یو شمېر کابل ښاریان نیوکې کوي چې د نړیوالو له زیاتو مرستو سره -سره لا د برېښنا په برخه کې ستونزې لري او تیارې شپې سبا کوي.
که څه هم د برښنا پرې کېدل نوې ستونزه نه ده خو دا ځل د ژمي په سړو کې خلک ورسره مخ دي چې ستونزې يې ور ډېرې کړي.
د کابل ښار اوسېدونکی عبدالله احمدزی وایي: "دا ستونزه دې ته راجع کېږي چې موږ اکثره پانګونه له هېواده بهر کړې، که چېرې د بهرنو هېوادونو پر ځای دلته په کور دننه په زېربنایي سرچینو پانګونه شوې وای اوس به مو دا ستونزه حل وه."
په کابل کې چې دا مهال لوړ پوړېزې ودانۍ ډېرې جوړې شوي د کوټو د روښانه کولو تر ځنګ د برېښنا په وسيله اوبو ته لاسرسی هم ډېر مهم دی چې د برق په نشتون کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.
د کابل ښار بل اوسېدونکی هدایت الله چې د یو خصوصي پوهنتون استاد هم دی وایي، د برښنا شتون ته یې د نورو په پرتله ځکه زیات اړتیا ده چې سر او کار یې له ټکنالوجۍ او کمپیوټري کارونو سره دی.
دی وايي، د برښنا قطع کېدو له زیاتو ستونزو سره مخ کړی.
هغه زیاته کړه: "زه د یو استاد په توګه چې هر کله باید نوې څېړنې وکړم، ورځ کې زیات کار مو له انټرنېټ او کمپیوټر سره وي، خو چې کمپیوټر مو چارج خلاص کړي کارونه مو له ستونزو سره مخ شي."
کابل دغه ښاریان ځکه د برېښنا له ستونزو شکایت کوي چې له دوو ورځو راپدېخوا د پلازمېنه کابل په ګډون د هېواد د دولس ولایتونو برښنا قطع شوې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د ازبېکستان د وارداتي برېښنا د زرو میګا واټو په ظرفیت یو سپستېشن کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې ده.
توحيدي وايي: "د دغې تخنیکې ستونزې له امله چې د ازبېکستان له لوري په وارداتي برېښناکې رامنځته شوې د کابل په ګډون د دولس ولایتونو برښنا پرې شوې، زموږ تخنیکي ټیمونه هڅه کې چې دا ستونزه ژر هواره کړي."
د ښاغلي توحیدي په خبره، کابل، مزارشریف، بغلان، میدان وردګ، پران، کاپیسا، پنجشېر، غزني، لوګر، پکتیا، خوست ننګرهار او لغمان ولایتونه چې له واداتي برېښنا سره په دوامداره توګه وصل دي اوس یې د یادې ستونزې له امله برېښنا پرې شوې ده.
د برېښنا په قطع کېدو سره د خواله رسنیو کاروونکو هم په خپلو پاڼو لیکنې کړي.
د پوهنتون استاد مسلم شېرزاد په ټویټر کې د طنز په ډول لیکلي: "د جمهوریت د پلازمېنې برېښنا له ازبېکستان نه پرې شوه، رښتیا د برېښنا صادرات چېرې ورسېدل؟"
په فېسبوک کې بیا د حورې په نوم یوې ليکوالې خپلو ملګرو ته سپارښتنه کړې: "چې ویدېږئ! پاور بانک او ګرځنده تيلفونونه مو چارج ته کېږدئ، هسې نه په نیمه شپه برق راغلی وي بیا به پښېمانه یاست!"
خو د چارو يو شمېر پوهان بیا د دغې همېشنۍ ستونزې رامنځته کېدلو له امله د نړیوالو مرستندویه بنسټونو پر میکانیزم نیوکه کوي.
له دې ډلې شریف الله شګیوال ازادي راډیو ته وویل: "موږ هر کال ایران، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان ته له 230 میلیونو ډالرو تر 300 میلیونو ډالرو پیسې د وارداتي برښنا لپاره ورکوو، البته دا لګښت د امریکا نړیوالې پراختیایي اداره، نړیوال بانک او یا هم پراختیایي بانک ورکوي، خو که چېرې دا پیسې په مستقیم ډول د افغان دولت په واک کې ورکړل شوې وای افغان دولت به په کور دننه د شته طبیعي منابعو نه په ګټه اخیستنې برېښنا تولید کړې وای."
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان دا مهال په هېواد دننه د لمریزې او بادي برېښنا د تولید زیات ظرفیتونه لري، خو د برېښنا شرکت په خبره یوازې څو ولایتونو ته د اړتیا پر مهال له کورنیو سرچینو برېښنا ورکول کېږي.