افغانستان
کندهار کې د دهلې بند د رغنیزو چارو د پيلېدو هڅې روانې دي
د کندهار محلي چارواکي وايي د دهلې بند د استملاک چارې له بشپړېدو سره به د زرګونه کرنیزې ځمکو خړوبېدو ته زمینه برابره شي.
د دغه بند د استملاک چارې په دې وروستیو کې چټکې شوې او په ځینو ساحو کې د پرتو ستونزو پر حل بحثونه شوي دي.
د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل، په وروستیو تعقیبي غونډو کې پر همدې موضوع بحث شوی دی: "پر هغو مواردو بحث وشو چې د استملاک چارو د ټکنۍ کېدو سبب شوي وو. هڅه مو دا ده د افغانستان په کچه د دغې لویې پرمختیايي پروژې رغنیزې چارې ژر تر ژره پیل کړو چې د کندهار پر کرنه به د ۴۰۰ کلونو لپاره مستقیم اغېز ولري."
د دهلې بند د بیارغونې او احیا تفاهملیک د ۱۳۹۷ل کال د لړم/ عقرب پر ۱۷مه په کابل کې لاسلیک شوی و او پلان دا و چې تېر کال دغه چارې په څلورو پړاوونو کې بشپړې شي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله دغه چارې بشپړې شوې نهدي.
د بند بیارغونې ته ۴۰۰ ملیونه امریکايي ډالره ځانګړي شوي وو چې د اسیا پراختیايي بانکیې د ورکړې ژمنه کړې وه.
دهلې بند د افغانستان په جنوب کې د اوبو دوهم لوی بند دی چې د کندهار ښار ترڅنګ د ۷ ولسوالیو ځمکې خړوبوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو د نورستان پېښې په تړاو کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او په نورستان کې د وروستۍ پېښې په تړاو یې ورته خپل اعتراضلیک وړاندې کړ.
په هغې خبرپاڼه کې چې د دې وزارت په اېکسپاڼه خپره شوې ویل شوي چې د ډیورند پر کرښه د نورستان کامدېش ولسوالۍ ته را اوښتونکو عناصرو کوښښ وکړ چې په سیمه کې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي، خو د دوی ځواکونو یې مخه ونیوله.
د طالبانو دفاع وزارت په سیمه کې په وروستیو نښتو کې د ۲۸ کسانو د وژل کېدو او ۳۲ نورو د نیول کېدو خبر ورکړی و.
د طالبانو مخالفې، د «افغانستان د ازادۍ جبهې» په نوم ډلې ادعا کړې وه چې وسلهوالو یې په نورستان کې د طالبانو له ځواکونو سره نښتې کړي او هغوی تهیې مرګژوبله اړولې ده، خو د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نهدي تأیید شوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د حکومت دغه اقدامات د افغانستان له حاکمیت او حریم څخه ښکاره سرغړونه او له اسلامي، نړیوالو، بشري او د ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې بللي او خبرداری یې ورکړی چې د ورته کړنو د دوام او د ناوړه عواقبو مسؤلیت بهیې د پاکستان د پوځي رژیم په غاړه وي.
د کابل-اسلاماباد ترینګلې اړیکې؛ پاکستان وايي طالبان د سولې اراده نهلري
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وایي، پاکستان له افغانستان سره د سولې لپاره هڅې وکړې، خو د ده په خبره ستونزه دا ده چې مقابل لوری سولې ته د رسېدو لپاره اراده نهلري.
نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ په اسلاماباد کې د افغانستان په اړه په یوه کنفرانس کې وکړې.
تارړ وویل، د افغانستان له مؤقت حکومت سره د خبرو لپاره له اسلاماباده لوړپوړي پلاوي کابل ته لاړل او دغهراز په یو شمېر نورو دوستو هېوادونو کې هم خبرې ترسره شوې، خو نتیجههیې ورنهکړه.
هغه تور پورې کړ چې اصلي ستونزه دا ده چې د افغانستان مؤقت حکومت باید له خپل اوسني "پوځي او جنګي ذهنیت" څخه لاس واخلي او د "دولتدارۍ او سیاستوالۍ ذهنیت" خپل کړي.
هغه زیاته کړه چې دا مهال ټولې موجودې ستونزې د همدې "جنګي ذهنیت" له امله رامنځته شوې دي.
هغه بیا ادعا وکړه چې په پاکستان کې وروستي بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیم شوي و چې دوی هم ورته ځواب ووایه.
د طالبانو حکومت سمدستي د تارړ د وروستیو څرګندونو په وړاندې غبرګون نهدی ښودلی، خو له دې مخکې یې د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې رد کړي او بېاساسه بللي دي.
د مدیریت لپاره د امریکا اکاډمۍ خپله سږنۍ جایزه هغې مقالې ته ورکړه چې دوه لیکوالانې یې افغان ښځینه فعالانې دي
د مدیریت لپاره د امریکا اکاډمۍ د ۲۰۲۶ کال د غوره مقالې جایزه هغې مقالې ته ورکړې چې دوه افغان ښځینه فعالانې یې له لیکوالانو څخه دي.
دغه مقاله چې حسینې جلال، فروزان دانش او ډیویډ ناوراث په ګډه لیکلې ، عنوان یې دی ،«کله چې ټولې هیلې له منځه تللې ښکاري: د زدهکړو د لارو د نشتوالي په شرایطو کې د زدهکړې د انګېزې ساتل».
دا جایزه د سازماني او مدیریتي مطالعاتو په برخه کې له معتبرو ویاړونو څخه ګڼل کېږي.
حسینې جلال د دوشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۲۸مه، په خپله فیسبوک پاڼه د دې خبر په خپرولو سره لیکلي چې دغه څېړنه څرګندوي چې افغان ښځې، په داسې شرایطو کې چې د نجونو او ښځو پر مخ د رسمي زدهکړو لارې تړل شوې دي، څنګه لا هم د زدهکړې انګېزه ساتي او د پوهې ترلاسه کولو، ودې او د یوې ښې راتلونکې د جوړولو لپاره هڅې کوي.
هغې هیله څرګنده کړې چې دغه نړیواله جایزه به د افغانستان د نجونو او ښځو غږ لا پیاوړی کړي او وښيي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل نه شي کولای د زدهکړې مینه، د زدهکړې وړتیا او راتلونکي ته هیلې له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته څه باندې پنځه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي. همدارنګه نجونې او ښځې پوهنتونونو او د روغتیايي زده کړو مرکزونو ته له ورتګ څخه منع شوي دي.
د متحدو ایالاتو د" افغانستان د جګړې کومیسیون " پلاوي د پاکستان د پوځ له مشر سره ولیدل
د متحدو ایالاتو د "افغانستان د جګړې کومیسیون " یو پلاوي د پاکستان د پوځ مشر سره ولیدل.
د پاکستان د پوځ د دوشنبې ورځې ( د تلې ۶مه) اعلامیې وویل په راولپنډۍ کې دشمیلا چودري او کالین جکسن په مشری د دغه پلاوي اود فیلډ مارشال عاصم منیر ترمینځ په غونډه کې د پاکستان د ملاتړ، دسیمې د امنیتي وضعیت او په افغانستان کې د تحولاتو په شمول د ګډې پاملرنې وړ موضوعات وڅیړل شول.
اعلامیه زیاتوي چې خبرې په هغو موضوعاتو متمرکزې وې چې دکومیسیون له کاري بهیر سره تړاو لري.
د افغانستان د جګړې کومیسیون د کانګرس لخوا په ۲۰۲۱ کال کې ددې لپاره جوړ شو چې د افغانستان د تیرې شل کلنې جګړې په مهال د مهمو ستراتيژیکو ، دیپلوماتیکو او عملیاتي پریکړو ارزونه وکړي.
کومیسیون له جګړې څخه اخیستل شوي عبرتونه راټولوي او راتلونکو امریکايي پالیسي جوړونکو ته به خپلې توصیې وړاندې کړي.
د افغانستان د جګړې کومیسیون چې د کار موده یې تیره میاشت یو بل کال تمدیدشوه، ټاکل شوې د راتلونکي کال په اګست کې خپل نهايي راپور وړاندې کړي.
طالبان: نورستان کې نیول شوې وسلې د ډیورند کرښې له هغې خوا راوړل شوي
په نورستان کې د وروستیو پوځي تحرکاتو په دوام کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ (د تلې/میزان ۶) د یوې وېډیو په خپرولو سره ادعا وکړه چې هلتهیې له وسلهوالو مخالفینو څخه لسګونه میله درنه او سپکه وسله او مهمات نیولي دي.
دفاع وزارت زیاتوي چې دغه وسله د ډیورند کرښې له پورې غاړې راوړل شوې ده.
د خپلواکو سرچینو لهخوا د دغې ادعا تأیید ګران دی.
اسلاماباد په نورستان کې وروستیو تحرکاتو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
د نورستان په کامدېش کې د شنبې په ورځ د طالبانو د حکومتي ځواکونو او د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د حکومت د یوې مخالفې وسلهوالې ډلې ترمنځ جګړه وشوه.
دواړو لورو یو بل ته د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
د طالبانو حکومت دفاع وزارت وویل چې د وسلهوالو مخالفینو څخهیې چې له کرښې را اوښتي وو ۲۸ کسان وژلي او ۳۲ نور ژوندي نیولي دي.
د «افغانستان د ازادۍ د جبهې» په نوم د طالبانو وسلهوالو مخالفینو هم ادعا وکړه چې لږ تر لږه ۵ طالب سرتېري یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
ازادي راډیو د دواړو لورو ادعاوې نهشي تأییدولی.
کندز کې د فوټبال یو معیاري میدان جوړېږي
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په کندز کې د فوټبال د یو معیاري میدان د جوړولو خبر ورکوي.
یاد فدراسیون د دوشنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې د کندز په مرکز کې د ورزش د ادارې اړوند ۱۰ جریبه ځمکه د دغې پروژې لپاره ځانکړې شوې ده.
