د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

ډفېنس پوسټ: طالبانو د دهلې بند د امریکایي ځواکونو د وتلو له پیل وروسته ونیوه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډفېنس پوسټ

ډفېنس پوسټ خپرونې د طالبانو له لوري د دهلې بند د نیولو په اړه مطلب خپور کړی دی او د چارواکو په وینا لیکي چې دا بند وسله‌والو طالبانو په کندهار کې وروسته له څو میاشتو سختو جګړو ونیو.

د دهلې بند نږدې ۷۰ کاله مخکې د امریکا متحده ایالاتو جوړ کړی و. دوه کاله مخکې د اسیا پراختیایي بانک د دې بند د یوې برخې د پراختیا لپاره د نږدې ۳۵۰ ملیونه ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

دا بند د کندهار ښار ته اوبه چمتو کوي او د دې ولایت د کرنې لپاره د اوبه خور یو مهم بند دی.

ډفېنس پوسټ لیکي، د دهلې بند څو ورځې وروسته تر دې طالبانو ونیو چې امریکایي ځواکونو په رسمي ډول له افغانستانه د خپلو پاتې ځواکونو په وتلو لاس پورې کړ.

ورځپاڼې د کندهار د اوبو د څانګې د رئیس توریالي محبوبي هغه خبرې هم رااخیستې دي چې فرانس پرس اژانس ته‌یې ویلي دي چې طالبانو په وروستیو کې د دهلې بند کارکوونکو ته خبرداری ورکړی و چې له کاره لاس واخلي.

طالبانو تېره میاشت په ارغنداب کې هغه پل چې د دهلې د بند په لاره پروت دی، په بمونو والوزاوه او له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د دهلې بند شاوخوا په نورو ولسوالیو کې او بیا وروسته په خپله ارغنداب کې سختې جګړې پیل شوې، خو تېره میاشت حکومت ډاډ څرګند کړ چې دا سیمه‌یې تصفیه کړې ده.

  • ګارډین

د لوېدیځ یوې بلې خپرونې، ګارډین بیا د افغانستان رسنیو ته د ګواښونو د زیاتېدو مسئله څېړلې ده.

د ورځپاڼې په باور په لسګونه خبریالان د دې ګواښونو له امله د افغانستان په مختلفو سیمو کې خوندي ځایونو ته تللي دي او یو شمېر خبریالانو دغه هېواد پرېښی دی.

ګارډین لیکي په ځینو ښارونو کې د خبریالانو لپاره خوندي ځایونه جوړ شوي او د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره هغوی ته د ساتونکو وړاندیز شوی دی.

وړځپاڼه څرګندوي چې تېر کال ۱۳۲ خبریالانو وویل چې دوی ته مخامخ ګواښ شوی دی او پروسږکال د وړم کال په پرتله خبریالانو ته ۲۶ په سلو کې ګواښونه زیات شول.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ هم په افغانستان کې د طلوع‌نیوز خصوصي ټلوېزیون پخوانی ویاند او د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر هم په کندهار کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري ترور شو.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې له ۲۰۱۸ کال راپه دې خوا په افغانستان کې د رسنیو تر ۳۰ ډېر کارکوونکي وژل شوي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي دي چې دوی د ګواښونو په دې چاپېریال کې د بیان ازادۍ ته اندېښمن دي.

دا اندېښنې یو شمېر رسنیو پرون وروسته تر دې یو ځل بیا څرګندې کړې چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټویټر کې ولیکل چې یو شمېر رسنیو یو اړخیز تبلیغات پيل کړي که چېرته د رسنیو له لوري د ناسمو او درواغو خبرونو خپرېدل ادامه پیدا کړي، مسؤلیت به‌یې بیا د دوی د مسؤلینو او کارکوونکو په غاړه وي.

په افغانستان کې د رسنیو شاوخوا ۱۰ زره کارکوونکي شته چې ۲۰ فیصده‌یې مېرمنې دي.

XS
SM
MD
LG