د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

اوسېدونکي: د ارګ په ۳ کېلومترۍ کې مو د سېلابونو له وېرې څو شپې په وېښه تېرې کړې


د کابل سیند ,16 April 2019
د کابل سیند ,16 April 2019

وروستیو ورښتونو د کابل ښار هغه اوسېدونکې چې کورونه‌يې د کابل سیند ته څېرمه پراته دي، له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل د قلعه‌زمان خان سیمه چې اوسېدونکي يې په لږو امکاناتو له خپلو کورونو نه د بارانونو او سېلابونو اوبه وباسي.

دغه سیمه چې کابل سیند ته څېرمه پرته ده، اکثره کوڅې او کورونه‌یې د باران او د کابل سیند اوبو په سر اخیستي دي.

د دغې سیمې اوسېدونکي وايي، درې څلور شپې کېږي چې له دې وېرې نه‌ویده کېږي چې کورونه‌یې ړنګ نه‌شي او دوی ته په‌کې مرګ ژوبله وانه‌وړي.

د قلعه‌زمان خان یوه اوسېدونکي ببرک د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۷» ازادي رادیو ته وویل:

"دلته هېڅ‌څوک د چا پوښتنه نه‌کوي، موږ ټوله شپه د سیند په غاړه تېره کړې، موږ له ارګه شااوخوا درې کېلو متره لیرې د کابل په زړه کې اوسېږو، کله چې کابل ښار په‌دې وضعیت کې وي، ولایتونه چې اوبه یوسي بیا هم کمه ده."

ارشیف، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یوه سېلاب ځپلې کورنۍ August 7, 2013.
ارشیف، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یوه سېلاب ځپلې کورنۍ August 7, 2013.

د ازادي راډیو خبریال وايي، په‌دغه سیمه کې یې یوه ښځه ولیده چې ماشومان ورسره دي او غواړي ډاکتر ته لاړه شي، خو د کوڅو له ډنډه نه‌شي اوښتی او مجبورېږي بېرته کورته ستنه شي.

دې ازادي راډیو ته وویل:

"له سړکه نه‌شم تېرېدلی، سېلاب راغلی، وضعیت خراب دی، ټوله شپه خوب نه‌لرو، ډېر کورونه له‌منځه تللي، ځیني کورونه تر اوبو لاندې دي. په قلعه‌زمان خان کې ستونزه ډېره ده."

د ازادي راډیو خبریال وايي، دې سیمه کې یې داسې کورنۍ هم ولیدې چې له وېرې یې کډې بارولې.

د سیمې اوسېدونکو وویل، که کابل ښاروالۍ مرسته نه‌کوي، نو خاورې، شګې او پلاستیکي بوجې دې ورکړي چې دوی پرې په‌خپله د اوبو مخه ډب کړي.

خو د کابل ښاروالۍ وايي، د شته ستونزو کمولو ته‌یې یوه کاري کمېټه جوړه کړې چې مؤظفین‌یې شپه ورځ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له خلکو سره مرستې کوي.

د دغې ادارې ویاند جلیل سلطاني ازادي راډیو ته وویل:

"په کابل ښاروالۍ کې د اضطرار کمېټه جوړه شوې، د کابل سیند ته څېرمه زیانمنېدونکې ټولې سیمې معلومې شوي. په تېرو درې څلور ورځو کې مو څه باندې ۳۰۰ بوجۍ د سیند د دېوالونو سوریو ته ایښي چې اوبه ترې کورونو او کوڅو ته لاړې نه‌شي او کورونه ونه‌نړوي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا ورځو کې د کابل په ګډون په ۲۲ ولایتونو کې د زورورو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل هم کړی دی.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د اماده‌ګۍ ادارې له خلکو هیله کړې چې روان وضعیت ته په کتو له احتیاطه کار واخلي.

د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وايي، روانو بارانونو یوازې په کابل کې ۲۲ کورونه ویجاړ کړي دي.

ارشیف، د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د اماده‌ګۍ ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال
ارشیف، د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د اماده‌ګۍ ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال

دی زیاتوي:

"په کابل کې یو کس شهید لرو، د ۲۲ کورونو د ړنګېدو خبر ورکړل شوی، یوه اندازه مواصلاتي لارې اوبو لاندې کړي، ټیمونه هڅې کوي چې د خلکو ستونزې حل کړي."

کابل ښاریان وايي، د بارانونو او سېلابونو ستونزه نوې نه‌ده، بلکې هر کال په‌دغه موسم کې خلک او کورنۍ له ستونزه سره مخک کېږي، خو حکومت‌يې په وړاندې تدابیر نه‌لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG