د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

فهیم: وروستیو سېلابونو شااوخوا ۲۵۰ تنه وژلي او نږدې ۳۰۰ یې ټپیان کړي


آرشیف/ د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د سېلاب یو انځور
آرشیف/ د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د سېلاب یو انځور

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزیر وايي، په وروستیو سېلابونو کې شااوخوا ۲۵۰ کسان وژل شوي او نږدې ۳۰۰ ټپیان شوي دي.

طبیعې پېښو ته د چمتووالي په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم وايي، د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې په دغو سېلاوونو کې ۲۴۷ کسان وژل شوي، ۲۹۹ ټپیان او ۱۵ تری تم دي، څه باندې ۱۵۰۰۰ کورونه بشپړ ویجار او څه باندې ۱۸۰۰۰ لږ څه زیانمن شوي دي.

دی وايي، پر۶۰۰۰ کورنیو یې چې کورونه یې بشپړ ړنګ شوي، نغدې پیسې، پر ۱۹۰۰۰ کورنیو یې خوراکي او پر۶۰۰۰ نورو کورنیو یې غیر خوراکي مواد وېشلي دي.

ښاغلي فهیم د شنبې په ورځ د دغه وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال په کابل کې وویل، له ټولو زیانمنو شویو کورنیو سره به له استثنا پرته مرسته وشي.

طبیعې پېښو ته د چمتووالي په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم
طبیعې پېښو ته د چمتووالي په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم

ده وویل:

"د وېش لړۍ روانه ده، استثنا په کې نشته، په کابل او هرځای کې چې اړ کسان تشخیص شي، مرسته ور رسېږي."

اخوا د کابل ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکی مجیب الله وايي، وروستیو سېلابونو یې د کور دېوالونه نړولي او ډېر زیان یې ور رسولی دی.

ده وویل:

"کور مې کابل سیند ته څېرمه پروت دی، اوبه ور ننوتي او ډېر زیان یې رسولی دی، له کوره مې کډه وکړه، اوس مې هم د کور ډېر سامان، لوند دی، هېڅ چا را سره تراوسه مرسته نه ده کړې."

دی وايي، که حکومت ورسره مرسته ونه کړي، په یوازې ځان د کور د بیارغولو توان نه لري.

سیلاب در هرات ۱۰ تن را به کام مرگ برد
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

خو حکومت وايي، د وروستیو دوو میاشتو سېلابونو په کابل او ولایتونو کې زرګونه کورونه ویجاړ کړي او شااوخوا دوه سوه پنځوس قربانيان لري.

وروستیو سېلابونو یوازې په کابل کې ستونزې نه دي رامنځته کړي، بلکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې یې هم خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی عتیق الله وايي:

"نه له موږ سره مرسته شوې او نه راته چا توجه کړې، په سېلاب کې مې کور وران شو او څاروي مې سېلاو یوړل، ۴ زامن مې تراوسه هم په دغو سېلاوونو کې لا درکه دي."

دی له حکومته غواړي چې مرسته ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر سپارښتنه کړې چې له هغو کورنیو سره چې کورونه یې بشپړ ړنګ شوي، د ۱۵۰۰۰ افغانیو، هغو سره چې کورونه یې څه ناڅه زیانمن شوي، د ۷۵۰۰، د وژل شویو له کورنۍ سره دې ۵۰۰۰۰ او له ټپیانو سره دې ۲۵۰۰۰ افغانۍ مرسته وشي.

طبیعې پېښو ته د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت د هغو خلکو شمېر چې مالي زیانونه ور اوښتي، نه دي وړاندې کړی، خو ټینګار کوي چې د اوښتو مالي زیانونو ارزونه روانه ده.

ښاغلی فهیم ډاډ ورکوي چې د طبیعې پېښو پروړاندې یې د چمتووالي لپاره اغېزمن پروګرامونه ترتیب کړي او تیاریانې یې نیولي چې په عملي کېدو سره به یې شته ستونزې کمې شي.

خو دا هغه ژمنې دي چې تر عملي کېدو وروسته به یې په اړه قضاوت کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG