر کال په لسګونو ماشومان د نس‎ناستي له ناروغۍ مري چې لامل‌یې د ناپاکو اوبو څښل دی.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوي چې د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کانالېزاسیون د ادارې مسؤلین هم شته ستونزه تائیدوي.

د دغې ادارې رئيس حمیدالله ایلاني ازادي راډیو ته وویل، دوی د ککړو اوبو د مخنیوي او خلکو ته د پاکو اوبو د رسولو په مقصد یو لړ پروګرامونه پیل کړي دي.

ښاغلی ایلاني وايي:

"د شاه‌توت د بند پروژه چې ډیزاین‌یې بشپړ شوی، راتلونکي یوه کال کې به‌یې کارونه پیل شي. دا بند د څښاک اوبو لپاره دی. موږ د شاه‌توت بند له لارې د اوبو رسولو د یوې سترې پروژې له بشپړولو سره پلان لرو چې یوه تصفیه‌خانه جوړه شي او له همدې لارې د اوبو رسولو ښاري شبکې فعالې شي."

ښاغلي ایلاني وویل، که څه هم د کابل ښار په ځینو سیمو کې د ککړو اوبو ژورو څاګانو، د یو شمېر سیمو د ځمکې لاندې اوبه ککړې کړي، خو د اوبو رسولو منابع چې خلکو ته اوبه رسوي، په بشپړه توګه خوندي دي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې دغه اوبه تر اېشولو وروسته د څښاک وړ دي او د څاګانو د تعقیم لپاره په کار ده چې هر کال په‌کې کلورین وکارول شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG