د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون: د برېښنا بلونه دې بېرته دوه مياشتني شي


د برېښنا د لګښت بل
د برېښنا د لګښت بل

له تېرې یوې میاشتې راهیسې چې د برېښنا بلونه میاشتني شوي، خلک شکايت کوي چې لګښت پرې ډېر راځي.

له دې امله د ولسي جرګې د ترانسپورټ، مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۴» د برېښنا شرکت چارواکي خپلې ناستې ته راوغوښتل.

د دغه کمېسیون مشر عبیدالله کلیمزي وویل چې د کابل ښار د اوسېدونکو له غوښتنو سره سم غوره ده چې د تېر په شان د برېښنا بلونه بېرته دوه مياشتني شي.

ښاغلی کلیمزی زیاتوي: "د تېرو په څېر، دا غوره ده چې په دوه میاشتو کې د برېښنا لپاره بل تادیه شي، ځکه تېره پروسه کې د خلکو ګټې نغښتي او دا د خلکو حق دی چې باید ورته پام وشي."

د کابل اوسېدونکي د برېښنا له میاشتنۍ پروسې په داسې حال کې شکایت کوي چې دا پروسه ډېر وخت نیسي او د خلکو په وینا چې په هر کیلو واټ لګښت ډېروي.

دوی وایي، پخوا يې له ۲۰۱ تر ۴۰۰ کیلو واټو باندې ۳،۷۵ افغانۍ ورکولې، خو اوس په میاشتني لګښت کې له ۱۰۱ تر ۲۰۰ کیلو واټو ۳،۷۵ افغانۍ ورکوي.

د کابل ښار د چهلستون یو اوسېدونکي جان اقا ازادي راډیو ته وویل: "د برېښنا لوړ لګښت د خلکو چغې اوچتې کړي، یو ځل ۲۰۰ افغانۍ راځي او بیا ۷،۰۰۰ افغانۍ، دا نو څه رقم دولت دی، موږ ځان ته اور واچوو؟ هیله کوو دغې ستونزې ته رسېدنه وکړﺉ."

په همدې حال کې د برښنا شرکت مشر داوود نورزی وایي چې د برېښنا د میاشتني لګښت د ورکړې لړۍ لنډمهالې او ازمایښتې ده او که خلک غواړي شرکت حاضر دی څو د برېښنا بلونه بېرته دوه میاشتني کړي.

د افغانستان برښنا شرکت مشر داوود نورزی
د افغانستان برښنا شرکت مشر داوود نورزی

ښاغلی نورزی زیاتوي: "که خلک نه‌غواړي چې هره میاشت بل تحویل کړي، نو برښنا شرکت چمتو دی چې د دوی غوښتنې ومني، دا په کابل کې یو ازمایښتي پروګرام و چې په پیل کې ستونزې موجودې وې."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې خلکو له پخواني بهير شکايت درلود او ويل‌یې چې بلونه دې میاشتني شي.

XS
SM
MD
LG