د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د اوبو ګټې!


اوبه د انسان حیوان او نبات لپاره حیاتي ماده ده ځکه خو بې له اوبو څخه ژوند ناممکن دی، اوبه د انسان په بدن کې غذایی مواد او وینه حجرو ته رسوي، په سږو کې هوا مرطوبه ساتي، د غړو سره مرسته کوي چې غذایي مواد ښه جزب کړي، د بدن تودوښه ثابته ساتي، د زهرجنو موادو اغیزې کموي، مفاصل مرطوب ساتي، د بدن پوستکي ځوان او تازه ساتي، د انسان دماغ چې ۹۰فیصده یې اوبه دي که لږ هم کمې شي نو سم کار نشي کوي ، بیا د سردردي او ستړیا سبب کیږي،
خلاصه له سر څخه نیولې تر پښو پورې د بدن هره حجره اوبوته اړتیا لري ، خو په افغانستان کې یوازې ۳۰فیصده خلک پاکې اوبه لري له همدې امله د عامې روغتیا وزارت مسول کسان وایی چې اتیا فیصده ناروغي د ناپاکه اوبو د څښلو له وجې رامنځته کیږي ، په ځینو ځایونوکې پاکې اوبه نشته ، خو د ځینو سیمو خلک بیا پدې نظر دي چې وایی روانې اوبه پاکې وي نه چټلیږي .
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:15:55 0:00
مستقیم لېنک



لیکونکی فرشته مرسل
XS
SM
MD
LG