د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

سوړ ژمی او اقتصادي ستونزې؛ ځینې افغانان: د خوراکي او سون توکو د پېرلو توان نه لرو


ارشیف: په کابل کې یوه بېوزله کورنۍ
ارشیف: په کابل کې یوه بېوزله کورنۍ

په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره سم خلک د خوراکي او سون توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

د پلازمېنې اوسېدونکی جلیل د دریېو ماشومانو پلار دی.

هغه وایي، په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته يې په يوه موسسه کې کار کاوه، خو له څو مياشتو راهيسې وزګار دى.

د جليل په خبره، اوس په وقفه یي کارونو خپل مياشتنی لږ عايد ترلاسه کوي، چې اصلاً د خپلې کورنۍ لګښتونه نه شي، پوره کولاى.

دی زیاتوي چې د سون او خوراکي توکو د بیو لوړوالی او بیا دا سخت ژمی د ده او د نورو زرګونو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی.

هغه وويل: "پخوا یو ټن ډبرو سکاره په ۱۳ زره وو، اوس ۱۷ زره دي، ګاز هم په هر کيلو کې لس افغانۍ یې بیه لوړه شوې، نور خوراکي توکي لکه وريجې په يوه بوجۍ کې څو سوه افغانۍ همداسې اوړه او نور ټول د اړتیا وړ توکي، د مثال په توګه یو من پیاز له ۴۰۰څخه ۴۵۰ ته یې بیه لوړه شوې."

د افغانستان یو شمېر ولایتونه له څو اوونیو راپه دیخوا له بې سارې یخنۍ او واورې ورېدنې سره مخ دي، بله ننګونه چې خلک ورسره مخ دي د مواصلاتي( ټرانسپورټي) لارو بندښت دی.

په افغانستان کې د سون توکو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي.
په افغانستان کې د سون توکو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي.

د افغانستان د لوېديځ غور ولايت د سرلعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکی حکمت د طالبانو د حکومت د فوايد عامې رياست د ټرانسپورټي لارو په نه پاکولو تورنوي.

د هغه په وينا، څو ورځې وړاندې په یاده ولسوالۍ کې يو ماشوم د لارې د بندښت له امله مړ شو ځکه کورنۍ یې ونه توانېده چې روغتون ته یې ورسوي.

نوموړي زیاته کړه: "د تلخک کلی چې د لعل او سرجنګل ولسوالۍ پورې اړوند دی، لا یې هم لارې بندې دي، د لار د بندېدو له امله یو ماشوم مړ شو او د غور روغتون ته د رسېدو مخکې وفات شو. د اسحق مهدي په نوم بل ناروغ د غور په روغتون کې وفات شو او پلرنۍ هدیره یې چې په سرخک تلخک کې وه، انتقال نه شو او بلاخره یې د جوی په ولسوالۍ کې خاورو ته وسپاره."

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه په غور کې د طالبانو د حکومت د فواید عامې د ریاست مسوولانو نظر وغوښت، خو هغوی پوښتنې ځواب نه کړې، ترڅنګ یې د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت ویاند حمیدالله مصباح هم د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

په افغانستان کې ځینو رسنیو د سرپل ولایت د فواید عامې د رییس په حواله لیکلي چې په دغه ولایت کې د سړې هوا له امله یو کس مړ او تر ۲۰۰ ډېر څاروي له منځه تللي دي.

په لرې پرتو سیمو کې د واورو د ورېدو له امله د لاریو بندېدو ستونزې لا ډېرې کړې دي.
په لرې پرتو سیمو کې د واورو د ورېدو له امله د لاریو بندېدو ستونزې لا ډېرې کړې دي.

په افغانستان کې سږ کال خلک د ژمي دا سړه هوا په داسې حالت کې تجربه کوي چې د طالبانو د واکمنېدو وروسته ډېرو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ان د خپلو کورونو د توکو پلورلو ته هم اړ شوي دي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو څو څو ځلې دا ادعاوې کړې چې د ژوند د مخته بولو لپاره یې مالي توان له لاسه ورکړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG