د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

یو شمېر کابل ښاریان د برېښنا پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي


ارشیف
ارشیف

د ژمي په رانږدې کېدو سره، یو شمېر کابل ښاریان د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي.

دوی وايي، په هرو ۲۴ ساعتونو کې ډېره لږه برېښنا لري او د دوی اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

د کابل ښار دوو اوسېدونکو عادل اشنا او احسان‌الله ازادي راډیو ته د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۲» وویل: "زموږ کور د کارتې نو په قلعه برقي کې دی، مخکې برېښنا ښه وه، خو اوس کله وي او کله نه‌وي. کله یوه ورځ وي او یوه ورځ نه‌وي او چې وي هم حتی اب ګرمي پرې نه‌تودېږي. یخني شوې، برېښنا ته اړتیا ډېره ده."

"دلته د برېښنا ستونزه ډېره ده، کله وي او کله نه، خو د پوښتنې یې څوک نه‌شته. که وي بیا هم کمزورې وي. نوره به هم کمزورې شي ځکه په ژمي کې برېښنا ته اړتیا ډېرېږي، غریبو ته نه‌شته او سرمایه‌دارو ته شته."

د برېښنا شرکت مسؤلین که څه هم دا مني چې د ژمي په رارسېدو سره د برېښنا پرچاویانې ډېرېږي، خو وايي هڅه کېږي چې په بېلابېلو وختونو او ساعتونو کې، د برېښنا پرچاوۍ تنظیم او کمې یې کړي.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل: "د شپې له‌خوا طبیعي ده چې په ځینو سیمو کې به د برېښنا پرچاوي ولرو ځکه د برېښنا لګښت ډېر دی او د ژمي په یخنۍ کې به د برېښنا له کموالي سره مخ شو. اوس مو ډېره پرچاوي ۴ او لږه پارچاوي مو ۲ ساعته ده."

وحیدالله توحیدي
وحیدالله توحیدي

ښاغلي توحیدي وویل، له روغتونونو، امنیتي ادارو، دولتي ارګانونو او صنعتي پارکونو پرته، د برېښنا پرچاوي په ټولو سیمو کې یو شان پلې کېږي.

د نوموړي په خبره، ازبکستان له دوو ورځو راهیسې د خپلې برېښنا د دستګاګانو د پاکولو له امله، افغانستان ته د۴۵۰ مېګاواټو صادروونکې برېښنا اندازه ۲۰۰ مېګاواټو ته ټیټه کړې ده، له دې امله د افغانستان پایتخت د برېښنا له پرچاوۍ سره مخ شوی دی.

د برېښنا شرکت د شمېرو له مخې کابل د پسرلي په موسم کې له ۲۰۰ نه ۲۳۰ مېګاواټو پورې برېښنا ته اړتیا لري خو دغه اړتیا په ژمي کې له ۶۵۰ مېګاواټو نه تر۷۰۰ پورې رسېږي او دغه شرکت د کورنیو او بهرنیو منابعو څخه یوازې له ۴۵۰ مېګاواټو نه تر۴۸۰ پورې برېښنا تأمینولی شي.

راپور: مهناز نوري

XS
SM
MD
LG