په افغانستان کې ناامني د نوربرخو ترڅنګ د اوبو بندونو لپاره هم لوی ګواښ ګڼل کېږي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په لویدیځ هرات کې پر سلما بند د هاوان مرمۍ توغول، د دې بند د ویجاړېدو په تړاو اندېښنې راپورته کړي دي.
هرات کې د سلما د اوبو بند نه یوازې د هراتیانو کورونه رڼا کړي بلکې په زرګونه هکتاره ځمکه یې هم خړوبه کړې.
سلما بند له هراته ۱۷۶ کیلو متره لېرې د چشت شریف په ولسوالۍ کې د هریرود خواته جوړ شوی دی.
دغه بند د ۴۲ مېګا واټه برښنا په تولید سره د ۶۳۳ میلیونه متره مکعبه د اوبو د سپما ترڅنګ شااوخوا ۷۵ زره هکتار کرنیزه ځمکه خړوبوي.
خو ورستیو سختو جګړو او د طالبانو له خوا د چشت شریف ولسوالۍ سقوط، دې ته زمینه برابره کړه چې په سلما بند څو هاوانه ولګېږي.
د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره دا کار د طالبانو بولي، خو طالبان یې بیا ردوي.
د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وايي، د اوبو بندونه باید د جګړې ښکار نه شي: "موږ د بند د امنیت ساتلو برخه کې ستونزه نه لرو خو دې وروستیو کې سختو جګړې زموږ هغه پروژې چې کار یې دوام درلود له ګواښونه سره مخ شوي چې یو له هغه د سلما بند دی، طالبانو په دې بند هاوانونه وتوغول."
له سلما بند پرته د چشت شریف ولسوالۍ ټولې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر سلما بند د هاوانونو توغول ردوي او وايي چې دغه ډله د اوبو بندونو د ساتنې برخه کې هڅه کوي.
مجاهد وايي، د بند په شپږ کیلو مترۍ کې د پولیسو یوه قرارګاه ده کله چې په دې قرار ګاه ډزې کېږي نو پولیس بیا ادعا کوي چې پر بند یې حمله کړې چې دا حقیقت نه لري، طالبانو د سلما بند برخه کې له ډېر احتیاطه کار اخلي.
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره د معلوماتو له مخې افغانستان اوس مهال ۶۹ بیلیونه متر معکب اوبه لري چې له ډلې یې ۳۱ سلنه یې مدیریت شوي او په راتلونکي ۵ کلونو کې به دغه مدیریت ۵۰ سلنه ته ورسېږي.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر سقوط وروسته د نړېوالې ټولنې په مرسته او د امریکا په مشرۍ د اوبو بندونو د جوړېدو چارې چټکې شوې.
د افغانستان د کلیو او بیا روغونې وزارت د شمېرو له مخې په تېرو دوو لسیزو کې له ۳۰۰ زیات د اوبو بندونه د ۱۰.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت په ۲۹ ولایتونو کې جوړ شوي دي.
سلما بند په هرات کې، کمال خان بند په نیمروز کې، قرغه او امیر غازي په کابل کې، زنه خان او سرده په غزني کې، خان اباد په کندز کې، سرخاب په لوګر او داسې نور په لسګونه بندونه جوړ شوي دي.
د افغانستان کلیو او بیا رغونې وزارت د مطبوعاتو د برخې غړی مهراب ګل مخلص وايي، د دغو بندونو په جوړېدو سره د اوبو مدیریت، د سیلابونو کنټرول، د کرنۍ برخې وده، د برښنا تولید او په مسقیم او غیر مستقیم ډول شااوخوا ۲۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.
مخلص زیاته کړه: "د افغانستان د کلیو او بیا رغونې وزارت له ۱۳۸۱ څخه تر دا مهاله ۳۳۸ د اوبو بندونه د ۱۰.۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې جوړ کړي او ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه په کې برابر شوې ده. "
د افغانستان ډیره برخه اوبه اوس هم ګاونډیو هېوادونو ته ځي خو افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني تل د اوبو په مدیریت ټینګار کړی دی.
- خو روان حالات څومره کولای شي د بندونو د جوړېدو پر وړاندې ستونزې وزیږوي؟
په زیر بنايي چارو کې پوه مطیع الله خروټي زیاته کړه: "د افغانستان روان حالت کولای شي د اوبو بندونه، نور عام المنفعه پروژې او چارې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي، خو افغان حکومت او افغان ملي پوځ یې باید مخه ونیسي، په دې برخه کې دخلکو همکاري هم اړینه ده."
له دې سره هم مهاله د افغانستان د اوبو چارو تنظیم ملي اداره وايي چې اوس مهال په ۱۴ بندونو کار روان دی.
کجکي بند په هلمند ولایت کې، پاشدان هرات کې ، بخش اباد، په فراه کې، مچلغو په پکتیا کې، سراب په ارزګان کې ، پلتو په پکتیکا کې، توری په زابل کې، سلطان په غزني کې، شاه او عروس په کابل کې او شورابک په بدخشان کې هغه بندونه دي چې کار پرې روان دی.
له دې سره په خوا کې د ۴۴ نورو بندونو د جوړېدو هوکړه لیک به هم زر لاس لیک شي.
د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره وايي، په دغه بندونو به ۱.۲ ملیارده ډالره لګښت راشي چې په جوړېدو سره به یې ۲۷۸ میګاواټه برښنا او له ۹ زرو هکتاره زیاته ځمکه خړوبه شي.