د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

د کابل ښار له باراني اوبو ډکو سړکونو خلکو ته ستونزې جوړې کړي


آرشیف/ د کابل په لومړیو مکروریانو سیمه کې باراني اوبه د سړک پر سر د تګ په حال کې
آرشیف/ د کابل په لومړیو مکروریانو سیمه کې باراني اوبه د سړک پر سر د تګ په حال کې

د کابل ښاروالۍ وايي، په دغه ښار کې د یوه کانال جوړول یونیم میلیون ډالر لګښت غواړي.

کابل ښاروالۍ وايي، په کابل ښار کې چې په تېرو کلونو کې دغه ستونزه موجوده وه، اوس د کانالونو په جوړېدو له منځه تللې ده.

د دغې ادارې ویاند جلیل سلطاني وايي:

"د وزیراباد کانال چې د درېیم پروان له څلور لاري د هوايي ډګر تر شماله پورې رسي او په اساسي توګه جوړېږي، د ۹۷م کال له پسرلي تر ژمي پورې یې ۷۰ فیصده کارونه پرمخ تللي، خو د بارانونو له امله ونه توانېدو چې نور پرمخ لاړ شو، خلکو ته خبر ورکوو چې تر دوو میاشتو پورې لوی کانال جوړېږي، خو د دې لپاره چې ستونزه له کنټروله ونه وځي، کاري ټیمونه په ټانکرونو اوبه تخلیه کوي چې پخوا دا ټانکرونه موجود نه وو."

که څه هم کابل ښاروالۍ د واټونو د اوبو د جاري کېدو لپاره په ځینو سیمو کې یو شمېر کانالونه جوړ کړي، خو کابل ښاریان وايي چې دا کانالونه معیاري نه دي او ستونزه نه شي هوارولی.

دوی وایي، د باران له اوبو د کابل ډکو واټونو خلکو ته ستونزې جوې کړي دي.

د دې ښار د هواشناسۍ د سیمې اوسېدونکي وايي، په کوڅو کې د اوبو د ډنډونو له امله نه شي کولی چې د کار په نیت تر نیمايي ورځې پورې له کورونو ووځي.

جاری شدن آب باران به جاده‌های کابل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:16 0:00

دوی وایي:

"زموږ کور همدلته دی، په ورځ کې له کوره نه شو وتلای، پر حکومت غږ کوو چې د خدای لپاره دې پر موږ رحم وکړي، پیسې بې ځایه مه لګوئ، په بېوزلو زړه وسوځوئ، ښځې او ماشومان مو له دغه واټه نه شي اوښتلای، کار پسې نه شو تلای، اوبه مو د کور تر دېوالونو رسېدلي دي."

دغو اوبو په ډېری سیمو کې د خلکو کورونو ته زیانونه هم رسولي.

د واټونو ډنډونو نه یوازې دا چې ټرافیکي ګڼه ګوڼه یې جوړه کړې او د کابل ښاریانو تګ راتګ یې ستونزمن کړی، بلکې په ځینو سیمو کې ښوونځیو ته د زده کوونکو د تګ خنډ شوې هم دي.

مصطفی یو زده کوونکی دی چې له کوره یې تر ښوونځي پورې یوازې یوه لاره وتلې، خو د بندېدو له امله یې نه شي کولای چې ښوونځي ته لاړ شي.

دی وایي:

"درې ورځې کېږي چې ښوونځي ته نه ځم، بله لاره نشته، له بلې لارې که لاړ شم، نو اوبه مې تر ملا پورې را رسېږي، نه شم کولای، مجبور یم چې غیر حاضري وکړم."

په کابل ښار کې وروستیو بارانونو د هغو کسان بازار تود کړی چې لاس ګاډی لري او خلک په کې په پیسو له یوه واټه بل ته اړوي.

خو د ښاروالۍ کارکوونکو ته یې ستونزې پېښې کړي، ځکه اړ دي چې هره ورځ د واټونو اوبه په ټانکرونو کې ولېږدوي.

د دغو کارکوونکو له ډلې یوه وویل:

"د سهار پنځه بجې وې چې راغلی یم، تېره شپه مې هم تر دوو بجو پورې کار کړی، دلته له سهاره کار کوو او کله چې ماشین غلی کړو، اوبه بېرته راځي، مجبور یوو، همدلته مو دنده ده، که کار ونه کړو، موږ بېوزله خلک به څه وکړو؟"

د کابل ښار واټونه او کوڅې د بارانونو او واورو له امله په وړو سیندونو بدل شوي چې د ځینو ښاریانو په خبره، په جوړولو یې کابل ښاروالۍ سلګونه میلیونه ډالر لګولي دي.

کابل ښاریان وايي، دغه ستونزه له کلونو کلونو راهیسې موجوده ده، خو کابل ښاروالۍ د واټونو د اوبو د تېریدو لپاره کوم بنسټیز کار نه دی کړی.

د ځمکې لاندې اوبو لپاره د معیاري کانالونو نشتوالی لامل شوی چې واټونه تر اوبو لاندې شي.

د واټ جوړولو پوهان پر کابل ښاروالۍ انتقاد کوي او وايي چې دغه اداره نه ده توانېدلی چې د اوبو جاري کېدو ته په پام معیاري سړکونه جوړ کړي.

د دوی په خبره، د واټونو ډنډونه د پخو سړکونو عمر نیمايي کوي او د ژر خرابېدو لامل یې هم د واټونوغیر معیاري جوړول دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG