د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

وروستیو سېلابونو په ۲۰ ولایتونو کې ۱۳۴ کسان مړه کړي


ارشیف، په کابل کې د سېلابونو له امله یو ویجاړ شوی کور, April 16, 2019
ارشیف، په کابل کې د سېلابونو له امله یو ویجاړ شوی کور, April 16, 2019

افغان چارواکي وايي، هڅه کوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو مخه ونیسي او زیانمنو شویو کورنیو ته مرستې ورسوي.

د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د وري له اتمې تر اوسه په ۲۰ ولایتونو کې ۱۳۴ کسان د سېلابونو له امله مړه شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» ازادي راډيو ته وویل چې زیانمنو شویو سیمو ته اړینې مرستې هم رسېدلې دي.

دی وايي:

"نن ورځ تلفات زیات شوي، د وژل شویو کسانو شمېره ۱۳۴ ته رسېدلې، د ۳۸ کسانو د لادرکه کېدو راپور ورکړل شوی، ۶۱ تنه ټپیان شوي، ۴۶۴۷ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۵۹۲۴ په قسمي ډول ویجاړ شوي او د مرستې رسونې پروسه روانه ده."

په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په یوه غونډه کې هم په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو پر وضعیت او پر وړاندې یې د حکومتي ادارو پر عکس‌العمل بحث شوی.

ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر غني اړوند مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې "په ټولو ولایتونو کې دې د زیانونو د مخنیوي او د زیانمنو شویو او اوښتو زیانونو د دقیقې ارزونې لپاره" اقدامات وکړي.

په تېرو څو ورځو کې په هرات، کابل، بدخشان، بادغیس، پروان، غور ،کندز، دایکنډي، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې سېلابونو ګڼو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

بل‌خوا چارواکي وايي، د وروستیو بارانونو د ورښت له امله، په کابل ښار کې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوي او څه باندې ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډیو ته وویل چې په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی ټیمونه له یوې خوا د زیانمنو شویو سروې کوي او له بلې‌خوا هغوی ته بېړنۍ مرستې رسوي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 06 May 2014
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 06 May 2014

خو د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي وايي، لا هم ورته کافي مرستې نه‌دي رسېدلي.

د کابل دوو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل:

"نوم مې ببرک دی، ټوله شپه موږ د سیند پر غاړه تېره کړې، هېچ‌چا مرسته نه‌ده کړې، د ارګ په څو مترۍ کې موږ ته لا مرستې نه‌دي رسېدلي."

"نوم مې منګل دی، تېرو څو ورځو کې له ګڼو ستونزو سره مخ یو، د سیند اوبه هم کورونو ته راځي، تر اوسه مرستې هم نه‌دي رسېدلي، بې‌وزله خلک دي او تر اوسه‌یې کډې هم نه‌دي ایستلي."

همدارنګه د یو شمېر نورو ولایتونو خلک هم له ورته ستونزې سر ټکوي.

د کندز دوه اوسېدونکي امیرګل او بشیر په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي:

"ورښتونو موږ ته نه کور پرېښی دی، نه کښت، ګڼو ستونزو سره مخ یو، دولت هم توجه نه‌کوي چې موږ سره مرسته وکړي او سرپنا راکړي."

"زموږ خوا ته اوبه راغلي خلکو ته ډېر زیانونه رسېدلي، ۲۰-۳۰ کورونه ویجاړ شوي، خو دولت تر اوسه هېڅ مرسته نه‌ده کړې."

په همدې حال کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د نن ورځې چهارشنبې «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» لپاره هم د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د زیاتو ورښتونو او له کبله‌یې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

چارواکو هغو کسانو ته چې د سېلابونو په لارو کې مېشت دي سپارښتنه کړې چې د خپل خوندیتوب لپاره دې له نږدې حکومتي ادارو او ځايي مشرانو سره په تماس کې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG