د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د اوبو کمښت، جدي ستونزه او د کابل ښاریانو د اندېښنې یو بل لامل!


آرشیف/ د کابل اوسېدونکي
آرشیف/ د کابل اوسېدونکي

په کابل کې د اوبو کموالی یوه جدي ستونزه ده چې خلک‌یې اندېښمن کړي دي.

له دې ډلې د کابل ښار د بي بي مهرو د سیمې ځیني اوسېدونکي وايي، اړ دي چې له جوماتونو او له ځینو لیرو ځایونو اوبه راوړي او خپلې اړتیا پرې پوره کړي.

د دغې سیمې دوه اوسېدونکي محمد نسیم او شفیع وايي:

"اوبه بېخي نه‌شته، اوبه چېرې دي، ټولې څاګانې او بمبې وچې دي، زموږ په همدغې کوڅه کې د اوبو ۲۰ بمبې وچ دي."

"د اوبو د سطحې د ټیټوالي له امله زموږ د کور څا وچه شوې ده، اوس د بمبې اوبه کاروو چې ۱۳۰ متره ژوروالی لري، د دې سیمې د اکثرو کورونو څاګانې وچې شوې دي."

آرشیف/ د کابل ځيني اوسېدونکي
آرشیف/ د کابل ځيني اوسېدونکي

​د بي بي مهرو اوسېدونکي وايي، په ښار کې د ډېری ژورو څاګانو کېندنه لامل شوې چې اوبه لږې شي.

سربېره پر دې د کابل ښار د ځینو نورو سیمو اوسېدونکي بیا د ځمکې د لاندې اوبو له ککړوالي شکایت لري.

د کابل ښار د چهار قلعه اوسېدونکی نور اقا وايي:

"څو وارې مو حکومت ته مراجعه وکړه، خو پام ورته ونه‌شو، د دې سیمې خلک مجبور دي چې د ککړو اوبو له څاګانو کار واخلي، په دې سیمه کې د اوبو کموالی ډېر دی."

نور اقا دا هم وايي، کله چې کوم کس کرایي کور نیسي، هڅه کوي چې داسې کور ونیسي چې اوبه او په تېره پاکې اوبه ولري.

د کابل ښار یوه بله سیمه لکه خواجه بغرا چې اوبه نه‌لري، اوسېدونکي یې مجبور دي چې له ټانکرونو په پیسو اوبه وپېري.

د دغې سیمې یو اوسېدونکی رضا محمد وايي:

"دلته ټانکرونه اوبه راوړي، خو اوبه صحي نه‌دي، خوند يې هم ښه نه‌دی، د خلکو ستونزې ډېرې دي، په ورځ کې له ۴۰ تر ۵۰ افغانیو پورې اوبه پېري."

د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت مخکې له دې ویلي وو، کابل ښار چې شااوخوا پنځه میلیونه نفوس لري، د اوبو سطحه په‌کې ۲۰ متره ټیټه شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت نښان
د اوبو او انرژۍ وزارت نښان

د افغان مسؤلو چارواکو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هر کال د باران او واورو له امله شااوخوا ۲۹ میلیونه متره مکعبه اوبه زېرمه کېږي، حال دا چې د لګښت اندازه‌یې شااوخوا ۳۲ میلیونه متره مکعبو ته رسېږي.

له دې سره د اوبو او برښنا سرپرست وزیر محمد ګل خلمي د اوبو د کموالي په اړه د خلکو د اندېښنو پر وړاندې د سې شنبې په ورځ د اوبو د اوونۍ په لمانځ‌غونډه کې داسې وویل:

"د افغانستان ۵۰ فیصده خلک په تېرو کلونو کې د اوبو له کموالي سره مخ وو، خو سږ کال مو د اوبو زېرمې ښه شوي او د دې تر څنګ د اوبو د کموالي د ستونزې د کمولو لپاره د دغه وزارت او اړوندو نورو ارګانونو له‌خوا یو لړ اقدامات شوي دي."

دا چې حکومت د اوبو د کموالي له امله د رامنځته شویو ستونزو کمولو ته کوم کارونه باید ترسره کړي، د اوبو او برښنا د وزارت پخوانی مرستیال او د اوبو د چارو پوه عبدالبصیر عظیمي یې په اړه وايي:

"حکومت باید د لویو ښارونو لکه کابل چې د ښار نورې سیمې هم تر پوښښ لاندې راولي، د اوبو د رسولو چارو ته پام وکړي، سربېره پر دې دې د کابل ګردچاپېره د اوبو زېرمې جوړې شي چې اوبه‌یې ښار ته ولېږدېږي، کېدای شي چې دغه پروګرامونه لنډ مهالي او اوږدمهالي وي، خو خلک هم باید اوبه وسپموي."

د اوبو او برښنا وزارت پخوانی مرستیال او د اوبو د چارو پوه عبدالبصیر عظیمي
د اوبو او برښنا وزارت پخوانی مرستیال او د اوبو د چارو پوه عبدالبصیر عظیمي

د اوبو د اوونۍ لمانځغونډه کې مسؤلینو د ملګرو ملتونو د سازمان د سروې له مخې وویل، د نړۍ ډېری هېوادونه د اقلیم د بدلون له امله د اوبو د کموالي له ستونزې سره مخ دي او که تدابیر ورته ونه‌نیول شي، تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به د نړۍ ۷۰۰ میلیونه کسان له یوې سیمې بلې ته بې‌ځایه شي.

افغان کارپوهان وايي، افغانستان هم له دغې ستونزې سره مخ دی او کمولو ته‌یې باید مخکې له مخکې تدابیر ونیول شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG