په افغانستان کې دوامدارو جګړو ان یو شمېر ولایتونو او سیمو کې خلک د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې کړي دي.
دغه خلک چې ډېری یې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي وایي چې کله خو ان د ژوند د یو کوچنۍ اړتیا لپاره هم اړ دي چې مزلونه وکړي، څو اړتیاوې یې پوره شي.
۲۵کلنه زرمینه د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چېرې چې اکثرو سیمو کې یې د افغان دولت او طالبانو تر منځ وخت ناوخت جګړه کېږي.
زرمینه د دغه ولایت مرکز اسعداباد یوه روغتون ته راغلې او غواړي دلته یې درملنه وشي.
زرمینه وایي، که څه هم خپله سیمه کې یې روغتون شته خو هلته دومره امکانات نشته چې درملنه یې وکړای شي: "په خپله سیمو کې مو که کوم ناروغ پیدا شي نو په ډېرو ستونزو یې تر مرکزه رسوو، په لارو کې ستونزې وي، پیسې هم په اسانه نه پیدا کېږي، ډېری داسې خلک هم زموږ په سیمه کې شته چې تر مرکزه د خپل ناروغ د انتقال وسه نه لري او تر هغه چې یې د ناروغ حال ډېر بد شوی نه وي، مرکز پورې یې نه شي بیولی."
د زرمینې په څېر ډېر نور هم شته د مرکز اسعداباد روغتون ته د جګړو له سیمو خپل ناروغان په ډېرو سختیو را رسوي.
خو دا ستونزه یوازې تر کونړه نه محدودیږي، د دې هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلک ورته ستونزې لري.
د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکی محمود الله وایي، د دوی سیمه کې خلک ان د څښاک پاکو اوبو ته په اسانه لاسرسی نه لري، روغتون، ښوونځي او نورې اسانتیاووې خو لېرې خبره ده.
دی وايي: "موږ له سختو ستونزو سره مخ یو، ځکه زموږ په سیمه کې جګړې دي او ډېری خلک مو بیا نورو ځایونو ته کډوال شوي، روغتیایي خدماتو ته خو په اسانه لاسرسی نه لرو ان د څښاک لپاره پاکې اوبه لا نه شو موندلی."
خو داسې خلک هم شته چې دغو سختو او جګړه ییزو شرایطو کې چې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته يې په سمه توګه لاسرسی نه درلود، ویې کړای شول چې ځان له ستونزو وباسي.
۲۷کلن ضیاء الرحمن چې د میدان وردګو د چک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو تر ولکې لاندې یې ژوند کاوه ازادي راډیو ته یې وویل چې د ښوونځي پر مهال له سخت کړاوونو سره مخ شوی، خو بیا یې هم د لېسانس تر کچې یې زده کړې کړي.
دی وايي: "د منځنیو زده کړو پر مهال مې ګڼې ستونزې ګاللي، مثلاً د قلم، کتابونو او کتابچو ورته نورو درسي توکو نشتون و، بله ستونزه چې موږ ورسره لاس او ګرېوان و د دولت او طالبانو تر منځ به چې جګړې وشوې او کله به چې د دولت له لوري شپني عملیات وشول، په ورځو-ورځو به مو ښوونځي تړلی وو، استادان به د جګړو له وېرې تدریس ته نه راتلل، اوس هم خلک دلته له دې ستونزو سره مخ دي او لومړني خدمات خو په نشت حساب دي."
داسې خلک هم شته چې نه یوازې دغو دوامدارو جګړو له امله بلکې د دوی په خبره، د طالبانو له لوري پر ښځینهوو د لګول شوېو بندیزونو له امله له دغو لومړنیو اسانتیاوو بې برخې وې.
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکې اریا وایي، لومړی یې په یوه ښوونځي کې درس وایه، خو کله چې طالبان پرې خبر شول دوی یې له ښوونځي منع کړل.
اریا زیاتوي: "لومړی مو په یوه لېسه کې درس وایه، خو له بده مرغه کله چې طالبان پر موږ خبر شول، زموږ مشرانو ته یې وویل چې دا په کوم قانون کې شته چې نجونې دې ښوونځیو ته لاړې شي او بالاخره پر موږ او ښوونکو مو بندیز ولګېد، موږ هم اړ شو چې په جوماتونو کې هغه هم په پټه درس ووایو، خو جومات مو هم له کوره زښته لېرې و چې له زیاتو ستونزو سره مخ وو."
اریا اوس د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ته راغلې چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
په ډېرو نورور سیمو کې بیا خلک له دې ستونزو سربېره برېښنا، د څښاک لپاره پاکو اوبو، د خپل ژوند د اقتصاد د پر مخ وړلو لپاره هم په اسانه لاس رسی نه لري او لامل یې هم همدا جګړې بولي.
افغان دولت وایي، هڅه کوي د ټول هېواد په کچه ان هغو سیمو ته چې د طالبانو تر ولکې دي خپل خدمات ورسوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وایي، که څه هم ټول هېواد کې ۳زره روغتیایي مرکزونه شته او ډېریو لېرې پرتو سیمو ته خپل خدمات روسي.
ښاغلی نظري وایي، که څه هم ورته معلومه نه ده چې څومره روغتیایي مرکزونه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې شته، خو په خبره یې کله-کله په مؤقته توګه ځیني روغتیایي مرکزونه د دولت ضد وسله والو له لوري تړل کېږي.
نظري زیاته کړه: "لېرې پرتو سیمو کې هم زموږ روغتیایي مرکزونه فعاله دي، د درملو انتقال هم په عادي ډول ورکول کېږي، ځکه چې دا انتقال د غیر دولتي موسسو له لارې کېږي، خو کله-کله د حکومت د مخالفینو له لوري دا مرکزونه تړل کېږي خو هغه هم لنډ مهاله وي."
د پوهنې وزارت وایي، د ناامنو سیمو لپاره یې له نړیوالو او غیر دولتي ادارو او بنسټونو سره هوکړې کړي چې د زده کړو برخه کې اړو ماشومانو ته د دوی خدمات ور ورسوي.
د دغه وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډیو ته وویل: "کومو سیمو کې د ماشومانو لاسرسی زده کړو ته کم وي، هلته موږ محلي ټولګي پرانیزو چې وکولی شو اړو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړو."
اغلې ارین وایي، که څه د شدیدو جګړو پر مهال د نورو عامه المنفعه ځایونو په شان ځیني وخت ښوونځي هم تړل کېږي، خو دوی یې د یونېسف او ورته نورو نړیوالو ادارو په شان هڅه کوي بېرته یې پرانیزي.
طالبان هم په جګړه ییزو سیمو کې لومړنیو اسانتیاوو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې ستونزي مني او جدي یې ګڼي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، که څه هم دوی له غیر دولتي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو سره هوکړې کړي چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي، خو په خبره یې، د دغو نړیوالو موسسو او ادارو له لوري کړې ژمنې نه دي عملي شوي.
وړاندې تر دې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون، د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان په هېواد کې دننه او بهر د بشري حقونو مدافعینو په ځلونو د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د خلکو لپاره دې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي.
ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ میلادي کال په راپور کې ویلي و چې لږ تر لږه ۶.۳ میلیونه افغان ماشومان بیړنیو مرستو ته اړتيا لري.
دغه کچه د کرونا وبا او د جګړې دوام ته په کتو ښايي په ۲۰۲۱ کال کې لا هم لوړه شوې وي.
بل خوا د راپورونو پر بنسټ له ۵۰ سلنې زیات افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ۴۴ سلنه یې صحي خوړو ته لاسرسی نه لري.
د برېښنا په برابرولو کې حکومت له کورنیو او وارداتي سر چینو له لارې برېښنا برابروي، خو یوازې په روان ژمي کې دغه لړۍ څو وارې ټکنۍ شوه.
په دغه لړ کې د کابل په شمول لږ تر لږه د افغانستان ۱۳ ولایتونه د برېښنا له نعمته محروم شول.
اوس مهال دغه چاره په عادي توګه روانه ده، خو لا هم یوه بنسټیزه حل لاره ورته نه ده برابره شوې.
حکومت وايي چې د اوبو پر لسګونو بندونو باندې کار روان دی، څو اوبه زېرمه او برېښنا تولید کړي.