ټاکل شوې چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) په مالي ملاتړ د دغه میدان د جوړونې عملي کار په ۲۰۲۷ کال کې پیل شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي دغه پروژه په افغانستان کې د فوټبال د زېربناوو د پیاوړتیا او پراختیا د هلو ځلو په ترڅ کې ترسره کېږي.
افغانستان د اسیايي لوبو د کرکټ له سیالیو ووت
د افغانستان د کرکټ لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیايي لوبو د نارینه وو د کرکټ له سیالیو څخه بهر شوه.
ټاکل شوې وه افغانستان نن په کوارټر فاینل کې له هند سره مخامخ شي، خو د سخت باران له امله لوبه ترسره نه شوه او لغوه اعلان شوه.
د سیالیو د اصولو له مخې، هند د لوړې درجه بندۍ له کبله نیمه پایلوبې ته لار وموندله او افغانستان له سیالیو ووت.
هند به په نیمه پایلوبه کې د سریلانکا او نیپال ترمنځ د لوبې له ګټونکي سره مخامخ شي.
د هند د کرکټ لوبډلمشر: افغانستان او بله هیڅ ډله باید کمزورې ونه ګڼل شي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د دوشنبې په ورځ د آسیايي لوبو د نارینه وو د کرکټ په کوارټر فاینل کې له هند سره مخامخ شي.
دا لوبه د کابل په وخت د سهار په نهه نیمې بجې پیلېږي.
د هند لوبډلمشر شریاس ایر د دې مهمې لوبې په درشل کې ویلي چې افغانستان او هېڅ بله لوبډله باید کمزورې ونه ګڼل شي. هغه وویل، له جاپان سره د هند وروستۍ سختې لوبې وښوده چې په روانو سیالیو کې د هرې لوبډلې پر وړاندې باید پوره چمتووالی ونیول شي.
افغانستان، نیپال، مالیزیا او هانګ کانګ د مقدماتي پړاو له سیالیو وروسته کوارټر فاینل ته رسېدلي، خو هند، پاکستان، بنګله دېش او سریلانکا د مخکښو لوبډلو په توګه مستقیماً د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار موندلې ده.
د افغانستان او هند د دوشنبې ورځې د لوبې ګټونکې لوبډله به د اسیايي لوبو نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړې چې د نورستان په کامدیش کې يې د خپلو مخالفو وسله والو ۲۸ غړي وژلي
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ څو وسله والې ډلې چې دوی داعش او نورې مخالفې ډلې بللي د ناامنیو لپاره نورستان ته اوښتي وې.
دغه وزارت په یوه بیان کې نن یکشنبه ادعا کړې چې طالب ځواکونو له خوا په ځوابي عملیاتو کې ۲۸ تنه ووژل شول او ۳۲ تنه نور ژوندي ونیول شول.
په دغه بیان کې دا هم راغلي چې اکثر دا کسان پخواني افغان پوځیان وو چې پاکستان ته له تګ وروسته هلته د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارې آی اس آی له خوا روزل شوي او نورستان ته استول شوي وو.
پرون شنبه د طالبانو یوې مخالفې ډلې (د افغانستان د خپلواکۍ جبهې)ادعا وکړه چې د نورستان په کامدیش کې یې له طالبانو سره جګړه کړې او طالب ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
خپلواکو سرچینو تراوسه نورستان کې د شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.
د افغانستان په خیتځ کې د ۲۰۱خالد بن ولید قول اردو مسولانو له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې د هغو کسانو شمېر شاوخوا ۴ سوه بللی چې افغانستان ته یې د ننوتلو هڅه کړې.
د پاکستان حکومت تراوسه د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
په تیره جولای میاشت کې هم د طالبانو د همدغې مخالفې جبهې وسله وال د پاکستان له خاورې د بدخشان زیباک ولسوالۍ ته را اوښتي او هلته له طالب ځواکونو سره په جګړه اوښتني وو.
د جرمني حکومت په پام کې لري چې شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال له دې هېواده وباسي
د جرمني حکومت په پام کې لري چې نژدې راتلونکې کې شاوخوا ۵۰۰ نور افغان کډوال هم له دې هېواده وباسي.
له دې ډلې ډایزیت اونیزې پرون شنبه د (میزان۴مه) راپور ورکړی چې د روان کال د جولای له ۸مې د سپټمبر تر۱۸مې د جرمني پولیسو ته ۴۸۸ افغان کډوال د اخراج لپاره ورپیژندل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو کډوالو له ډلې ۲۶۷ يې هیڅ ډول جرمي دوسیه او مخینه نه لري.
د جرمني حکومت په وروستیو کې افغانستان ته د افغان کډوال د اخراج لړۍ تیزه کړې ده.
که څه هم د جرمني حکومت ادعا لري چې یوازې مجرم افغان کډوال اخراجوي، خو راپورونه ښيي چې داسې افغانان هم د اخراج په نوملړ کې دي چې جرمي سابقه نه لري، خو د پناغوښتنې قضیې یې رد شوې دي.
جرمني په دې وروستیو کې څو ډلې افغان کډوال په ځانګړو الوتکو کې کابل ته واستول.