د افغانستان د ځمکې او اوبو د چارو متخصصین وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان د ځمکې پر مخ اوبه ۸ بیلیونه متره مکعبه کمې شوي، حال دا چې دا اندازه پخوا تر دې، ۵۷ بیلیونه متره مکعبه وه.
د اقلیم بدلون، وچکالي، د نفوسو زیاتوالی، په کرنیزو ځمکو کې د کورونو او ښارګوټو جوړول، تولیدي فابریکې، د اوبو د زېرمو نشتوالی، د اوبو په کارولو کې بېاحتیاطي او داسې نور موارد هغه لاملونه دي چې په ټول افغانستان او په تېره په لسو لویو ښارونو کې ېې اوبه کمې کړې دي.
دا خبرې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د چارو متخصصینو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۸» د یادې اکاډمۍ لهخوا، د هېواد په لویو ښارونو کې د اوبو د کموالي د ارزونې په نوم په جوړ شوي سمینار کې وکړې.
دوی د موضوع اړوند په خپلو څېړنیزو مقالو کې وویل، که شته ستونزې ته تدابیر ونهنیول شي او اقلیم هم بدلون ونهکړي، په راروانو څو کلونو کې به ټول افغانستان او په تېره لوی ښارونه د اوبو د کمښت له ډېری ستونزو سره مخ شي.
د دغو پوهانو له ډلې محمد نعیم اقرار وویل:
"په ۲۰۱۶ میلادي کال کې زموږ د هېواد سطحي اوبه ۵۷ بیلیونه متره مکعبه وې چې اوس ۴۹ بیلیونه متره مکعبه دي چې کموالی پهکې راغلی دی، په ۲۰۳۰ میلادي کال کې به ۴۳ بيلیونه مترو مکعبو ته کمې شي، د ځمکو لاندې اوبه مو ۱۸ بيلیونه متره مکعبه دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، په ۲۰۵۰ کال کې به دغه ټولې اوبه نیمايي ته ورسېږي."
افغان متخصصینو وویل، د افغانستان په اکثرو سیمو کې د ځمکې د لاندې اوبو سطحه تر ۲۲ مترو پورې ټیټه شوې ده.
د دوی په خبره، اوسمهال د هېواد ځیني شمالي او جنوبي او د هریرود حوزې اړوندې سیمې د اوبو د کمښت له ګواښ سره مخ دي.
څو ورځې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شول چې هلمند د نورو ولایتونو په پرتله، د اوبو د کموالي له ګواښ سره مخ شوی دی.
د علومو اکاډمۍ د معلوماتو له مخې، په ښاري سیمو کې په پراختیايي پروژو کې د اوبو ډېر لګښت، په لیرې پرتو سیمو کې د ورښتونو کموالی او د کروندو لپاره د ژورو څاګانو کېندلو هم د اوبو زېرمې کمې کړې دي.
د یاد سمینار ګډونوالو ټینګار وکړ چې د حکومت اړوند ارګانونه باید یوازې د اقلیم مثبت بدلون ته انتظار ونهباسي، بلکې د اوبو د کمښت د ستونزې هوارولو ته دې تخنیکي تدابیر ونیسي.
د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت په هېواد کې د اوبو د کمښت ستونزه مني، خو وايي، د اوبو د بندونو او د اوبو د زېرمو لپارهيې تدابیر نیولي دي.
د دغه وزارت د هایدرو جیولوجي رئیس محمد نعیم توخي وویل:
"د اوبو او انرژۍ وزارت د مصنوعي یا د اوبو د بیا تغذیې پروژې په پام کې لري چې د شاهتوت د اوبو بند جوړ کړي چې کابل ته کافي اوبه ورسوي، همدارنګه د هېواد په کچه د اوبو ډېر بندونه په پام کې لرو چې ځیني یې د مطالعې، ځیني یې د ډیزاین او ځیني یې د جوړېدو په حال کې دي."
ښاغلي توخي د اوبو د کموالي تر څنګ د اوبو ککړتیا ته هم اشاره وکړه او ویېویل، د هستوګنې په ځایونو، صنعتي پارکونو او د کروندو لپاره د بېشمېره ژورو څاګانو کېندل سبب شوي چې پاکې اوبه ککړې شي.
ده هیله وکړه چې د اړتیا پرته دې د ډېرو ژورو څاګانو له کېندلو ډډه وشي.
راپور: خان محمد سیند