د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۲ تر ۱۲مترو لوړه شوې


ارشیف، د هرات د بې ځایه شویو کډوالو په یوه کمپ کې یوه ماشومه اوبه راوباسي, January 21, 2015
ارشیف، د هرات د بې ځایه شویو کډوالو په یوه کمپ کې یوه ماشومه اوبه راوباسي, January 21, 2015

په‌داسې حال کې چې وروستیو ورښتونو او له امله‌یې سېلابونو د کابل په ګډون په یو شمېر سیمو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي، خو په پلازمېنه کې يې د ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه کړې ده.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د وروستیو ورښتونو له امله د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۲مترو نېولې تر ۱۲ مترو لوړه شوې ده.

د دې وزارت د هایدورجیولوژۍ د برخې رئیس جمال عبدالناصر شکوري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۲» ازادي راډيو ته وویل:

"د تېر کال په پرتله سږ کال په کابل کې تقریباً له ۲ تر ۱۲ مترو پورې د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده، دا یو هیله بخښونکی خبر دی، خو په لنډ مهال کې."

دی وايي، د اوږد مهال لپاره دوی هڅې کوي چې په‌دې برخه کې له رامنځته شوي فرصته سمه ګټه واخلي.

دی وايي، د ژورو څاګانو کېندل چې له فلتر وروسته د سېلاب او باران اوبه د ځمکې تل ته ولېږدوي، د لویو څاګانو ایستل او د ډنډونو جوړول چې د اوبو د زېرمه کولو لپاره ګټورې لارې چارې دي.

نوموړي زیاته کړه چې همدا اوس د کابل سیند په اوږدو کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره حوضونه جوړېږي چې اوبه په‌کې زېرمه شي او د ځمکې تل ته ښکته شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په وروستیو کې افغان حکومت د افغانستان په یو شمېر سیمو په ځانګړي ډول ګڼ مېشتې کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو د کچې د ټېټېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

افغان چارواکو ویلي وو چې د کابل په یو شمېر سیمو کې ان د اوبو کچه ۲۲ متره ښکته شوې ده.

په کابل ښار کې سیلابونو خلکو ته زیانونه اړولي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

​د راپورونو پر بنسټ هر کال د ورښتونو له امله په کابل کې ۲۵ میلیونه متره مکعبه اوبه زېرمه او ۸۷ متره مکعبه اوبه مصرفېږي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د هایدورجیولوژۍ د برخې رئیس جمال عبدالناصر شکوري وايي چې سږ کال ۱۶۰ میلیونه متره مکعب ورښتونه شوي چې د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیات دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د تېر کال په ژمي کې خلکو ته سپارښتنه کړې وه چې د ځمکې لاندې د اوبو د سطحې د لوړېدو په هدف دې له بامونو توګل شوې واورې په کانکرېټونو نه، بلکې په خاورینه ځمکه واچوي.

په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی مرستیال عبدالبصیر عظیمي له اوبو نه د سمې ګټې اخیستنې په برخه کې د ولسي وګړو ونډه مهمه وبلله.

د اوبو او انرژۍ پخوانی مرستیال وزیر عبدالبصیر عظیمي
د اوبو او انرژۍ پخوانی مرستیال وزیر عبدالبصیر عظیمي

نوموړي وویل:

"په‌دې برخه کې خلک ډېر مهم نقش لري، په ځانګړي ډول د اوبو د مصرف په برخه کې باید ډېره پاملرنه وشي، دا کار کولای شي ښه تأثیرات ولري، د کابل په شان په لویو ښارونو کې چې د اوبو مصرف په‌کې ډېر زیات دی، خلکو ته د اوبو د سم مصرف په اړه د عامه پوهاوي له ورکړې او د اوبو د مصرف د کچې له ټیټولو بله چاره نه‌شته."

خو دی وايي چې حکومت هم باید د اوبو د زېرمه کولو په هدف د کابل په شااوخوا سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو بندونه جوړ کړي.

کابل د هغه ولایتونو په کتار کې راځي چې ډېر اوسېدونکي لري او د اوبو د مصرف کچه هم په‌کې لوړه ده.

چارواکي وايي، که خلک د اوبو په مصرف کې له احتیاطه کار وانه‌خلي، نو د ژوند په چاپېریال به ناوړه اغېز وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG