د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

طالبانو د برښنا له درکه پوروړو ته خبرداری ورکړ


په کابل کې د برښنا مزي
په کابل کې د برښنا مزي

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت وايي، د تېر نظام چارواکي، سیاسیون او زورواکي چې د برښنا له درکه پوروړي دي که خپل پورونه ورنه کړي جایدادونو به یې مصادره شي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت خپلو پوروړو ته خبرداری ورکوي که خپل پورونه پرې نه کړي، له جدي چلند سره به مخ شي.

د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د برښنا شرکت په تېرو دوه اونیو کې په کابل کې د برښنا ۳۲۹ پوروړي پېژندلي چې تر دا مهاله ۳۳ تنو د دوی۳۰ سلنه پور ادا کړی.

نوموړي زیاته کړه: "موږ اوسمهال له دغه پوروړو سره په اړیکې کې شوي یو او ورته ویلي مو دي چې خپل پورونه خلاص کړي. که دوی دا کار ونه کړي موږ بیا مجبورېږو او دا به زموږ وروستي ګام وي چې د دوی جایدادونه مصادره کړو، خو د دوی نه ځینو کسانو له موږ سره اړیکې نیولي او ویلي چې خپل پورونه به خلاص کړي."

د برښنا شرکت د مسوولانو په وینا، یوازې د تېر نظام سیاسیون، چارواکي او زورواکي له برښنا شرکت نه ۵۰۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

د کابل ښار یوه څنډه د شپې پرمهال
د کابل ښار یوه څنډه د شپې پرمهال

خو د دغو پوروړو نومونه له رسنیو سره شریک نه شول.

د دې شرکت د معلوماتو له مخې، د هغه مېکانېزم له مخې چې د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په میاشت کې د برښنا د مقروضینو په اړه جوړ شوی و تر دا مهاله یې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه افغانۍ پورونه راټول شوي دي.

په دغه کنفرانس د برښنا شرکت له مسوولانو دا پوښتنه هم وشوه چې دوی څومره له ګاونډیو هېوادونو نه پوروړي دي، خو د دغه شرکت ویاند حمکت الله میوندي بیا د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، له هغه هېوادونو چې برښنا واردېږي قرضداري ورنه د اندېښنې وړ مسئله نه ده او دوی ته پیسې په وخپل وخت ورکول کېږي.

نوموړي یې د رقم په اړه جزییات ورنه کړل.

د یادونې ده چې په تېر جمهوري نظام کې هم د یاد شرکت له خوا هڅې شوې وې چې د برښنا پوروړي د خپلو پورونو پرې کولو ته اړ باسي، خو تر ډېرې بریالۍ نه وې.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په کابل او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې خلک بیا په بلونو کې پر دوی د زیاتو پیسو د راتللو او دغه شان د منظمې برښنا له نشتون شکایت کوي.

XS
SM
MD
LG