د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

کابل کې د برېښنا دوامداره پرچاوي؛ ښاریان: بېلونه یې لوړ وي خو برېښنا نه


د برېښنا ستنې
د برېښنا ستنې

په کابل ښار کې د برېښنا کموالی او دوامداره پرچاوۍ هغه ستونزه ده چې ډېری خلک یې له امله شکایت لري.

د کابل ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکې لیلا امید ازادي راډیو سره خبرو کې په دې اړه وویل: "ستونزه دا ده چې برېښنا منظم وخت نه لري ټول سیستمونه ګډوډ شوي دي، سره له دې چې برېښنا منظمه نه ده د برق بېلونو کې لګښت هم ډېر راځي، همدارنګه په خپل وخت یې نه ویل کېږي موږ خپله څو ورځې مخکې ۴۰۰۰ افغانۍ تحویلې کړې سره له دې چې برېښنا نه وه او موږ ترې استفاده هم نه وه کړې."

د ژمي موسم له پیل سره د تېرو کلونو په شان سږکال هم خلک د برېښنا د پرچاویو له امله اندېښمن دي.

بل خوا د برېښنا شرکت چارواکو مخکې ویلي و چې د ژمي موسم په راتګ اړ دي چې د منظمو پرچاویو لېست برابر کړي.

هغوی ژمنه کړې وه چې په ټول کابل کې د برېښنا د منظم وېش لپاره یې هم یو لېست برابر کړي چې ژر به خپور شي، خو د کابل د اتمې حوزې اوسېدونکی عبدالله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه دا لېست نه دی خپور شوی، همدارنګه خلک د برېښنا د کموالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

احمدزي زیاته کړه: "اوس وخت کې دومره برېښنا نشته لکه تېرو کلونو او وختونو کې چې موږ درلوده، دا یوه ستره ستونزه چې موږ کابل ښاریان ورسره مخ یو، دا ستونزه تر اوسه هم نه ده حل شوې، برېښنا شپې مهال داسې وخت راځي چې د استفادې وړ نه وي او خلک هغه مهال ټول ویده وي."

کابل ښاریان د برېښنا د لوړ بېلونه شکایت کوي.
کابل ښاریان د برېښنا د لوړ بېلونه شکایت کوي.

احمد د کابل ښار یو بل اوسېدونکی هم وایي چې د برېښنا کموالي خلک له زیاتو ستونزه سره مخ کړي دي.

دی وايي: "د برېښنا نشتون کابل کې خلک له ستونزو سره مخ کړي داسې کارخونې شته چې برېښنا نه وي هغه فعالیت نه شي کولی، نه یوازې دا بلکې خلک هم چې ډېری یې له ګازو او تېلو ګټه نه اخلي او برق ته اړتیا لري ورته سخته ده، که په دې اړه پام وشي ښه ده."

له دې سره د برېښنا شرکت چارواکي وایي چې ځینې سیمو کې د برېښنا د زیات مصرف له امله ان چې کله یې نوبت هم وي، برېښنا پرې _پرې کېږي.

د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي ازادي راډیو ته وویل چې یوه ډله یې ګمارلې هغو سیمو کې چې زیاته یرېښنا مصرفېږي او لوړ لګښت پرې راځي ستونزه یې ورحل او د برېښنا پرچاوۍ هم منظمې کړي.

دی وايي: "له ټولو هېوادوالو په ځانګړي توګه هغه کسان چې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره له برېښنا کار اخلي، هیله او تمه مو دا ده چې لطفا له برېښنا یوازې د رڼایي او د پاکو او څښلو اوبو د تر لاسه کولو لپاره ګټه واخلي، نه د کورونو او دفترونو د ګرمولو لپاره، څو موږ وکولی شو هغو سیمو ته برېښنا ورسوو چې تر اوسه ترې بې برخې دي."

د برېښنا شرکت د چارواکو په خبره، کابل ښار اوس مهال ۷۰۰ مېګا واټه برېښنا ته اړتیا لري، خو د دوی تولید ۳۸۰ مېګا واټه دی چې له همدې امله زیاتې پرچاوۍ رامنځته کېږي.

په کابل کې د برېښنا د بې نظمۍ او پرچاویو په اړه داسې مهال اندېښنې او شکایتونه زیات شوي چې د راپورونو له مخې د افغانستان برېښنا شرکت درې اوونۍ مخکې هغو شرکتونو او کسانو ته چې د دغه شرکت پوروړي دي یوه میاشت وخت ورکړی وو چې د برېښنا پیسې دې تحول کړي که نه په خبره یې برېښنا به پرې قطع او شتمنۍ به یې ترې ضبط شي.

XS
SM
MD
LG