د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۳

برښنا شرکت: د تاجکستان د برښنا نیم پور مو ورکړی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو تر واک لاندې د برښنا شرکت مسوولانو نن چهارشنبه په یوه خبري کنفرانس کې ومنله چې د تاجکستان د برښنا نیم پور یې ورکړی دی.

د برښنا شرکت مالي او اداري مشر اسدالله انعام وايي، له تاجکستان څخه د برښنا د واردولو په برخه کې ۷۹ میلیونه ډالره پوروړي دي، چې ۳۹ میلیونه ډالره یې تر اوسه ورکړي دي.

د انعام په خبره چې د تاجکستان د برښنا ۶ میلیونه ډالره پور به هم په نېږدې ورځو کې ورکړل شي.

هغه وویل: "موږ له تاجکستانه د جولای له اوله تر اوسه ۷۹ میلیونه ډالره پوروړي وو چې ۳۹ میلیونه ډالره مو ورکړي دي او ۳۹ میلیونه ډالره پاتې دي."

خو تازه د تاجکستان د برښنا ادارې مشر محمد عمر اسوزاده په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې افغانستان له تاجکستان څخه ۲۸ ميلیونه ډالره پوروړی دی چې د افغانستان برښنا شرکت تېره میاشت یوازې ۲ میلیونه ډالره د تاجکستان د برښنا ادارې حساب ته لېږلې دي.

اسدالله انعام په خبري ناسته کې څرګنده نه کړه، چې ولې د ده او د تاجکستان د برښنا د ادارې مشر په خبرو کې د ۱۲ میلیونه ډالرو پور توپير دی.

خو نوموړي ویلي، چې د برښنا شرکت د ګاونډيو هېوادونو او کورنیو شرکتونو ۱۵۱ میلیونه ډالره پورونه ورکړي خو ۱۲۲ میلیونه ډالره لا هم پوروړي دي.

انعام زیاتوي چې دوی په وخت سره د ټولو پورونو د ادا کولو وړتیا لري، خو په افغانستان کې د بانکي ستونزو له امله بریالي نه شول چې په وخت د تاجکستان پورونه ادا کړي.

د برښنا شرکت مسوولان وايي، په تېرو ۱۰ میاشتو کې په افغانستان کې د برښنا ۱۴ ستنې ویجاړې شوې دي، خو د برښنا شرکت په وخت سره بېرته ورغولې چې افغانانو ته د برښنا په رسولو کې ځنډ رانه شي.

خو د کابل په ګډون د ډېرو ولایتونو خلک د برښنا له کمښته شکایت کوي او وايي، چې دوامداره برښنا نه لري.

افغانستان خپله ډېره برښنا له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG