د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

د کابل د ککړ چاپېریال په اړه اندېښنې!


ارشیف، د کابل د حضوري چمن یو ګردجن انځور
ارشیف، د کابل د حضوري چمن یو ګردجن انځور

سره له دې چې د افغانستان په پلازمېنې او ولایتونو کې خلک د ککړې هوا، اوبو او په ټوله کې د چاپېریال له ککړتیا شکایتونه لري، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په تېر کال کې یې د دغو ستونزو د کمولو لپاره موثر کارونه ترسره کړي او د راتلونکو پلانونو په پلي کېدو به شته ستونزه نوره هم کمه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل اوسېدونکي وايي، د چاپېریال ککړې هوا او اوبو په ډول ډول ناروغیو اخته کړي دي.

دوی وايي، کلونه وشول چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره د ګڼو ملي او نړیوالو موسسو په مرسته د هوا او اوبو د ککړتیا د کمولو هڅې کوي او پیسې مصرفوي، خو د هېواد په مرکز او ولایتونو کې دغه ستونزه کمه نه شوه.

د کابل ښار دوو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل:

"نوم مې شاهین دی، ککړه هوا، دوړې او ګردونه او په سړکونو کې کثافات ډېر دي، له دولته غواړو چې دې ته توجه وکړي چې دغه کثافات ورک شي."

"چاپېریال ورځ په ورځ خرابېږي، دولت باید توجه وکړي، ځکه د خلکو تکلیفونه زیات شوي دي او خلک یې په زرګونو ستونزو اخته کړي دي."

د افغانستان په لویو ښارونو کې د هوا او اوبو ککړتیا په وروستیو شااوخوا اتلسو کلونو کې په یوې لوېې ستونزې اوښتې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وايي چې په هېواد کې د ډېری مرګونو او ناروغیو لامل همدغه ککړه هوا، ککړې اوبه او په مجموع کې د چاپېریال ککړوالی دی.

آرشیف، د کابل ښار یو انځور
آرشیف، د کابل ښار یو انځور

افغان دولت په لویو ښارونو کې د هوا د ککړتیا د کمولو په هدف له څو کلونو راهیسې په دولتي ادارو کې د پنجشنبې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې وه چې د تېر کال د حوت تر میاشتې یې دوام وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مسؤلینو د یکشنبې په ورځ د دغې ادارې د تېر کال د لاسته راوړنو او د روان کال د پلانونو د تشریح کولو پرمهال وویل، له تخنیکي تجهیزاتو، مسلکي کادرونو او لازمې بودجې له کموالي سره سره توانېدلي چې د دولت د یو شمېر ارګانونو او ځینو نړیوالو موسسو په مرسته د چاپېریال د خوندیتوب په برخه کې لاسته راوړنې ولري.

د دغې ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي په تېر کال کې په کابل ښار کې د یادې ادارې د کړنو په اړه وویل:

"د ۳۵۰۰ نقلیه وسایطو ګازي کول، د ۱۲۰ سقاوو او حمانونو تړل، د خښتو د پخولو د ۵۰۷ بټیو او د ۱۴۱ تولیدي فابریکو ارزول، د دولتي ادارو او نورو ځایونو د پخلي د سېستمونو بدلول او همدارنګه د چاپېریال ساتنې ۲۳۸ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده."

د دغې ادارې رئیس شازمان میوندي ژمنه کوي چې د دوی د راتلونکو پلانونو له پلي کېدو سره به په ټولو ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې دفترونه نورهم مجهز او شته ستونزه به کمه شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال د حوت په میاشت کې یو شمېر وزارتونو ته سپارښتنه کړې وه چې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د پلانونو په پلي کولو کې دې هېڅ ډول مرسته ونه سپموي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG