د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

ښاریان: د کانالېزاسیون نه‌موجودیت کابل ښار په ډنډونو بدل کړی


د کابل ښار یوه څنډه, April 16, 2019
د کابل ښار یوه څنډه, April 16, 2019

په تېرو ورځو کې د موسمي بارانونو له امله د کابل ښار ډېرو سیمو کې اوبه ډنډې شوي چې یو شمېر کابل ښاریان‌یې لامل د کانالېزاسیون نه‌موجودیت په ګوته کوي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، د کانالېزاسیون او اوبو د تخلیې د منظم سیستم نه‌موجودیت دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

دوی وايي، په‌دې ښار کې د لوړپوړیزو ودانیو او ښارګوټو په جوړېدو سره لا هم دغه ښار د اوبو رسونې منظم سیستم او کانالېزاسیون نه‌لري.

د کابل سیند, April 16, 2019
د کابل سیند, April 16, 2019

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي شېر افغان شیرزی او اسماعیل وايي:

"د کابل له ښاروالۍ زموږ غوښتنه دا ده چې منظم کانالېزاسیون جوړ کړي، موږ په‌دې شپو ورځو کې په ټولو برخو کې د سېلابونو شاهدان یو، وجه همدا ده چې اکثره ځایونو کې کانالېزاسیون نه‌شته، د ورښتونو له امله کورونه ړنګ شوي او خلک‌یې د جوړولو توان نه‌لري."

"موږ د افغانستان په کچه کانالېزاسیون سیستم نه‌لرو، که څه هم میلیونونه ډالر دغه هېواد ته راغلل، خو موږ لا نه‌یو توانېدلي چې حتی د پلازمېنې کابل کانالېزاسیون سیستم جوړ کړو، که موږ دا سیستم درلودای، اوس به خلک له دې ستونزو سره مخ نه‌وو."

په تېرو ۱۸ کلونو کې کابل ښار کې ډېری لوړپوړیزې ودانۍ او ښارګوټي جوړ شوي، خو ویل کېږي چې ډېری یې کانالېزاسیون سیستم نه‌لري.

که څه هم په یو شمېر ښارګوټو کې د ککړو اوبو لپاره د ژورو څاګانو په کېندلو سره تر یوه حده ستونزې هوارې شوي، خو د یو شمېر کارپوهانو په وینا دا کار به راتلونکي کې نه‌جبرانېدونکې پایلې ولري.

په تېرو ورځو کې د موسمي بارانونو له امله د کابل ښار ډېرو سیمو کې اوبه ډنډ پاتې شوي.

ولاړو اوبو د کابل ښار څېره بدله کړه او په ټولنیزو شبکو کې یې د ښار د اوسېدونکو اعتراضونه راوپارول.

کابل ښاریان له اړوندو مسؤلینو غواړي څو دا ستونزه هواره کړي.

په کابل ښار کې سیلابونو خلکو ته زیانونه اړولي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

د افغانستان د اوبو رسولو ادارې عمومي رئیس حمیدالله ایلاني د دې ستونزې د هواري لپاره خپلو راتلونکو پروګرامونو ته اشاره کوي او وايي:

"د اوبو رسونې اداره له نړیوالو همکارانو سره یوځای د دې ستونزې هواري لپاره د یوې طرحې په جوړولو کار کوي، په نږدې راتلونکي کې به د کابل ښار ماسټر پلان جوړ شي، خو د اوسني وضعیت ښه کېدو لپاره موږ یوه پروژه ترلاس لاندې لرو، څو ټانکرونو ته تصفیه خونې جوړې کړو."

اخوا کابل ښاروالۍ وايي، په سړکونو کې د ولاړو اوبو د تخلیې لپاره په یو کانال کار کوي او ۷۰ سلنه کارونه‌یې مخکې تللي چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به بشپړ شي.

په وروستیو څو ورځو کې کابل ښاروالۍ د وضعیت کنټرول لپاره د باران اوبه د ټانکرونو په وسیله تخلیه کوي.

په ورته وخت کې ساختماني کارپوه مطیع‌الله خروټی وايي، د دې ستونزې د هواري لپاره اړتیا ده، څو کابل ښاریان ښاري فرهنګ په پام کې ونیسي او کابل ښاروالۍ لوړپوړیزو ودانیو ته له جواز ورکولو وړاندې د کانالېزاسیون سیستم ته پام وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG