د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

په هرات کې سېلابونو اته تنه مړه کړي او ۱۰ تنه زخمیان دي


ارشیف/ په هرات کې یوه مېرمنه چې کور یې سېلاب ویجاړ کړی دی/ Source: Jalil Ahmad (Reuters)
ارشیف/ په هرات کې یوه مېرمنه چې کور یې سېلاب ویجاړ کړی دی/ Source: Jalil Ahmad (Reuters)
  • هرات

په هرات کې چارواکي وایي چې له پرون راهیسې د سېلابونو له امله اته تنه مړه شوي، ۱۰ تنه زخمیان دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ویلي چې په اوبې ولسوالۍ کې یو فلاینګ‌کوچ موټر چې ۱۷ تنه په‌کې سپاره وو، سېل وړي دي.

فرهاد ویلي چې دا کسان لادرکه دي او ښايي مړه شوي وي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد

د افغانستان حکومت ویلي چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۶ ولایتونو کې سېلابونه راغلي دي.

  • میدان وردګ

په میدان وردګ ولایت کې هم چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دوه تنه د سېلاب له امله مړه شوي او ګڼ شمېر کورونه تخریب شوي دي.

په میدان وردګ کې د نرخ او جلرېز ولسوالۍ خلک سېل ځپلي دي.

  • پکتیا

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې هم سخت باران یو کور ویجاړ کړی چې دوه کوچنۍ نجونې یې له امله مړې شوي او څلور تنه زخمیان دي.

په ځاځي اریوب کې یوه قومي مشر، انور صدیقي نن د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په دې ولسوالۍ کې د ششتې پر بازار هم سېلاب راغلی، دکانونه‌یې وړي او بازار بند دی.

د افغانستان حکومت تر اوسه د تلفاتو مجموعي شمېر نه‌دی اعلان کړی، خو د اسوشیټېډ پرس په حواله، د روان میلادي کاله له پیل راهیسې د سېلابونو له امله تر ۱۱۰ زیات خلک مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG