د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

په نورستان او کونړ کې سېلابونو له ۶۰ زیات کورونه ویجاړ کړي


ارشیف، په هرات کې راوتلي سېلابونه, March 29, 2019
ارشیف، په هرات کې راوتلي سېلابونه, March 29, 2019

په نورستان او کونړ کې روانو ورښتونو او سېلابونو له ۶۰ زیات کورونه ویجاړ کړي دي او په نورستان کې يې اکثره سړکونه هم د ټرافیکو پر مخ تړلي دي.

  • نورستان

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د سې شنبې «۱۳۹۸ کال د وري ۲۷» مازیګر مهال ازادي راډیو ته وویل چې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې يې د یوې اوونۍ پرله‌پسې بارانونو ۳۰ کورونه ویجاړ کړي، ډېری سړکونه‌يې هم تخریب کړي او د ټرافیکو پر مخ‌يې بند کړي دي.

ارشیف، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال
ارشیف، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال

والي وړاندې وویل:

"په نورستان کې تر ټولو زیات زیان سړکونو ته رسېدلی دی. په اکثرو ځایونو کې سړکونه اوبو وړي، له غرونو تیږې راښویېدلي او لارې يې تړلي. په بېلابېلو سیمو کې ۳۰ کورونه ویجاړ شوي او له نېکه مرغه چا ته تر اوسه ځاني زیان نه‌دی اوښتی."

هغه وايي، د سړکونو پرانیستلو او ترمیم ته اشد ضرورت لري او باید چې اړوندې ادارې ورسره مرسته وکړي.

  • کونړ

د نورستان په ګاونډ کونړ کې هم په لسګونه کورونه زیانمن شوي، خو تر اوسه کومه لاره نه‌ده تړل شوې.

د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال ازادي راډیو ته وویل:

"تر اوسه ۳۲ کوره خراب شوي. ټولو ولسوالیو کې بېړنی حالت اعلان شوی. ملي اردو او پولیسو ته دنده ورکړل شوې چې هر ځای کې کومه ستونزه رامنځته کېږي، باید ځانونه ورته ورسوئ. همداراز مو د فواید عامې او خصوصي شرکتونو ته لارښوونه کړې چې کوم ځای کې لاره بندېږي باید هلته لاړ شي او لارې پرانیزي."

ارشیف، د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال .05 Nov 2018
ارشیف، د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال .05 Nov 2018

د دواړو ولایتونو مسؤلین وايي چې زیانمنو شویو کورنیو ته‌يې لومړنۍ مرستې چمتو کړي او د نورو زیاتو مرستو له‌پاره له مرکزي حکومت او نړیوالو ټولنو د همکارۍ غوښتنه کوي.

نورستان او کونړ هغه غرني ولایتونه دي چې د کال په اکثرو وختونو کې يې په غرونو بارانونه کېږي او د سېلابونو د راوتلو لامل کېږي چې په وجه‌يې خلکو ته د مالي او ځاني زیانونو اوښتو تر څنګ سړکونو او نورو ټولګټو پروژو ته هم زیان اړوي.

روانو پرله‌پسې بارانونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر کسان وژلي او ټپیان کړي او د کابل په ګډون اکثرو ښارونو کې يې د خلکو د تګ راتګ لارې بندې کړي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG