نن سې شنبه (د سلواغې ۲۱مه) په کابل کې د افغان ولسمشر اشرف غني او د هند د صدراعظم نریندرامودي له خوا د شاتوت بند د جوړولو تړون په انلاین بڼه لاسلیک شو.
د اوبو د مدیریت د تنظیم کارپوهان وايي، پلازمېنې کابل ته دا بند ډېر مهمه دی ځکه د اوبو رسولو شبکه پرې فعالېږي او هم د ځمکې لاندې اوبو زېرمه کې رول لوبوي.
له دې کارپوهانو یو هم د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د اوبو د مدیریت او چاپېریال ساتنې د پوهنځي استاد محمد عاصم مایار دی چې اوس د جرمني په شتوت ګارد پوهنتون کې د اوبو په مدیریت کې دوکتورا اخلي.
د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي له ښاغلي مایار سره مرکه کړې ده. د شا توت بند او هم د اوبو د مدیریت په برخه کې یې د هند د نورو مرستو په اړه ترې پوښتنې کړي دي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Embed
شریکول
مرکه
by ازادي راډیو
Embed
شریکول
The code has been copied to your clipboard.
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available
0:00
0:05:48
0:00
مستقیم لېنک
-
صفيالله ستانکزی
صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