د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د کابل له نیمایي زیات اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري


ارشیف، کابل کې د بې‌ځایه شویو کډوالو په یوه کمپ کې یوه ماشومه د بمبې وهلو پر مهال, November 19, 2017
ارشیف، کابل کې د بې‌ځایه شویو کډوالو په یوه کمپ کې یوه ماشومه د بمبې وهلو پر مهال, November 19, 2017

په کابل کې د ګڼو نورو ستونزو سربېره د دغه ښار ډېری اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه‌لري.

  • د څښاک د اوبو د ستونزو په اړه د خلکو شکایت

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۸» له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې اوبو ته‌یې لاسرسی کم دی او هغه هم پاکې نه‌دي.

له دې ډلې علي رضا، محمد معروف او محمد فیصل وویل:

"موږ د ځمکې لاندې اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ یو، کله چې څاه باسو، اوبه‌یې غوړې او ناپاکې وي."

"موږ په پل ارتل کې اوسېږو، هلته نه اوبه شته او نه د اوبو لپاره کومه اسانتیا، له یو روغتونه کور ته اوبه په اوږو وړم، یعنې ۲۰ کاله کېږي چې په خپلو اوږو کور ته اوبه وړم."

"تقریباً څلور کاله کېږي چې زموږ خلک د اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، د اوبو کمبودي لرو، موږ د څښاک لپاره پاکې اوبه نه‌لرو او بمبه یا نل هم نه‌شته."

ارشیف، د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې ولاړې ککړې اوبه, February 22, 2018
ارشیف، د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې ولاړې ککړې اوبه, February 22, 2018
  • د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ځواب

بل‌خوا د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچې د کموالي تر څنګ د څښاک اوبه هم کمې شوي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د اوبو د نه‌جذب کېدونکو سیمو د زیاتېدو له امله ۱۲ متر مکعبه د کابل د اوبو کچه راټیټه شوې ده.

د دغه وزارت په خبره، هر کال تر دوو متر مکعبو پورې د اوبو کچه راټيټېږي.

خو مخکې له دې د دغه وزارت چارواکو ازادي راډیو ته ویلي و چې د تېر کال په ژمي او د سږ کال په پسرلي کې د ورښتونو له امله د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۲ مترو نیولې تر ۱۲ مترو لوړه شوې ده.

خو دوی دا هم ویلي و چې دا موضوع هیله بخښونکې ده، خو د لنډ مهالي لپاره، نه په اوږد مهال کې.

د اوبو او انرژۍ وزارت دا هم وايي چې د اسیا پراختیايي بانک تازه له افغانستان سره په تېره بیا د کابل د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په برخه کې د ۵۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې.

تر دې وړاندې هم د جاپان یوې نړیوالې ادارې «جایکا» او ځينو نورو نړیوالو ادارو د افغانستان د ځمکې لاندې او خلکو ته څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې مرستې کړې دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د ځمکې لاندې اوبو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، هر کال ۲۵ میلیونه متر مکعبه اوبه ذخیره کېږي، خو په مقابل کې بیا ۸۷ میلیونه متر مکعبه اوبه مصرفېږي چې د اوبو د کموالي ستونزه له هر کال څخه بل ته زیاتوي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت لوګو
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت لوګو

په ورته وخت کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د ځمکې لاندې اوبو ریاست سرپرست جمال عبدالناصر شکوري ازادي راډيو ته وویل، د کابل ښار له نیمایي زیات اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

ښاغلی شکوري زیاتوي:

"شااوخوا ۳۰ سلنه د کابل خلک پاکو اوبو ته لاسرسی لري او له ۷۰ سلنې زیات‌یې چې خصوصي او شخصي څاګانې لري هغه ککړې دي، زموږ تخنیکي همکارانو چې سروې کړې د ککړتیا لامل‌یې دا دی چې د سيپټیک څاګانې د څښاک د اوبو څاګانو ته نږدې جوړ شوي دي."

ښاغلی شکوري وایي، که د «شاه توت» او «شاه و عروس» بندونه جوړ شي له هر یو یې په کلني ډول یو میلیون متر مکعب د څښاک پاکې اوبه ترې ترلاسه کېدای شي، خو اندېښنه ښيي چې د ځمکې لاندې اوبو ډېری کارونه د دې لامل شوي چې د کابل په ډېری سیمو کې د ځمکې لاندې خلاوې رامنځته شي چې له امله‌یې په کم ریښتر کچه زلزله کې هم د سترو خطرونو وېره شته.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG