د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

افغانستان او هند د شاتوت بند د جوړېدو تړون لاسلیک کړ


د شاه توت بند د رغولو تړون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

د شاه توت بند د رغولو تړون

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د شاتوت بند د جوړېدو تړون لاسلیک شو.

د سې شنبې (د سلواغې ۲۱مه) په ورځ د دغه تړون د لاسلیک په انلاین غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، هندوستان د صدراعظم نرندرا مودي تر رهبرۍ لاندې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې له درې میلیارده ډالره زیاته مرسته کړې او د شاتوت بند د جوړېدو مرستې افغانانو ته لکه اوبه روان ژوند ورکوي.

ښاغلي غني د شاتوت بند اهمیت په اړه وايي: "دا بند به کابل سیند ته کافي اوبه ورکړي او د ښېرازۍ او سمسورتیا په مرکز به یې بدل کړي، د شاتوت اوبو بند د سولري پمپونو عملي امکان موجود دی، د دغو پمپونو په کېنولو سره به د طبعیت تصویر ښایسته کړي، لکه ځنګه چې د بابر پاچا او له هغه وروسته به د شاعرانو د نسل پام ځان ته اړولی و."

ښاغلي غني زیاته کړه، لکه څنګه چې کابلیان د سرو زرو او واورې ګډ ارزښت اندازه کوي، په کې متل وایي چې کابل دې بې زرو وي، خو بې واورې نه، د شاتوت بند به همداسې د شااوخوا دوه مېلیونه خلکو تنده خړوبه کړي.

د هندوستان صدارعظم نراندرا مودي وویل چې نن یو ځل بیا افغانستان او هندوستان د اړیکو یو قوي بنسټ کېښود.

دی وايي: "کابل کې د شاه توت بند چې نن یې موږ د جوړېدو تړون لاسليکوو، د افغانستان او هندوستان د غښتلې اړیکو پایله ده چې ملاتړ یې کوو، دا بند به د کابل خلکو ته اوبه‌ برابرې کړي، کابل ښار د هندوستان د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري."

ښاغلي مودي زیاته کړه، د افغانستان اړتیا ورته مهمه ده او راتلونکي کې به په افغانستان کې دیته ورته نورو انکشافي کارونو ته دوام ورکړي.

شاتوت بند چې د کابل په سیند جوړېږي، د کابل ولایت د چهارسیاب ولسوالۍ په للندر سیمه کې موقعیت لري چې په جوړېدو سره به یې څلور زره هکتاره ځمکه خړوبه او دوه میلیونه کابل ښاریانو ته به پاکې اوبه چمتو کړي.

د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د دغه بند په جوړېدو څه باندې ۲۳۶ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د هند له خوا ورکول کېږي او چارې به يې په شپږو کلونو کې بشپړې شي.

شاتوت بند به ۹۷ متره لوړ وي او ۶۰ متره پلن والی ولري او د ۱۴۶ میلیونه متره مکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت به ولري.

د شاتوت للندر بند جوړېدو تړون داسې مهال لاسلیک کېږي چې کابل ښار د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی او ان د کابل د ځمکې لاندې اوبو سطحه ډېره ښکته تللې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د دې بند په جوړېدو سره به تر یو بریده دا ستونزه هواره شي.

په ورته وخت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس خان محمد تکل په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د جوړېدو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي چې تراوسه پورې یې ۹۸ سلنه کار پر مخ تللی.

له دې سره په خوا کې افغان حکومت د بدخشان په شورابک، د نیمروز په کمال خان او د هلمند په کجکي بندونو د رغونې او بیارغونې کارونه چټک کړي دي.

XS
SM
MD
LG