د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

په ګڼ شمېر ولایتونو کې د سېلابونو په اړه چارواکو ته د ولسمشر سپارښتنې


ولسمشر غني په کابل کې له یو شمېر سېلاب‌ځپلو سره ګوري, 16 March 2019
ولسمشر غني په کابل کې له یو شمېر سېلاب‌ځپلو سره ګوري, 16 March 2019

سږ کال د هوا په تودېدو په افغانستان کې یوازې جګړو زور نه‌دی اخیستی، بلکې شدیدو ورښتونو او له کبله‌یې راوتلو سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو سر او مال د یو طبیعي ناورین له ګواښ سره هم مخ کړی.

د بېړنیو پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په تېرو درې ورځو کې له هرات څخه تر کابله او له کابل څخه تر بدخشانه پورې د افغانستان ۱۹ ولایتونه د سختو سېلابونو شاهدان وو چې بشري او مالي زیانونه‌یې اړولي دي.

افغان ولسمشر چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۷» کابل کې یو شمېر سېلاب‌ځپلو سیمو ته ورغلی و، ماښام په ارګ کې د بېلابېلو ادارو له چارواکو سره د وروستیو سېلابونو د زیانونو د مخنیوي د یوې غونډې مشري وکړه.

د ولسمشر د ویاند دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر، له اړوند چارواکو وغوښتل چې په ټولو ولایتونو کې د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي او د زیانمنو شویو او اوښتو زیانونو د دقیقې ارزونې لپاره هر اړخیز اقدامات وکړي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس د سې شنبې «۱۳۹۸ کال د وري ۲۷» په ماښام ازادي راډیو ته په تېرو ورځو کې د سېلابونو له کبله د اوښتو بشري او مالي زیانونو په اړه وویل:

"په تېرو دوه ورځو کې حد اقل پنځه تنه شهیدان شوي، ټپیان نه‌شته او د سلو په شااوخوا کې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. ۳۵۵ کورونه قسمي ویجاړ شوي، خو د خلکو زیانونه زیات دي."

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 06 May 2014
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 06 May 2014

خو هغه راپورونه چې ازادي راډیو د سیمه‌ییزو چارواکو څخه ترلاسه کړي، په تېرو درې ورځو کې د بشري تلفاتو شمېر تر دې چې ښاغلی سیاس یادوي، څو چنده لوړ ښيي.

  • هرات

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۷» وویل، دغلته وروستیو درې ورځې سېلابونو لږ تر لږه اته کسان وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي.

د نوموړي په وینا د دې ولایت په اوبې ولسوالۍ کې یو فلاینګ‌کوچ موټر له ۱۷ سپرلیو سره د سېلابونو له کبله لادرکه دی چې په‌کې د سپرو برخلیک نه‌دی څرګند.

  • میدان وردګ

په میدان وردګ ولایت کې هم چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دوه تنه د سېلاب له امله مړه شوي او ګڼ شمېر کورونه تخریب شوي دي.

دغلته د نرخ او جلرېز ولسوالۍ تر نورو زیات ځپل شوې دي.

  • پکتیا

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې هم سخت باران یو کور ویجاړ کړی چې دوه کوچنۍ نجونې یې له امله مړې شوي او څلور تنه زخمیان شوي دي.

په فراه، بادغیس، کندهار، غزني کابل، پروان، کونړ، نورستان، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د تېرو درې ورځو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي، د استوګنې ګڼ کورونه‌یې ویجاړ کړي او سلګونه کورنۍ یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي.

  • کابل

په مرکز کابل کې د کابل سیند ته څېرمه د پرتو کورونو اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، د سېلابونو له وېرې یې څو شپې په ويښه تېرې کړي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس د سې شنبې «۱۳۹۸ کال د وري ۲۷» په ماښام ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې په سېلاب‌ځپلو ولایتونو کې زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي موداو له هغو زېرمو چې مخکې له مخکې ځای پر ځای کړي بېړنۍ مرستې ورسوي.

ښاغلي سیاس ومنله چې د سېلاب له کبله د اوښتو زیانونو په وړاندې د دوی مرستې کفایت نه‌کوي او زیاته‌یې کړه چې ځیني مرستندویه سازمانونو لکه د خوراکي موادو نړیوال سازمان، د کډوالۍ نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو مالي صندوق یا یونېسف او نورو ادارو ورسره منلې چې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې برخه کې به لاس ورکړي.

نوموړې په دقیقه توګه د وروستیو سېلابونو له کبله د بې‌ځایه شویو خلکو شمېر یاد نه‌کړ، خو ویې‌ویل چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د سروې ټیمونه د اوښتو زیانونو په ارزیابۍ بوخت دي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس په راتلونکو ورځو کې د نورو ورښتونو د احتمال خبرداری ورکړ او له هغو خلکو یې چې د سېلابونو په لارو کې مېشت دي، وغوښتل چې مخکې له مخکې دې د خپل خوندیتوب لپاره له ځايي حکومتي ادارو او شوراګانو سره په تماس کې شي.

دی وايي:

"هغه کسان چې کورونه‌یې د سېلابونو د خطر لارو کې دي. یا د سیندونو او رودونو پر غاړه اوسېږي، هغوی ته ګواښ شته، باید چې نږدې حکومتي ادارو ته ورشي او مخکې له مخکې د خوندیتوب لپاره د مرستې غوښتنه وکړي."

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د چهارشنبې د ورځې لپاره هم په ځینو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او له کبله‌یې د سېلابونو د راوتلو د احتمال اټکل کړی.

دې ادارې په یوه خبرداري کې په کابل، خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، لغمان، پروان، پنجشېر، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، میدان وردګ، زابل، کندهار، هرات، بادغیس، سرپل، فراه، او سمنګان کې د سختو ورښتونو وړاندوینه کړې او په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له «۲۵ ملي مترو تر ۴۵ ملي مترو» پورې اټکل کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم‌غږۍ اداره وايي، د نوي میلادي کال د پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې سېلابونو تر ۱۱۶ زیات کسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG