د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۴۵

پر دهلې بند د طالبانو له ولکې وروسته دغه بند ته د زیان رسېدو اندېښنې راپارېدلي


د کندهار د دهلې بند
د کندهار د دهلې بند

د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د کندهار د دهلې بند د نیول کېدو د راپورونو تر خپرېدو وروسته د دغه ولایت چارواکي او عام خلک دغه مهم بند ته د زیان رسولو په اړه اندېښنه لري.

تر دوو اوونیو جګړو وروسته په داسې حال کې د دهلې بند په بشپړه توګه د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلی چې ټاکل شوې وه درې اوونۍ وروسته د کندهار لپاره د دغې سترې حیاتي پروژې د ارتفاع چارې پیل شي.

د دهلې بند د ساتنې پر امنیتي پوستو د شاوخوا دوو اوونیو سختو جګړو وروسته د تېرې چهارشنبې په ورځ دغه پوستې سقوط او بند په بشپړه توګه د وسله‌والو لاس ته ولوېد.

د دهلې بند چې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې موقعیت لري د ۲۸۲ مليونه متره مکعب اوبو د ذخيره کولو ظرفيت لري.

کندهار کې د ارغنداب سیندییزې حوزې رئیس انجنیر توریالي محبوبي ازادي راډیو ته وویل د دهلې بند د ټولو افغانانو ګډه ملي شتمني ده چې په ساتنه کې یې باید ټولې ښکېلې غاړې خپل مسؤلیت ترسره کړي.

د ښاغلي محبوبي په وینا دغه بند د کندهار د اووه ولسواليو شاه وليکوټ، ارغنداب، دامان، ميوند، ژیړۍ، پنجوايي او ډنډ کرنیزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

د کندهار د دهلې بند
د کندهار د دهلې بند

د نوموړي په وینا که خدای مه‌کړه دغه بند ته زیان ورسېږي، نو دا به د ټول کندهار لپاره یو ستر ناورين وي او خلکو ته به ملیونونه افغانۍ زیان ورسېږي.

ښاغلی محبوبي زياتوي: "زموږ دا درې فصلونه، غنم، انار او انګور د دې بند څخه خړوبېږي، ۷۵ فیصده ځمکې او باغونه د دې بند څخه اوبه اخلي، که خدای مه‌کړه دغه بند ته زیان ورسېږي دا به زموږ د خلکو پر اقتصاد منفي اغېز وکړي، زموږ هیله د ښکېلو خواو څخه دا ده چې د دې مشترکې ملي شتمنۍ ساتنه وکړي."

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی اختر محمد وايي که د دهلې بند ته زیان ورسېږي، نو د کرنې په برخه کې به کندهار د اوبو له قحطۍ سره مخامخ شي.

اختر محمد وايي: "طالبان د دې وطن خلک دي داسې کار به ونه‌کړي، که خدای مه‌کړه بند تخریب شي د کندهار ټول زراعت به له‌منځه ولاړ شي."

د ارغنداب ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي ګل احمد د دهلې بند د کندهار د زراعت په برخه کې د اوبو یوازنۍ سرچینه بولي او له طالبانو غواړي چې دغه مهم بند ته تاوان ونه‌رسوي.

ګل احمد وويل: "اوس چې دا بند د طالبانو په واک کې دی، د تېر په ډول دې اوبه په منظم ډول پر رود ایله کړي، که داسې ونه‌شي، نو د ارغنداب او نورو ولسوالیو باغونه او ځمکې به وچې شي."

کندهار کې د دهلې بند
کندهار کې د دهلې بند

چارواکي او عام خلک پر داسې مهال د دهلې بند د تخریب په اړه اندېښنه ښيي چې دوه اوونۍ مخکې د دغه بند یوازنی لوی پل هم د چارواکو په وینا د وسله‌والو طالبانو له‌خوا په بمونو تخریب شوی و.

وسله‌والو طالبانو د چارواکو د دغه ادعاوو او د دهلې د بند د نیول کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې مخکې د کندهار چارواکو ویلي و چې د دهلې بند د ارتفاع د لوړولو چارې به د روانې ثور یا غويي میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې پیل شي.

د کندهار والي روح‌الله خان‌زاده درې اوونۍ مخکې د خپل سل ورځني کار او فعالیتونو د بیانولو پر مهال ویلي و چې د دهلې بند د استملاک ستونزه حل شوې او د استملاک کولو د چارې تر پای ته رسېدو وروسته به د دغه بند د دېوالونو لوړولو چارې پیل شي.

د کندهار والي روح‌الله خان‌زاده
د کندهار والي روح‌الله خان‌زاده

چارواکي وايي د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کانالونو ترمیم، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو د شبکې جوړول او د ۳۰ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت په‌کې شامل دي.

د دغه بند پر ټوله پروژه ۴۸۴ ملیونه ډالره لګښت راځي چې د نړیوال پراختیايي بانک له‌خوا ورکول کېږي.

امنیتي چارواکي وايي دهلې بند د بېرته نیول کېدو لپاره پر پوځي عملیاتو صلاح مشورې روانې دي.

XS
SM
MD
LG