د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

د افغانستان برښنا شرکت: کلکان کې د الوزول شويو پايو جوړول ۲۰ ورځې وخت نيسي


د کابل کلکان ولسوالۍ کې الوزول شوې پايې
د کابل کلکان ولسوالۍ کې الوزول شوې پايې

د افغانستان برښنا شرکت وايي د وارداتي برېښنا د هغو دوو پایو د ترمیم چارې یې پیل کړي چې د کابل په کلکان ولسوالۍ کې نن سهار وختي د ځای پر ځای شویو ماینونو په چاودنو کې ویجاړې شوې دي.

د دې پایو له ویجاړېدو وروسته کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته د وارداتي برېښنا بهیر پرچاو شوی دی.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۷» ازادي راډيو ته وویل: "نن سهار وختي څلور بجې او ۲۵ دقیقې، د ۲۲۰ کیلوولټ د وارداتي برېښنا دوه پايې د کابل د کلکانو ولسوالۍ په میرازخېلو سیمه کې د ماینونو په چاودنو کې له‌منځه وړل شوې دي او درېیمه پایه هم یو څه تخریب شوې ده."

د کابل کلکان ولسوالۍ کې الوزول شوې پايې
د کابل کلکان ولسوالۍ کې الوزول شوې پايې

دی وايي د څلورمې پايې د له‌منځه وړلو لپاره هم ماین ځای پر ځای شوی، خو د ملي اردو د تخنیکي ټیم په هڅو شنډ شو.

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې سیمې ته د برښنا تخنیکي ټیم رسېدلی او د نړېدلو پایو د بېرته رغولو چارې پیل شوي، خو په وينا يې ياده ستونزه به په ۲۰ ورځو کې په بشپړه توګه حل شي.

برښنا شرکت وايي چې د دغو پايو ويجاړولو ورته تر درې لکه ډالرو زيان اړولی دی.

تر دې دمه د پېښې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی، خو تر دې وړاندې افغان حکومت په یاده سیمه کې د برېښنا پایو د تخریب په تور د یو شمېر غیر مسؤله وسله‌والو د نیولو خبرونه خپاره کړي وو.

د برښنا شرکت د معلوماتو پر بنسټ افغانستان له ګاونډي ازبکستانه ۴۶۰ مېګا واټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ مېګا واټه‌یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د کابل کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا شرکت کارکوونکي د الوزول شويو پايو د جوړولو پر مهال
د کابل کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا شرکت کارکوونکي د الوزول شويو پايو د جوړولو پر مهال

افغانستان خپله ۷۰ سلنه برېښنا له ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران څخه واردوي او ۳۰ سلنه نوره له کورنیو سرچینو تولیدوي.

د برېښنا دا پايې داسې مهال له‌منځه وړل کېږي چې په وروستیو څو ورځو کې په افغانستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او له بېلابېلو ولایتونو د جنګ جګړو راپورونه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG