د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

افغانستان کې ۴۲ لوی او متوسط بندونه جوړېږي


په افغانستان کې د ۱۰۰ ورځې او ۱۰۰ زېري پروګرام، د اوبو او برېښنا اوونۍ د غونډې پرانيسته
په افغانستان کې د ۱۰۰ ورځې او ۱۰۰ زېري پروګرام، د اوبو او برېښنا اوونۍ د غونډې پرانيسته

په افغانستان کې د ۱۰۰ ورځې او ۱۰۰ زېري پروګرام، د اوبو او برېښنا اوونۍ. په دې اړه د غونډې په پرانيسته کې د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د ګڼو پروژو او بندونو د جوړولو خبره وکړه.

دغه پروژې چې د کندز د ارچي کانال، د تخار شهروان کانال، د ننګرهار د همېشه بهار سب سټېشن او ۲۱ ولایتونو کې د اوبو رسولو ۱۲۲ شبکې په‌کې شاملې دي، د اوبو تنظیم، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه بشپړې او نن د ښاغلي غني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه پروژې د افغانستان له ملي بودجې تمویلېږي.

جمهور رئيس غني د ۱۰۰ ورځې ۱۰۰ زېري په نوم په دغه پروګرام کې د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۷» وویل: "د خوښۍ ځای دی چې نن کندز کې د ارچي کانال، تخار کې د شهروان کانال، فراه او خوست ولایتونو کې د اوبو رسولو پروژې، د ننګرهار ولایت په سب سټېشن کې د پنځم پاور ټرانسفرمر نصبول او ۲۱ ولایتونو کې د اوبو رسولو ۱۲۲ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د ۱۰۰ ورځې او ۱۰۰ زېري پروګرام، د اوبو او برېښنا اوونۍ د غونډې پرانيسته کې
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د ۱۰۰ ورځې او ۱۰۰ زېري پروګرام، د اوبو او برېښنا اوونۍ د غونډې پرانيسته کې

ښاغلي غني وویل چې د کندز او تخار د کانالونو ارزښت او اغېزې په مراتبو زیاتې دي ځکه کندز، بغلان، بدخشان، تخار د للمي غنمو د تولید له مهمو ولایتونو څخه دي چې د ورښتونو له کمښت سره د اوبو له کمښت سره مخ دي چې په دې دوو کانالونو سره به ستونزې هوارې شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس خان محمد تکل بیا په یاده غونډه کې وویل د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ۴۲ لویو او متوسطو بندونو چارې به پیل شي چې د دې او د ټولو نورو یادو پروژو مجموعي لګښت څه باندې ۶۰۰ ملیونه امریکايي ډالره یا معادل‌یې ۵۶ میلیارده ٣٨٢ ملیونه او ٤٥٠ زره او ٨٠٣ افغانۍ کېږي.

ښاغلی تکل وايي: "دغه بندونه چې د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د برېښنا تولید، د موسمي سېلابونو کنټرول او خلکو ته د کار زمینه مساعدولو په موخه جوړېږي د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې موقعیت لري ۱،۲۰۳ ملیونه متر مکعب اوبه به ذخیره کوي او ۵ میلیارد متر مکعب اوبه به په کال کې تنظیموي، ۳۰۳ زره هکټاره ځمکه به خړوبوي، د ۶۵ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري او په لکونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي."

په افغانستان کې د ۱۰۰ ورځې او ۱۰۰ زېري پروګرام، د اوبو او برېښنا اوونۍ
په افغانستان کې د ۱۰۰ ورځې او ۱۰۰ زېري پروګرام، د اوبو او برېښنا اوونۍ

په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي په دغه پروګرام کې وویل چې د کرنیزو حاصلاتو ۲۰ تر۳۰ سلنه زیاتوالی او ۲۰ تر۳۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخنیوی د اوبو لګولو د دغو شبکو د پلي کېدو او ګټې اخیستنې عمده ګټې دي.

XS
SM
MD
LG