د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

چارواکي: د ۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه د کابل ښار د برښنا ستونزه به حل شي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان برښنا شرکت وايي، هڅه کوي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال ترپایه د کابل ښار د برښنا ستونزه حل کړي.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولين وايي، هر کال ۲۰۰ مليونه ډالره د برښنا د تمویل له امله بهرنيو هېوادونو ته ورکول کېږي.

د دغه شرکت د مسوولينو په خبره په دې برخه کې د ځان بسیاینې لپاره ۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

د دغه شرکت د مسوولينو په وينا، د راتلونکي کال تر پايه پورې به د ترکمنستان د برښنا په وصلېدو سره د کابل ښاریانو د برښنا ستونزه هواره شي.

د دې شرکت مرستیال صفي الله احمدزي د دوشنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، د ترکمنستان ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا چې تر مزار شریف رسېدلې د پلخمري له لارې کابل سره تر وصلېدو وروسته به د کابل ښار برښنا ۲۴ ساعته شي.

د ښاغلي احمدزي په وینا، له پلخمري تر کابله د ترکمنستان برښنا وصلېدل به د را روان کال تر پایه بشپړ شي.

هغه زياتوي: "د برښنا شرکت همیشنۍ هڅه هم دا ده چې څه ډول، په کابل او نورو ولایتونو کې برښنا ډېره ورسوو، کار جریان لري، له ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د انتقال کار بشپړ شوی، یوه کمېټه هم جوړه شوې له پلخمري تر کابله پورې د برښنا انتقال کې ځينې ستونزې شته چې دا حل کړې، زموږ هیله دا ده چې تر راتلونکي یو کاله پورې دا برښنا کابل ته ورسوو."

د افغانستان برښنا شرکت په داسې حال کې د کابل د برښنا د ستونزې د هواري خبر ورکوي، چې کابل ښاریان د ژمې له را رسېدو سره په ۲۴ ساعتونو کې له ۶ تر ۸ ساعتونو برښنا لري.

د دغه شرکت د مسوولينو په خبره، د مالي امکاناتو کمښت تر څنګ د امنیت نشتون دا چاره نوره هم ستونزمنه کړې ده.

د برښنا شرکت تخنیکي مرستیال ننګیالى میاخېل وايي، یوازې تېر یو کال کې د بېلابېلو لاملونو له امله ۵۰ ځلې د برښنا د انتقال لینونه پرې شوي دي.

د کابل په شمال کې غورځول شوې پايه. 27 April 2020
د کابل په شمال کې غورځول شوې پايه. 27 April 2020

د دې شرکت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د افغانستان۸۰ سلنه برښنا وارداتي او یوازي ۲۰ سلنه په کور دننه تولیدیږي چې له دې لارې ۴۵ سلنه هېوادولو ته برښنایي خدمتونه وړاندې کوي.

خو یو شمېر کابل ښاریان انتقاد کوي وايي، برښنا شرکت تر اوسه خلکو ته د برښنا رسولو په برخه کې بنسټیز کارونه نه دي کړي.

فرشته وايي: "نه د ورځې لخوا برښنا شته او نه هم د شپې لخوا، دوی وايي چې دوره یي برښنا شته خو دا خبره هم سمه نه ده،ځينې سيمې ټوله ورځ برښنا لري خو ځينې نورې بیا له برښنا بیخي بې برخې دي دا یو لوی خنډ دی."

د کابل ښار بله اوسېدونکې سيما وویل:" له برښنایي خدمتونو څخه خوښ نه یو، ځکه چې د اړتیا په وخت کې چې موږ اړتیا ورته لرو برښنا نه وي، د ورځې لخوا برښنا نشته او شپې هم چې ۶ ساعته یې لرو ګټه نشو ترې پورته کولی."

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر چې دا مهال ازبیکستان کې دی په پام کې ده چې د یاد هېواد له چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د برښنا د ستونزې په هواري هم خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG